له ارګ څخه تېښته

راپور: انیسه شهید

ددغه مطلب مالومات چې د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه نېټه له ارګ څخه د محمد اشرف غني د تېښتې راپور دی، د پي پي اس له یوه چارواکي، د ملي امنیت له یوه مهم غړي او د پي پي اس له یوه سرتېري سره زما د مرکو پر بنسټ برابر شوی دی. مرکې مې حضوري کړې، له چا سره مې چې مرکې کړې نه یې غوښتل نومونه یې په ډاګه شي، دا لومړی ځل دی چې د اشرف غني په حکومت کې امنیتي چارواکي د هغه د تېښتې په هکله خبرې کوي.

د پي پي اس (د ولسمشر او ارګ د ساتنې ځانګړی ځواک) یو مهم غړی
د زمري په ۲۴مه نېټه د سهار په اوه نیمو بجو په خپل شخصي موټر کې د شش درک له لارې د غزني دروازې ته ولاړ. د ملي اردو یوه ډله پوځیان چې د دغې دروازې د امنیت د ساتلو لپاره تل هلته وو، موټر یې ودراوه، پوښتنه یې وکړه: «تاسو ما نه پېژنئ؟ څه خبرې دي؟ زه خو تل تګ راتګ کوم، پوهېږئ څوک زموږ ماموریت ته محدودیت نشي رامنځته کولای.»

د غزني په دروازه کې د ملي اردو قوماندان ځواب ورکړ: «نن هېچ دولتي یا شخصي موټر ته ارګ ته د ننوتلو اجازه نشته.» په حیرانتیا سره یې پوښتنه وکړه ولې؟ د اردو قوماندان وویل: «نه پوهېږو، د کوچي صاحب هدایت دی چې هېڅ دولتي یا شخصي موټر ته ارګ د ننوتلو اجازه نشته، که غواړئ په مخابره کې غږ ورته وکړم؟» په ځواب کې يې وویل: «نه چې رییس ویلي سمه ده.» جنرال کوچی د ولسمشر او ارګ د ساتنې د ځانګړو ځواکونو عمومي قوماندان و، دغو ځواکونو په پي پي اس شهرت درلود.

په موټر کې لږ لیرې ځي، د پي پي اس د استخباراتو له مدیر بریالي واحدي سره چې ملګری یې هم دی، اړیکه نیسي او پوښتنه کوي: «واحدي صیب، پوځیان ما ته له موټر سره د ننوتلو اجازه نه راکوي، لامل یې څه دی؟ څه وکړم؟» بریالی واحدي په خندا سره وايي: «ښايي ته هم غواړې چې وتښتې…» جدي کېږي او وايي: «چېرته وتښتم، د تېښتې سړی نه یم، څه معنا لري؟ ته ما نه پېژنې؟ موضوع څه ده؟ څه پېښ شوي؟» واحدي په ځواب کې وایي: «نو که نه تښتې موټر دې یو ځای ودروه او دفتر ته راشه.»

په بېړه د شهر نو په لور ځي، پارکینګونه تړلي دي، خلک وېرېدلي، ځینو خپل پلورنځي تړلي دي. د تایمني د څلور لارې په لور ځي، موټر یې دروي، په یوه ټکسي کې د زنبق څلورې ته ځي، له هغه ځایه پلی روانېږي او ارګ ته ورځي. د ارګ په انګړ کې د پي پي اس یو شمېر پوځیان وېرېدلي ولاړ دي او ورته وایي: «طالبان کابل ته داخل شوي.»

په ځواب کې یې وايي: «مهمه نه ده، موږ له پينځو تر شپږ زره تنه یوو، مهمات پرېمانه لرو، بي کنډک، لسم ریاست، د ګارنیزیون ملاتړې لوا او هغه مدیریتونه چې له موږ سره کار کوي، ټول شته او شپږ میاشتې هم چې په ارګ کې کلابند شو، د دفاع وس لرو، کافي ځواک او تجهیزات لرو، موږ له څه ووېرېږو؟ موږ هرڅه لرو، جګړه کوو.» ددغو خبرو په کولو سره خپلو همکارانو ته روحیه ورکوي.

د پي پي اس په ۱۶م مدیریت کې خپل دفتر ته ځي، دلته هم ټول وېرېدلي دي، په زینو کې ښکته کېږي د توحید ملي مرکز ته ورځي او د ولسمشر ورځنۍ مهال وېش ګوري. د تېرو ورځو خلاف ولسمشر یوازې یوه ناسته لري. له ځان سره وايي: «عجب! نن ولسمشر ولې یوه ناسته لري؟» ولسمشر له لسو تر لسو او ۴۵ دقیقو د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب، د چارو ادارې له رییس فضل محمود فضلي او د ارګ د ستراتيژیکو اړیکو له مسوول وحید عمر سره ګوري. د توحید له مرکزه بهر کېږي او په انګړ کې سګرټ څکوي.

