د هېواد له لوېدیځې حوزې د صادراتو دېرش سلنه زیاتولی 

راپور: خلیل رسولي، ژباړه: م. ظریف

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین د تېر کال په پرتله د افغانستان د محصولاتو د صادراتو د زیاتوالي خبر ورکوي. ددغه بنسټ د مسوولینو د مالوماتو له مخې، د سوداګریزو محصولاتو صادرات د تېر کال د لومړیو درېيو میاشتو په پرتله دېرش سلنه زیات شوي دي.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس محمد یونس قاضي زاده، ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې په تېرو درېیو میاشتو کې د تجارتي توکو صادرات د قناعت وړ وو او نورو هېوادونو ته د کورنیو توکو د لازیاتو صادراتو بهیر روان دی. هغه په بانکونو کې د سوداګرو د پانګو له کنګل کېدو اندېښنه لري او ټینګار کوي چې د طالبانو کابینه باید د سوداګرو د حسابونو د پرانیستلو لپاره هڅې وکړي ترڅو د راکړې ورکړې عادي بهیر له ستونزو سره مخ نه شي. قاضي زاده همداراز هېواد ته د منظم بانکي سیستم له لارې د صادراتو د پیسو د راستنولو غوښتنه وکړه. هغه وویل چې باید د هېواد د کرنیزو، طبي، حیواني او لاسي صنایعو په شان ډول ډول صادراتي توکو ته په نړۍ کې بازار موندنه وشي.

له بلې خوا، د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرایي آمر محمد رفیع رحماني ۸صبح ورځپاڼې ته وايي چې د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ۱۳ زره او ۴۷۱ ټنه صادراتي توکي چې کرنیز او حیواني توکي، وچې او تازه مېوې او لاسي صنایع پکې وو، له هېواده بهر ته صادر شوي دي. نوموړي د روان کال د صادراتو ارزښت څه د پاسه ۱۶ میلیون ډالره بللی چې دا توکي د هېواد د لوېدیځ د ځمکنیو پولو له لارې صادر شوي دي.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مالوماتو له مخې، په روان کال کې بهر ته د توکو د صادراتو په بهیر کې د تېر کال په پرتله ۳۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی. د ۱۳۹۹ هجري لمریز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې، د هېواد له لوېدیځې حوزې د صادراتو کچه د څه د پاسه لس میلیون ډالرو په ارزښت، لس زره او ۲۲۱ ټنه وه، خو په روان کال کې د صادراتو کچه د ۱۶ میلیون ډالرو په ارزښت ۱۳ زره او ۴۷۱ ټنو ته رسېږي چې د هېواد له لوېدیځې حوزې د صادراتو د پام وړ زیاتوالي ښودنه کوي.

ښاغلی رحماني زیاتوي چې د ۱۳۹۹ کال د لومړيو درېیو میاشتو په پرتله، په روان کال کې بهر ته درې زره او ۵۲۰ ټنه صادرات زیات شوي چې د تېر کال په پرتله د ۳۵،۲ سلنې زیاتوالي ښودنه کوي. د هېواد ډېری صادراتي توکي طبي محصولات، وچې مېوې، کرنیز او حیواني توکي، طبي بوټي، لاسي او صنعتي صنایع دي چې د هېواد له ځمکنیو پولو د سیمې او نړۍ هېوادونو ته صادرېږي.

ددې ترڅنګ، د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین د هېواد په لوېدیځه حوزه کې د راکړې ورکړې د عادي کېدو خبر ورکوي او یوازې د سوداګرو د هغې پانګې د کنګل کېدو په اړه اندېښنه لري چې د طالبانو د کابینې له خوا د ارزونې په موخه اجرا کېږي. د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس محمد یونس قاضي زاده له طالبانو غواړي چې د سوداګرو مالي حسابونه آزاد کړي. هغه ټینګار کوي چې که د سوداګرو د پیسو حسابونه همداسې تړلي پاتې شي او پانګې یې کنګل وي د راکړو ورکړو بهیر به له جدي ستونزو سره مخامخ شي.

د مالوماتو پربنسټ، په اوسني وخت کې د اسلام کلا او تورغونډۍ له بندرونو د سوداګریزو توکو د وارداتو او صادراتو بهیر عادي حالت ته ستون شوی او نوموړي ولایت ته د طالبانو د مالیې وزارت د سرپرست له سفر وروسته، ګمرکي سیستمونه هم د پخوا په شان فعال شوي دي. د هېواد په لوېدیځ کې ځینې پانګه وال، په بانکونو کې د خپلو پانګو پر بندېدو اندېښنه څرګندوي او له طالبانو غواړي چې دې ستونزې ته پام وکړي. دوی ټینګار لري، ترهغه چې د دوی پانګې همداسې کنګل وي د بازار د ناسم وضعیت لپاره هېڅ ډول هڅې نه شي کولای.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین زیاتوي چې د سوداګرو د ستونزو د اواري لپاره دې د طالبانو کابینه پانګونې ته لومړیتوب ورکړي او د حسابونو له ارزونې سره په یو وخت دې د سوداګرو د پانګو د آزادولو لپاره هڅې وکړي.

ورته لیکنې

Back to top button