کندوز کې د بوډاګانو د پالنې مرکز پرانیستل شو

۸صبح، کندوز: په کندوز کې ځینو ځوانانو او ډاکټرانو د «حوا امن خونه» په نامه د بې سرپناه سپين ږیرو د پالنې یو مرکز جوړ کړی دی.

د «حوا امن خونې» د ملاتړ برخې مسوول حسن آرمان نن شنبه د مرغومي پر ۲۴، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې د فقر او ټولنیزو ستونزو له کبله هغه بوډاګان چې سرپرست نه لري، له جدي ننګونو سره مخ دي. هغه ټینګار وکړ، چې دغه بنسټ د بوډاګانو د خوندیتابه او حرمت ساتنې په پار جوړ شوی دی.

آرمان ویلي، چې په لومړي ګام کې هغوی له ۲۰۰ بوډاګانو سره مرسته کړې، چې په وړیا توګه د دغه ولایت په روغتیايي مرکزونو کې يې درملنه وشي. هغه زیاته کړه، چې «د دغه برنامې اصلي موخه له سپین ږیرو اړمنو سره روغتیايي مرسته او دوی ته د امن ځای جوړېدل دي.»

په ورته وخت کې ځينې سپين ږیرو د کندوز د ځوانانو او ډاکټرانو دا ګام ستایلی او د نورو مرستندویه بنسټونو جدي پاملرنه يې غوښتې.

د یادونې وړ ده، چې په کندوز کې د بېوزله سپين ږیرو د ملاتړ دا لومړی پروګرام دی، چې د معالج او متخصصو ډاکټرانو، د ښار د درملو پلورنې اتحاديې، شخصي کلینکونو او خیریه بنسټونو له خوا تمویل کېږي.

ورته لیکنې

Back to top button