وحید عمر د رسنیو له دفتره بهر کېږي، وحید عمر یې د پلار دوست دی او له هغه سره هم دوستانه رابطه لري. ترې پوښتي: «څه شوي عمر صیب؟ څه بې نظمي ده؟ خلک اندېښمن دی.» وحید عمر وایي: «نه نه هېڅ نشته، موږ او تاسو شته یوو ستونزه نه لرو له رییس صیب سره مې خبرې وکړې هېڅ نشته، هر څه عادي دي.» بېرته د کار دفتر ته ځي، تماسونه او ټلیفوني اړیکې زیاتېږي او د څرخي پله زندان مات شو، طالبان کمپنۍ ته رارسېدلي او په کوټه سنګي کې یې ترافیک پولیس تښتولی په شان ضد او نقیض خبرونه ورته رسېږي.

د سهار له لسو تر یوولسو پورې د پي پي اس رییس جنرال قاهر کوچی یو عرب وګړی د حرام سرای ودانۍ خوا ته بیایي. سرتېري په حیرانتیا سره یو بل ته ګوري، د مېلمنو لارښونه د ځانګړو ځواکونو د قوماندان دنده نه ده. هېڅوک ددغه مېلمه له راتلو خبر نه لري، څوک د هغه د هویت په اړه نه پوهېږي، د پي پي اس د اصولو خلاف کوچی دغه عرب وګړی چې سپينې اوږدې جامې یې اغوستې او چلتار یې تړلی په حرام سرای کې ولسمشر ته ورولي.

لږ وروسته، وحید عمر په وېرېدلې بڼه په داسې حال کې چې یو بکس ورسره دی له ګلخانې ماڼۍ بهر کېږي، څېره یې سره او ډېر وارخطا ښکاري. له عمر څخه پوښتنه کوي: «عمر صیب کومه خبره شوې؟» وحید عمر ځواب ورکوي: «فکر کوم د افغانستان مسله خلاصه ده.» بیا ترې پوښتنه کوي: «اوس چېرته ځئ؟» عمر وایي: «هرڅوک یوې خوا ته ځي، خبره خلاصه ده.»

لس پينځلس دقیقې وروسته له سوق او ادارې څخه په مخابره کې غږ راځي: «د غزني له دروازې او زنیق څلور لارې دوه موټر راځي، پيسې دي (موټر پیسې لېږدوي). هرڅومره کسان چې په موټرونو کې دي اجازه ورکړئ مخه یې مه نیسئ.» له دغه غږ وروسته، د دفتر ریاست، د چارو ادارې او رسنیو د دفتر ټول اداري کارکوونکي تېښته پيلوي، په ارګ کې بې مخینې بې نظمي او وېره پيلېږي. د ارګ ټول کارکوونکي تېښتې ته مخه کوي او هڅه لري چې له ولسمشرۍ ماڼۍ بهر شي. د پي پي اس سوق او اداره ۶۰۰ حالت یا بېړنی حالت اعلانوي او ټولو ته حکم کوي چې وضعیت کنټرول کړي، څوک له ارګ څخه څه ونه باسي، په انګړ کې باید څوک نه وي او د کارکوونکو تلاشي دې پيل شي. د پي پي اس ټول پوځيان د تیارسۍ په حال کې شول.

د قریب خوندیتوب مدیر پيغام چې د ولسمشر ځانګړې کړۍ ده ورته رسېږي: «چېرته یې؟» ځواب ورکوي: «همدلته له دفتره بهر.» مدیر بیا لیکي: «فکر کوم چې نفر تښتي.» د مدیر په ځواب کې لیکي: «فکر نه کوم چې وتښتي، تاسو چېرته یاست؟» مدیر بیا لیکي: «د پيسو دوه موټره راغلل، تر ګلخانې لاندې ولاړ دي او موږ ته یې د تیارسۍ امر وکړ، د دلکشا ماڼۍ ترڅنګ میدان ګي ته مو حرکت وکړ.» د «قریب خوندیتوب مدیر» په ځواب کې لیکي: «که کومه خبره شوه، ووایه، ښايي تښته ونه کړي.»

څو شېبې وروسته د کابو اوو تر اوتو موټرو کاروان د میدان ګي په لور حرکت کوي.

