د هرات د والي مرستیال: اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره د ایران پرخلاف وکارول شي

۸صبح هرات: د هرات لپاره د طالبانو د والي مرستیال مولوي شیراحمد عمار مهاجر، د ایران د خراسان رضوي ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره په کتنه کې، ډاډ ورکړی، افغان حکومت اجازه نه ورکوي چې داعش د افغانستان خاوره د ایران پرخلاف وکاروي.
د هرات مرستیال والي د دوشنبې په ورځ، په اسلام کلا بندر کې د ایران د خراسان رضوي ولایت له یو شمېر سیمه ییزو چارواکو او د ایران د تایباد سرحدي ښار د پولیسو له مشر سره وکتل.
د هرات د والي د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې د هرات د والي مرستیال د ایران د بشردوستانه مرستو د څلورمې جوپې د ترلاسه کولو لپاره له ایرانیو چارواکو سره کتلي دي.
په دغه خبرپانه کې د هرات د مرستیال والي له قوله راغلي: «اسلامي امارت ټولو نړیوالو او د ښه ګاونډیتوب قوانینو ته ژمن دی او هېڅکله اجازه نه ورکوي چې کسان او یا بهرنۍ ډلې لکه داعش د افغانستان له خاورې د ایران د اسلامي جمهوریت پرخلاف استفاده وکړي.»
دا په داسې حال کې دي چې په وروستیو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو لکه ننګرهار او کابل کې د داعش ډلې بریدونو یو لړ اندېښنې راپارولې دي.

ورته لیکنې

Back to top button