پر اندراب د بې پيلوټه الوتکو ګزمه

۸صبح، کابل: د بغلان په اندرابونو کې سرچینې وایي، چې ناپېژانده بې پيلوټه الوتکې د اندراب په هوا کې ګزمه کوي.

یوه سرچینه وایي، چې نن سه شنبه د زمري پر ۱۸ له سهار راهیسې د اندراب پر فضا بې پیلوټه الوتکې د ګزمې په حال کې لیدل شوې دي.

سرچینه جوتوي، چې د دغو الوتکو ارتفاع زیاته ده او هغوی نه شي کولای انځور یې واخلي.

په همدې حال کې د مقاومت جبهې یو غړی وایي: «د طالبانو له منځه زموږ سرچینې خبر ورکوي، چې دغو ګزمو طالبان وارخطا کړي دي.»

د ویلو ده، چې کابل کې د القاعدې شبکې د مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته افغانستان کې د بې پيلوټه امریکایي الوتکو ګزمې زیاتې شوې دي.

تر دې مخکې د امریکا بې پيلوټه الوتکې د غزني او پکتیکا په فضا کې هم لیدل شوې دي.

ورته لیکنې

Back to top button