پر بې معاشه کار ټینګار؛ د کندز یو شمېر ترافیک پولیسو اعتراض وکړ

په کندز ولایت کې یو شمېر ترافیک پولیس د دوی د معاشونو پر نه ورکړې اعتراض وکړ. دغه اعتراض کوونکي د دوشنبې په ورځ د مرغومي په ۲۷مه نېټه د کندز ولایت د مقام په مخکې راټول شول او وې ویل چې په ښاري نظم کې فعالیت لري، خو د معاشونو نه ورکړې یې ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی.

یوه معترض ترافیک پولیس محمد قاسم له ۸صبح سره په خبرو کې وویل چې نوموړي او همکارانو یې کابو اووه میاشتې معاشونه نه دي اخیستي. محمد قاسم زیاته کړه: «د ترافیکو مدیر وايي چې ولاړ شئ د ښار په څلور لارو کې خپلو دندو ته دوام ورکړئ. په هغه څلور لاره کې چې درېږو، هټۍ وال راځي چې دا میاشت هم پوره شوه، قاسم خانه د پور پیسې دې رانه وړې.»

دغه معترض ترافیک پولیس له هټۍ وال پرته له څو نورو کسانو هم پوروړی دی. یو تن چې محمد قاسم ته یې پیسې پور ورکړې، د خپلو پیسو د اخیستو لپاره څو ځله پر هغه د طالبانو له امنیتي حوزې «جلب» راړوی دی. محمد قاسم وویل چې د معاش په تمه دی ترڅو یې پور ورکړي.

د ناصر ابراهیمي په نوم یوه بل عتراض کوونکی ترافیک پولیس وویل چې دوې ورځې کېږي چې مخ یې په دستمال پټ کړی او د کاریګرۍ لپاره د ښار څلور لارې ته ورځي. ابراهیمي زیاته کړه: «یو کلن ماشوم لرم چې وچې شيدې خوري. هټۍ وال چې په تېرو میاشتو کې یې په پور شیدې راکولې نور پور نه راسره کوي.»

ناصر ابراهیمي اوس له ډېری خواشینۍ او اندېښنې سره په دې فکر کې دی چې څرنګه د خپل ماشوم لپاره وچې شیدې برابرې کړي.

دغو ترافیک پولیسو په ځلونو خپلې اقتصادي ستونزې د کندز د ترافیک له مدیر سره شریکې کړې، خو کومه پایله یې نه ده لرلې. د یو بل اعتراض کوونکی فرید انوري وايي: «د هرې میاشتې په پای کې له خپلو څو نورو همکارانو سره د ترافیکو مدیر ته ورځو او د خپل ژوندانه د ستونزو خبره ورسره کوو ترڅو زموږ د معاشونو د راکولو په اړه یو کار وکړي، خو د ترافیکو مدیر او د طالبانو سیمه ییز مسوولین موږ ته هېڅ پاملرنه نه کوي.»

د کندز ترافیک پولیس د طالبانو له چارسمبالي حکومته وغوښتل چې د دوی د معاشونو ورکولو ته جدي پام وکړي. دوی خبرداری ورکړ که طالبان د هغوی د اوو میاشتو معاشونه ورنه کړي، خپلې دندې به لاسه ورکړي او په ښار کې به د توکو پلورلو ته اړ شي.

د کندز ولایت یو شمېر اوسېدونکو هم د طالبانو له چارسمبالي حکومت وغوښتل چې د ترافیک پولیسو د معاشونو د ورکړې په برخه کې جدي هڅې وکړي. دوی وايي چې ترافیک پولیس په ګرمۍ او سړه هوا کې د ښاري نظم په برابرولو کې خدمت کوي او باید ورته بې پامي ونه شي.

د کندز ولایت یو اوسېدونکی احمد مقیم وویل چې یو شمېر ترافیک پولیس په ناوړه اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي او د طالبانو چارسمبالی حکومت باید دوی ته پام وکړي. د هغه په وینا، دا وګړي اوسمهال آن د ژوندانه د لومړنیو توکو د برابرولو وس نه لري.

له بلې خوا، د کندز ولایت لپاره د طالبانو والي نثار احمد نصرت، د ترافیک پولیسو اعتراض پر ځای بولي او وایي چې د ترافیک پولیسو د معاشونو د ورکړې په هکله یې د مرکزي حکومت له مسوولینو سره خبرې کړې دي. نوموړی زیاتوي چې د دغو کارکوونکو معاشونه به ډېر زر ورکړل شي.

ورته لیکنې

Back to top button