سترګې د خدای کور ته، لاس د خلکو په جېبونو کې؛ د طالبانو باج اخیستل د وحې ټاټوبي ته ورسېدل

د حج بهیر له پیل سره سم، سرچینې په سعودي عربستان کې له افغان پانګوالو د باخ اخیستو لپاره د طالبانو له هڅو خبر ورکوي. د هغوی په وینا، اوسمهال لسګونه تنه طالبان او کورنۍ یې د ۱۴۰۱ کال د غوښتونکو پر ځای د حج لپاره مکې ته تللي دي. په دې منځ کې د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال، ملا برادر او د دې ډلې ځینې نور لوړپوړي غړي سعودی عربستان ته تللي ترڅو د حج ترڅنګ، له افغان پانګوالو سره ورګوي. ویل کیږي چې د طالبانو ولایتي مسوولان هم په هر ولایت کې له سوداګرو او ان کارګرو د زکات او د جومات د رغولو د بودیجې په نامه پیسې ټولوي. همداراز طالبان د خپلو کسانو له لارې پانګوالو ته وایي چې د خپلې کورنۍ د امنیت او د دې ډلې د ملاتړ لرلو لپاره باید طالبانو ته پیسې ورکړي. یوې سرچینې وویل چې د سمنګان لپاره د طالبانو والي په یوه مېلمستیا کې چې د هغه د عمرې حج پرمهال رامنځته شوې وه، د خپل یوه نفوذي کس په مرسته له کډوالو ۸۰ زره ډالره باج اخیستی دی. هغه او یو شمېر زیات نور طالبان په وروستیو درېیو میاشتو کې د درېیم ځل لپاره مکې ته تللي دي او اوسمهال د کسانو د تشخیص او له هغوی څخه د باج اخیستو په حال کې دي. یوه دیني عالم هم ټینګار کړی چې د حج په بهیر کې د طالبانو له خوا د نورو کسانو د حق خوړلو ترڅنګ، د دغې ډلې غړي یوازې د باج اخیستو او د خپلو لګښتونو د برابرولو لپاره د خدای کور ته تللي دي. د ویلو ده چې د طالبانو د غړو ترڅنګ، د هغوی ډېر شمېر کورنۍ هم په وروستیو ورځو کې مکې ته روان شوي دي.

د طالبانو مشران او د دې ډلې د بېلابېلو سطحو قوماندانان په دې وروستیو ورځو کې د حج پر سفر بوخت دي. هغوی چې کلونه یې په پټه توګه سفر کړی دی، سږ کال د ازادۍ له ګټې او د سفر له حق څخه برخمن دي. طالبانو تېره ورځ اعلان وکړ چې د دوی د رییس الوزرا مرستیال، ملا برادر هم مکې ته روان شوی دی. د طالبانو د خبرپاڼې پربنسټ، هغه په دې سفر کې په عربستان کې له مېشتو افغان سوداګرو سره ګوري. داسې ګومانونه شته چې د طالبانو چارواکي په دې سفر کې له ملي سوداګرو د جایدادونو د امنیت او د دیني مسایلو لپاره، باج اخلي. داسې راپورونه هم شته چې د طالبانو مشران سعودي عربستان او ځینې نورو عربي هېوادونو ته په پرله پسې سفرونو سره، د عشر او زکات په نوم له سوداګرو ډېرې پيسې راټولوي. د سرچینو په وینا، اوسمهال د دې ډلې د بودیجې یوه برخه له هېواد بهر سوداګرو او پانګوالو د باج اخیستو له لارې برابریږی.