بیا ځلې د «قریب خوندیتوب مدیر» ته پیغام استوي: «ولې موټر ډېر دي، ټول موټر باید څلور وي.» مدیر ځواب ورکوي: «هه هه هه، نور له پیسو ډک دي.»

په دغه میدان ګي کې درې چورلکې ولاړې دي، پیلوټان او ملاتړي کسان یې پيسې په دوو چورلکو کې ځای پر ځای کوي، ولسمشر غني، فضل محمود فضلي، حمدالله محب، جنرال قاهر کوچی، د ولسمشر ډاکتر یادګاري، وحید عمر، محمد رفیع فاضل، سید مقیم عبدالرحیم زی او څو تنه نور د «قریب خوندیتوب مدیریت» له دوولسو غړو سره چورلکو ته پورته کېږي.

چورلکې الوتنې ته چمتو کېږي خو د ارګ د هوايي کنډک قوماندان رحمت الله اصولي، چې د ولسمشر د چورلکې پیلوټ هم و، چورلکې نیمه لګېدلې دروي او ولسمشرغني ته وايي: «د هلیکوپترونو بار زیات دی، الوتنه یې خطرناکه کړې، په دغه وزن الوتنه نه شو کولای.»

یو څوک چې په ډېر احتمال سره د پي پي اس قوماندان جنرال کوچی دی غږ کوي: «تر ډګره واټن کم دی الوتنه وکړئ.» اصولي په ټینګار سره وايي: «په دې بار سره الوتنه شونې نه ده، زه دا خطر نه شم منلی.»

دلته نو مجبورېږي چې د «قریب خوندیتوب مدیریت» له اتو سرتېرو سره یوه اندازه پيسې له چورلکو راکوزې کړي، چورلکې بېرته لګول کېږي.

فضلي ډېر اندېښمن دی او وايي: «ښايي دا الوتنه هم ونه شي او هغه هم.» بیا د هوايي کنډک قوماندان رحمت الله اصولي وايي: «باید بارونه کم شي، د چورلکو وزن نه دی کم شوی.» د «قریب خوندیتوب مدیریت» پوځیانو ته چې په دې ځای کې د موټرو ترڅنګ ولاړ دي، غږ کوي.

سرتېري له چورلکو پيسې راکوزوي، تقریباً «یو نیم لندکروزر پیسې» په موټرو کې اېښودل کېږي او چورلکې الوتنه کوي. د ولسمشر د موټرو پوځیان او چلوونکي ناهیلي، اندېښمن او غوسه په میدان ګي کې پاتې کېږي، تصمیم نیسي چې پيسې په خپلو منځونو کې ووېشي. له دې ځایه د ولسمشر د موټرو تمځای ته ستنېږي، د دغه تمځای دروازې له دننه څخه بندوي او د پیسو وېشل پیلوي. یو یې په موټر کې یو په بکس، یو په جامو، یو یې په کڅوړه کې خپله برخه ځای پرځای کوي او وروسته د تمځای دروازې پرانیزي. د ولسمشر ځانګړي لندکروزر په چټکه په زنبق څلور لاره کې د ارګ دروازې او غزني د دروازې په لور حرکت کوي. د غزني او زنبق څلور لارې په دروازو کې نور موټر ولاړ دي، دوی د ولسمشر له ځانګړو موټرو راښکته کېږي او په دغو موټرو کې سپرېږي او له سیمې تېښته کوي. سوق او اداره متوجه کېږي چې چا له ارګه کوم څه وایستل؛ خو نور نو ناوخته شوې ده.

پخواني ولسمشر، حامد کرزي ته له ارګه څوک خبر ورکوي چې محمد اشرف غني او جنرال قاهر کوچۍ وتښتېدل او د افغانستان دولت بې سرپرسته پاتې دی. حامد کرزي د پي پي اس له اوپراتیفي مرستیال، عبدالاحمد محمدي سره اړیکه نیسي او هغه ته وایي چې د وضعیت تر روښانه کېدو پورې دې پي پي اس مشري پر غاړه واخلي. محمدي سرتېرو ته وایي: «ولسمشر، محب، فضلي او کوچی ولاړل، زه مشر یم اوس، موږ او تاسو خپل کار په عادي توګه ترسره کوو او په تمه کېږو چې وروسته څه هدایت راکوي.»

په دې وضعیت کې، د ارګ کنټرول ناشوني و. څوک چې په ارګ کې پاتې وو، د ولسمشرۍ په بېلابېلو ادارو کې یې د پاتې پیسو په چور پيل وکړ.

