جوزجان کې د هوا د ګرمۍ له امله لسګونه کورونو اور اخیستی

۸صبح، جوزجان: د هېواد په شمال جوزجان کې سیمه ییزې سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې لسګونه کورونه سوځېدلي دي.

جوزجان کې ځایي سرچینې چهارشنبه د زمري پر نولسمه ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې تر اوسه د فیض اباد ولسوالۍ بالامردیان کلي کې ۵۰ استوګنیز کورونه سوځېدلي دي.

ځایي سرچینې د اورلګېدنې لامل د هوا سخته ګرمي بولي او وایي، چې د دې اورلګېدنې په پایله کې خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

جوزجان کې د طالبانو ځایي مسوولانو تر اوسه د دې اورلګېدنې په اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

Back to top button