تازه د سمنګان لپاره د طالبانو والي، عبدالرحمن کندوزي د دې ډلې له یو شمېر قوماندانانو سره سعودي عربستان ته تللی دی. هغه د خپلو پرله پسې سفرونو سربېره دا ځل د حکومتولۍ له ټولو دودونو او اصولو خلاف، یو خپل غیررسمي کس د ولایت د سرپرست په توګه ټاکلي دي. په همدې توګه مرستیال یې هم خپل یو ساتونکی د دغه ولایت د مرستیالۍ د سرپرست په توګه ټاکلی. د سمنګان والي، عبدالرحمن کندوزي، په سمنګان کې د لوا له قوماندان، جلال الدین حنفي، سمنګان کې د طالبانو مخکیني امنیه قوماندان، حبیب الله حماس او د دې ډلې له درېیو نورو ځایي چارواکو سره د فرضي حج په مراسمو کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته سفر کړی دی.

ځایي سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وایي چې د سمنګان لپاره د طالبانو والي، عبدالرحمن کندوزي په تېرو درېیو میاشتو کې دوه ځله نور هم سعودي عربستان ته سفر کړی دی. د دغو سرچینو په وینا، د سمنګان لپاره د طالبانو والي او د دې ډلې د لوا قوماندان، جلال الدین حنفي د ورځې له خوا د حج پر مراسمو بوخت او د شپې له خوا له سمنګاني کډوالو د باج اخیستو په حال کې دي. دا په داسې حال کې ده چې د سمنګان ولایت زیات شمېر اوسېدونکي خپلې کورنۍ ته د نفقې برابرولو لپاره په سعودي عربستان کې کار کوی. دغه کډوال په هوټلونو کې پر کار بوخت دي. ویل کیږي چې دا کار په سعودي عربستان کې ښه مالي عاید لري؛ خو سمنګاني کډوال په سعودي عربستان کې د کار کولو لپاره اړ دي چې کلونو له خپلو کورنیو لرې پاتې شي او د سعودي دولت د درنو مالیاتو په ورکولو سره خپلو دندو ته دوام ورکړي.

یو سمنګانی کډوال چې تر ۷ کلونو زیاته موده کیږي چې په سعودي عربستان کې دی، د خپل نوم د نه خپرېدو په شرط په دې اړه ۸صبح ورځپاڼې ته معلومات ورکړل. هغه وویل چې سعودي عربستان ته د سمنګان لپاره د طالبانو د والي په دویم سفر کې د حاجي میرویس په نوم د یوه کس په مرسته چې د طالبانو یو نفوذي دی او له سمنګاني کډوالو سره ښه پېژندګلوي لري، د دغه ولایت زیات شمېر کډوال د شپې له خوا د مکې ښار یوه رستورانت ته بللې وو. دغه رستورانت د حرم شریف په ۲۰ کلیومترۍ کې دی. د طالبانو کس ټولو کډوالو ته ویلي و چې که غواړي په سمنګان ولایت کې یې کورنیو ته زیان ونه رسیږي او طالب جنګیالي یې شپه او ورځ د هغوی د امنیت ټینګښت ته پام وکړي، د دغې ډلې جنګیالیو سره دې مالي مرسته وکړي. هغه همداراز دا غوښتنه له هغو کسانو چې په سمنګان کې تجارتي جایدادونه لري او د جایدادونو له غصب څخه د مخنیوي یا د حقوقي موضوع مخته بېولو ته اندېښمن دي هم مطرح کړې ده. د سرچینې په وینا، په دغه بلنه کې عبدالرحمن کندوزي له کډوالو ۳۰۰ زره ریال چې ۸۰ زره امریکایي ډالر کیږي ترلاسه کړل.

په همدې حال کې د طالبانو چارواکو په دغه سفر د ایبک ښار له سوداګریز مارکېټ، د ریاض د ودونو تالار او د مدینې د ودونو تالار له څښتنانو سره جلا جلا لیدنې کړې ده. سعودي عربستان کې سرچینې له سوداګرو سره د طالب چارواکو لیدنې تاییدوي خو د هغو پیسو په اړه چې د دې سوداګرو له خوا طالبانو ته ورکړل شوې دي معلومات نه ورکوي. ځینې سرچینې د ډېرو پیسو له ورکول کېدو خبر ورکوي او وایي، کله چې طالبان د رستورانتونو له کارګرو باج اخلي روښانه ده چې له لویو سوداګرو او پانګوالو هم ډېرې پیسې ترلاسه کوي. اخوا، د سرچینو په وینا د ډېری سمنګاني کډوال کارګرو کورنۍ په ایبک ښار کې اوسیږي او له دې چې طالبان د هغوی اولادونه ونه تښتوي او یا یې جایدادونه غصب نه کړي، اړ شوي چې طالبانو ته باج ورکړي.

