د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې برید؛ طالبانو رد کړ

۸صبح، غزني: د غزني په اندړو ولسوالۍ کې ځایي سرچینې په دې ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکو د برید خبر ورکوي.

ځایي سرچینو نن یکشنبه د زمري پر ۱۶ تایید کړې، چې تېره ورځ مازدیګر مهال، د دې ولسوالۍ په چهاردېوال سیمه کې د بې پيلوټه الوتکو برید شوی دی.

تر اوسه د دې برید او له امله یې د تلفاتو په هکله جزیات نه دي ورکړل شوي.

په غزني کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولانو د دغه برید ترسره کېدل رد کړي او ویلي یې دي، چې د ماین پاکۍ یوې ډلې په دې سیمه کې ناچاودي توکي چاودولي دي.

له بلې خوا، دوې ورځې مخکې د پکتیکا د مرکز او د دغه ولایت د ځینو ولسوالیو اوسېدونکو په دغو سیمو کې د بې پيلوټه الوتکو د ګزمې خبر ورکړی و.

د اندړو ولسوالۍ په چهاردېوال سیمه کې چې د سرچینو په وینا، د بې پيلوته الوتکو له برید سره مخ شوی، د بهرنیو ځواکونو یو مرکز او وروسته د تېر حکومت د پوځ یوه قرارګاه وه. طالبانو اوسهمال له دغه مرکز څخه د اندړو ولسوالۍ د اداري ودانۍ په توګه کار اخلي.

ورته لیکنې

Back to top button