د فاریاب د اعتراضونو پای او د طالبانو سپارښتنه؛ خلک د لاریون اجازه نه لري!

راپور: غفوري

څلور ورځې مخکې د فاریاب ولایت سلګونه اوسېدونکو او ازبک طالبانو د طالبانو د یوه لوړپوړي ازبک قوماندان مخدوم محمد عالم رباني د نیولو په اعتراض کې، لاریونونه پيل کړل. مخدوم عالم رباني د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی او سلګونه وګړو په میمنې ښار کې په اعتراضي غونډه کې د هغه د خوشي کولو غوښتنه وکړه.

دغه اعتراضونه له دریېو ورځو وروسته د ۲۰۹ الفتح قول اردو د قوماندان، د جوزجان د والي، د کرنې د وزیر او د طالبانو د چارسمبالي حکومت د یو شمېر نورو چارواکو او د فاریاب د علماوو شورا په منځګړیتوب پای ته ورسېدل.

د طالبانو د سرپرست حکومت د کرنې وزیر عبدالرحمن راشد، د شنبې په ورځ د مرغومي په ۲۵مه نېټه په دغه ولایت کې د اعتراضونو د پای ته رسولو په موخه ولسي غونډه کې وویل: «په طالبانو کې د ځینو کسانو تفرقه اچوونه چې په تېرو وختونو کې هم د افغانانو د وژنې او د افغانستان د ناامنۍ لامل شوې له هېواده بهر پلانېږي.» راشد زیاته کړې چې د ازبک، پښتنو او تاجک طالبانو ترمنځ هېڅ ډول اختلاف نشته او په دغه ولایت کې وضعیت عادي حالت ته ستون شوی دی.

له بلې خوا، د هېواد په شمال کې د طالبانو د ۲۰۹ الفتح قول اردو قوماندان عطاالله وویل: «په هېواد کې د طالبانو په واکمنۍ سره امنیت ټینګ شوی او په ټولو برخو کې لاس ته راوړنې شته؛ خو په میمنې ښار کې ناڅاپه وضعیت بدل شو.» هغه زیاته کړه، په فاریاب کې اعتراضونه له بهره هڅول شوي وو؛ ځکه د هغه په وینا، د طالبانو ترمنځ د نظر هېڅ ډول اختلاف نشته. نوموړي همداراز وویل: «په راتلونکي کې فرصت غوښتونکو ته اجازه نه ورکول کېږي چې د ازبک، پښتنو، تاجکو، ترکمنو او نورو قومونو ترمنځ اختلاف رامنځته کړي.»

د فاریاب د علماوو شورا مرستیال غلام نبي غفوري په دغه غونډه کې وویل چې خلک حق نه لري د اسلامي نظام په وړاندې اعتراض وکړي.

هغه زیاته کړه چې «دولت» صلاحیت او مسوولیت لري چې خپل مامور د اصلاح لپاره ونیسي، بندي او یا یې په کور کېنوي. د هغه په وینا، کله چې خلک دا مسله د قومي او توکمیزو تعصبونو په لور بیایي، «جهالت او حماقت» دی. د فاریاب د علماوو شورا مرستیال وویل: «خلک حق لري په ادب او درناوي سره د مخدوم عالم نیول کېدو د لامل په هکله پلټنه وکړي، خو د نظام پرخلاف د لاریون اجازه نه لري.»

په میمنې ښار کې د اعتراضونو په دوهمه ورځ، دوه ملکي وګړي او درې تنه طالبان ووژل شول. مخدوم عالم د مخکیني نظام له سقوط مخکې، د فاریاب ولایت لپاره د طالبانو پوځي مسوول و. د طالبانو دغه پیاوړی سیمه ییز قوماندان په داسې حال کې نیول کېږي چې د مخکیني حکومت یو شمېر پوځیان او چارواکي، د طالبانو چارسمبالی حکومت له پښتنو پرته طالبانو پر ځپلو او نیولو تورنوي.

د فاریاب مخکیني والي نقیب الله فایق د خپل فېسبوک پرپاڼه لیکلي، ددې وخت رارسېدلی چې ترک توکمه وګړي له تېرو وختونو درس واخلي او د هېڅ معتصب او وطن پلوروونکي تر فرمان لاندې ونه جنګېږي. فایق له ازبک طالبانو غوښتي چې له پښتنو طالبانو خپلې لیکې بېلې کړي؛ پرته له دې د طالبانو مشرتابه حکم کړی چې د طالبانو لیکې له ازبک او ترکمن وګړو پاکې شي. د هغه په وینا، مخدوم عالم د طالبانو د دفاع وزارت د مرستیال ملافاضل آخوند په حکم نیول شوی دی.

له بلې خوا، د فاریاب د علماوو شورا مرستیال د طالبانو پر لیکو په نیوکې سره وویل: «په سلګونه سیمه ییز پولیس چې پر وسلو یې د مجاهدینو وینې موجودې دي، اوس یې ږیرې پرې اېښې او د مجاهدینو له لیکو سره یو ځای شوي دي.» دغه دیني عالم یادونه وکړه، سلګونه اربکیان (سیمه ییز پولیس) چې د طالبانو په لیکو کې شامل دي، د میمنې د اعتراضونو د لمنې په پراختیا کې یې لاس درلود.

اخوا، د فاریاب لپاره د طالبانو والي حفیظ الله پهلوان وویل چې په تېرو درېیو ورځو کې په میمنه کې بیړنۍ وضعیت واکمن و. د هغه په وینا، اوس وضعیت عادي شوی او دولتي ادارې بېرته فعالېږي.

ورته لیکنې

Back to top button