د کابل په لوېدېځ کې اتو ماشومانو د لوږې له امله ژوند له لاسه ورکړ

راپور: عبدالاحمد حسیني

تازه د کابل په لوېدیځ کې د لوږې له امله اته ماشومان مړه شوي دي. دغه اته ماشومان چې سرپرست او د اړتیاوو برابرونکي یې نه لرل، د کابل ښار د دیارلسمې ناحیې اړوند اتفاق ښارګوټي یې کې ژوند کاوه.

دیني عالم او د کابل د لوېدیځ د یوه جومات امام محمد علي بامیاني خاورو ته ددغو ماشومانو د سپارلو په مراسمو کې وایي چې له دې مخکې د نوموړو ماشومانو ته ګاونډیو خواړه ورکول. د بامیاني په باور دغو ماشومانو د لوږې له امله ساه ورکړې ده. دا ماشومان چې څلور نجونې او څلور هلکان وو، د قروغ د غره په لمن کې د سیمې د اوسېدونکو له خوا خاور ته سپارل شوي دي.

د محمد علي بامیاني په وینا، دغو ماشومانو په دې وروستیو کې خپل پلار او مور له لاسه ورکړي وو. هغه زیاتوي، ددغو ماشومانو پلار فلج و او په سر کې یې دانه وه. د دغو ماشومانو پلار د بې وزلۍ له امله خپله درملنه نه شوای کولای او څو میاشتې مخکې مړ شو. بامیاني جوته کړه چې ددغو ماشومانو مور هم د خپل خاوند له مړینې وروسته د اندېښنو له امله د زړه په ناروغۍ اخته شوه او په ابن سینا روغتون کې یې ساه ورکړه. له دې پېښې وروسته دا ماشومان بې سرپرسته شول او د خلکو په مرسته یې ژوند پرمخ بیوه. محمد علي بامیاني څرګنده کړې چې دا کم عمره ماشومان وو او خپلې اړتیاوې یې نه شوای برابرولی ترڅو له لوږې وژغورل شي. د هغه په وینا، په دوی کې تر ټولو لوی ماشوم یې اته کلن و او کوچني یې کابو یو کال عمر درلود او د ژوندي پاتې کېدو لپاره یې هېڅ نشو کولای.

د محمد علي بامیاني په باور، دا ماشومان د لوږې له امله مړه شوي دي. هغه د کور د خاوند له قوله وایي، کله چې د کور خاوند غوښتل دا ماشومان د سبناري لپاره وروغواړي ګوري چې ټول مړه شوي دي. هغه زیاته کړې چې دغو ماشومانو نږدې خپلوان نه لرل او د سیمې خلکو یې د جنازې مراسم ترسره کړل. د هغه په خبره دا پېښه کابو درې اوونۍ مخکې د کابل په اتفاق ښارګوټي کې شوې ده.

له بلې خوا، بامیاني د خلکو د لوږې او بې وزلۍ په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي چې د سیمې خلکو دغو ماشومانو ته خواړه او اوبه ورکولې. هغه وايي، له دې امله چې ددوی خواړه نامنظمه او په خپل وخت نه ورته رسېدل، دوی ژوند له لاسه ورکړی دی. نوموړی وایي، که له وړاندې پرې خبر شوی وای مرستې به یې ورته برابرې کړې وای او ښايي چې ژغورل شوي وای.

د لوږې له امله د دغو اتو ماشومانو مړینه د هېوادوالو او سیاستوالو له غبرګونونو سره مخامخ شوې ده. د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق ددې پېښې په غبرګون کې ویلي چې د کابل په لوېدیځ کې د لوږې له امله د اتو ماشومانو مړینه، هغه هم د داسې کسانو تر واکمنۍ لاندې چې خپله واکمني اسلامي بولي، د شرم وړ ده.

هغه جوته کړې چې دې پېښې باید نړۍ لړزولې وای، خو له دې امله چې د هزاره او شیعه وګړو مړینې نه یوازې نړۍ ونه لړزوله، بلکې د کابل اوسنيو واکمنو چې د خلکو د امنیت او اړتیاوو د برابرولو مسوولیت لري هم غبرګون ونه ښوده.

محقق ددغې پېښې له امله د خواشينۍ په څرګندولو سره نړیوالې ټولنې، د اسلامي نړۍ هېوادونو او مرستندویه موسسو ته ویلي چې د نویو واکمنو د نه تدبیر له امله، نوي سلنه خلک د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي. د هغه په وینا، په اوسني وخت کې نه کار شته او نه امنیت او خلک له سختو ستونزو سره مخ شوي دي. محقق له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په مستقیم ډول له خلکو سره مرسته وکړي او پرې نه ږدي چې د لوږې، قحطۍ او بې وزلۍ له امله انساني ناورین رامنځته شي. هغه پر طالبانو هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د خلکو امنیت ته پام نه کوي او خلکو ته کاري زمینې نه برابروي. محقق وویل: «د طالبانو واکمن نه یوازې د خلکو لپاره د کار او امنیت په فکر کې نه دي، بلکې په خپله یې له خلکو کار او امنیت اخیستی او کارکوونکي یې خواړه له بې وزلو خلکو غواړي.»

دا ماشومان په داسې حال کې د سختې لوږې له امله مړه شوي چې نړیوالو بنسټونو په هېواد کې د بې وزلۍ او خوارځواکۍ د زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړی دی. له دې مخکې نړیوالو بنسټونو خبرداری ورکړی و چې افغانستان د پراخې بې وزلۍ، بې کورۍ او اقتصادي ناخوالو په ګډون له ناورین سره مخامخ دی او باید چټکې مرستې ورته برابرې شي. دا په داسې حال کې دي چې هېوادوال د مخکیني حکومت په سقوط سره له بې وزلۍ او وزګارۍ سره مخامخ شوي دي. په اوسني وخت کې د لومړنیو توکو بیې هم لوړې شوې او طالبانو تراوسه ددغه ناورین د مخنیوي لپاره خپل پروګرام نه دی بیان کړی. د بې وزلۍ او وزګارۍ زیاتوالی ددې لامل شوی چې خلک کډوالۍ ته مخه کړي.

موږ غوښتل په دې اړه د طالبانو د چارواکو نظر هم ترلاسه کړو، خو له هڅو سره سره بریالي نه شوو.

ورته لیکنې

Back to top button