ویل کیږي چې ټاکل شوې چې په سمنګان کې د طالبانو دغه غړي د حج فرضي مراسمو تر پایه د دغه ولایت له سوداګرو او کډوالو د باج اخیستو لپاره د سعودي عربستان نورو ښارونو ته هم سفر وکړي. تر دې مخکې، طالبانو د زکات او د جوماتونو او مدرسو د رغولو تر نامه لاندې په باج اخیستو پیسې راټولې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې په سمنګان کې د طالبانو د لوا قوماندان، جلال الدین حنفي شتمنو ته په بلنې ورکولو سره د جومات د رغولو لپاره د شتمنو له خوا د پيسو د ورکولو غوښتنه کړې وه. دا لیدنه چې د ایبک ښار په یوه جومات کې ترسره شوه سمنګاني شتمنو هغه ته ۸۰ زره امریکایي ډالر ورکړل.

همداراز یوه دیني عالم چې د جمهوریت په دوره کې د سمنګان د علماوو شورا غړی هم و، د طالبانو د باج اخیستو د وېرې له کبله د افغانستان پرېښودو ته اړ شوی دی. هغه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل چې طالبان د توبې یا د رښتیني عبادت لپاره سعودي عربستان ته د حج مراسمو لپاره نه ځي، بلکې له فرصت څخه د ګټې په اخیستو له سمنګاني پانګوالو او کډوالو د باج اخیستو په هڅه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د فرضي حج په مراسمو کې د طالب چارواکو سفر د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره د غوښتونکو د حق ترپښو لاندې کولو لامل هم شوی دی. د طالبانو په حج او اوقافو وزارت کې د سرچینو د معلوماتو پربنسټ غوښتونکو تر ۱۴۰۳ کال پورې په حج مراسمو کې د ګډون لپاره لګښت مخکې له مخکې ورکړی دی.

دغه عالم زیاتوي چې د حج په مراسمو کې طالبان په خپل سفر کې نه یوازې پر باج اخیستو لاس پورې کوي، بلکې د ۱۴۰۱ کال د حج په مراسمو کې د ګډون کولو د غوښتونکو په حق کې هم ظلم کوي. هغه جوتوي چې د حج په مراسمو کې د ګډون غوښتونکو دوه کاله مخکې د ۱۴۰۱ کال د حج په مراسمو کې د ګډون د سفر لپاره لګښتونه ورکړی، خو په پایله کې د هغوی پر ځای طالبانو د خپلو کورنیو له غړو سره ګډون کړی دی.

د معلوماتو پربنسټ د سمنګان لپاره د طالبانو والي، عبدالرحمن کندوزي له خپلې مور، ورور او ښځې، جلال الدین حنفي له مور او ورور، حبیب الله حماس د خپلې کورنۍ له درېیو غړو او طالبانو درې نورو چارواکو د خپلو کورنیو له اتو تنو سره د حج په مراسمو کې ګډون کړی دی. دا په تېرو درېیو میاشتو کې د کندوزي درېیم حج دی.

د ویلو ده چې دغه شمېرې یوازې د سمنګان ولایت دي او په نورو ولایتونو کې ښایي تر دې زیاتې وي. له دې مخکې ملا برادر او د طالبانو ځیني نور غړي څو ځله عربي هېوادونو ته تللي دي او له افغان سوداګرو سره یې کتلي او خبرې اترې یې کړې دي. وروستیو معلوماتو ته په پام داسې ګومان کیږي چې طالبانو له هېواده بهر افغان سوداګرو څخه د باج اخیستو بهیر له مخکې پیل کړی دی.

ورته لیکنې

Back to top button