دوه تر دوه نیم لکه ډالر د پي پي اس ریاست اوپراتیفي پیسې د قاهر کوچي سلاکارانو د هغه په موټر کې تر دروازې پورې یوړې. ۵۰۰ زره ډالر د حمد الله محب په دفتر کې وې چې یوړل شوې. د څو بانکونو اې تي ام ماشینونه مات او پیسې یې راوایستل شوې. څو تنو سرتېرو هڅه وکړه چې، پیسې بېرته ټولې کړي؛ وتوانېدل چې نږدې ۱۰۰ زره ډالر بېرته راټول کړې، ټولې یې په یوه هاموې موټر کې ځای پر ځای کړې، دا موټر ارګ ته د طالبانو تر دننه کېدو پورې همالته و او د هغوی لاس ته ورغی.

د ماسپښين له څلورو بجو وروسته، یو شمېر وسله وال کسان د غزني دروازې ته راغلل او سرتېرو ته یې وویل چې تسلیم شي او خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي. سرتېرو په مخابرو کې له سوق او ادارې هدایت وغوښت، څوک نه و چې سرتېرو ته هدایت ورکړي. د محمدي مخابره بنده وه، د پي پي اس یو افسر، جنرال اشرف نبي زاده، په مخابره کې غږ وکړ: «څوک د ننه مه پرېږدئ، فکر کوم چې محمدي هم تللی.»

څو شېبې وروسته، سرتېرو بیا غږ وکړ: «وسله وال کسان پر موږ ډزې کوي، څه وکړو؟» هېڅوک نه و چې سرتېرو ته هدایت ورکړي. سرتېرو وویل: «موږ وسلې ږدو او ځو؛ ځکه څوک نشته چې مسوولیت واخلي.»

د ماښام ۷ او ۴۰ دقیقې وې چې سرپرست وویل: «شپږ تنه دې په ارګ کې نوکریوال وي، نور دې ملکي جامې واغوندي، وسلې دې پرېږدي او ولاړ دې شي.»

په ډېر غم او غوسې، پرته له دې چې پوځي جامې بدلې کړي او وسله پرېږدي، د زنبق څلورلارې ته روانېږي، په څلورلاره کې څو وسله وال طالبان ولاړ دي، په تمه دي چې په تاوتریخوالي سره چلند وکړي، ډزې پرې وکړي؛ خو وایي چې ولاړ شه. هغه کور ته ورانېږي.

د ملي امنیت مهم چارواکی
د غني تېښته مخکې پلان شوې وه. حمد الله محب او فضل محمود فضلي د تېښتې پروګرام برابر کړی و. خو د تېښتې ورځ او ساعت روښانه نه و.

ملي امنیت داسې اطلاعات ترلاسه کړي وو چې یوه الوتکه د نظام تر پاشل کېدو څو شېبې مخکې، د کابل په هوایي ډګر کې ولاړه ده او امنیت یې د ولسمشر د ځانګړو ځواکونو له خوا نیول کېږي. هېچا هغې ته د نږدې کېدو اجازه نه لرله. د تېښتې په ورځ پروګرام داسې و چې لومړی په چورلکو کې تر هوایي ډګره ولاړ شي او وروسته له هغې په چمتو شوې الوتکه کې، له افغانستانه ووځي؛ خو په هوایي ډګر کې بې نظمي ددې لامل شوه چې ونه شي کولای په هغه الوتکه کې له افغانستانه بهر شي.

ولسمشر د ۱۴:۴۵ بجو شاوخوا د ملي امنیت له رییس او د کورنیو چارو له وزیر سره په ټلیفوني اړیکه کې، هغوی ته هدایت ورکړ چې په ښار کې د ګډوډۍ، غلاوو او فرصت غوښتونکو مخنیوی وکړي. هغه ډاد ورکړ چې له طالبانو سره اړیکه نیول شوې او طالبانو تر دوو اونیو پورې کابل ته نه دننه کیږي. خو په کابل کې ګډوډي ډېره شوه او له بلې خوا ټول ځواکونه و پاشل شول، آن د یوې کوچنۍ ګډوډۍ د مخنیوي لپاره پوره ځواکونو نه وو. د اشرف غني له ټلیفوني اړیکې یو ساعت وروسته، خبر راورسېد چې ولسمشر له هېواده ولاړ او په کابل کې د مقاومت هېڅ لاره نشته. اشرف غني د خپل حکومت په وروستیو میاشتو کې له ملي امنیت سره هېڅ موضوع نه شریکوله. لکه د غویي د ۱۴مې د کتنو جزیات او د بریتانیا او پاکستان د پوځ له مشرانو سره د لیدنې په اړه مالومات هم له ملي امینت سره نه وو شریک شوي او د هغه وخت د ملي امنیت رییس نه په هغو لیدنه کې و او نه یې هم په اړه کوم رپوټ ورکړل شوی و. د مخکیني ملي امنیت مسوول په دې اند دی چې په هماغه لیدنه کې، د افغانستان دوسیه وتړل شوه او د اشرف غني تېښته هم له هغې کتنې سره بې ربطه نه وه.

د پي پي اس سرتېری
ولسمشر ته د نږدي سرتېرو یوه غړي ته چې په رخصتۍ تللی و، زنګ وهل شوی او ورته ویلي یې دي: «ولسمشر، د دفاع وزارت ته ځي زر دفتر ته راشه.» په داسې حال کې چې په دوامداره توګه کابل ته د طالبانو له را د ننه کېدو پیغامونه راتلل او په ښار کې ګډوډي وه، له باغ بالا پلی ځان ارګ ته رسوي. هدایت ورته کېږي چې د میدان خوا ته ولاړ شي، ولسمشر، د ولسمشر مېرمن، په چورلکه کې سپاره شول.

د چورلکو په پرواز سره، سرتېري پوه شول چې چورلکې د دفاع وزارت خوا ته نه ځي، بلکې ولسمشر تښتوي. د پي پي اس یو شمېر سرتېري هم په چورلکو کې سپاره شول؛ خو هغوی ته وویل شول چې د چورلکو وزن دروند شوی او باید ښکته شي. هغوی هم راښکته کېږي. د چورلکو له الوتنې وروسته، د پي پي اس یو شمېر سرتېري چې په میدان کې وو، د ارګ د دروازو ته ولاړل تر څو له ارګه بهر شي. د دروازو ساتونکو غوښتل چې په ډزو د هغوی د وتلو مخه ونیسي، خو ونه توانېدل.

دغو سرتېرو ساتونکو ته وویل چې ددوی دنده د ولسمشر ساتل دي او اوس چې هغه نشته، د دوی دنده هم پای ته رسېدلې او باید خپلو کورونو ته ولاړ شي. ددغو سرتېرو یو شمېر د امریکا سفارت خوا ته ولاړل؛ خو هلته هم څوک نه و چې له دوی سره وغږیږي. دغه سرتېري اړ شول چې ښار ته ولاړ شي او خپلو کورونو ته روان شي.

یو شمېر نور پي پي اس سرتېري، له ارګه ونه وتل، بلکې میدان ګي څخه مستقیم د اشرف غني یاورانو، خیبر او منګل ته چې تراوسه په ارګ کې وو ورغلل. یوه سرتېري د اشرف غني یاورانو ته وویل: «ټول ولاړل، موږ څنګه وکړو؟» یوه یاور په ځواب کې ورته وویل: «په تمه شئ چې رییس صاحب کرزي له کوره زنګ راځي.» د طالبانو قوماندان، عبدالقیوم ذاکر، د حامد کرزي له دفتره اړیکه ونیوه او وې ویل: «موږ له تاسو سره کار نه لرو، مخکې له دې چې جګړه وشي او وینې تویې شي او یا هم چور وشي، تاسو خپلې وسلې کېږدئ، ارګ موږ ته تسلیم کړئ. له تاسو سره ژمنه کوو چې په راتلونکي کې به څوک تاسو نه ځوروي.»

د پي پي اس سرتېرو له ډېرې اندېښنې او اوښکو ډکو سترګو سره، یوه یوه خپلې وسلې په خپلو کوټو کې کېښودې او له ارګ څخکه چې کلونه یې د سترګو د تور په شان ترې ساتنه کړې وه، ووتل. طالبانو د شپې په اتو بجو د ارګ کنټرول په لاس کې واخیست.

یادوونه: محمد اشرف له افغانستانه د پیسو لېږدول رد کړل. د ملي امنیت چارواکو او همدارنګه د پي پي اس سرتېرو د اشرف غني له خوا د پیسو د لېږدولو په اړه له لیکونکې سره په مرکه کې څه ونه ویل. اشرف غني له نړیوالو سازمانونو، له دې جملې د ملګروملتونو له سازمانه، غوښتي چې پر هغه د پیسو د لېږد د لګېدولو تورونو په اړه څېړنې وکړي. له افغانستان سره د امریکا د مالي مرستو د څارونکي بنسټ سیګار، ویلي چې د اشرف غني له خوا د پیسو د لېږد په هکله څېړنې کوي. د سیګار څېړنې تراوسه نه دي بشپړې شوې.

ورته لیکنې

Back to top button