د افغانستان بانک د بهرنیو پيسو انلاین سوداګري منع اعلان کړه

۸صبح، کابل: بلومبرګ رسنۍ د افغانستان بانک د چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د بهرنیو پیسو انلاین سوداګري د اسلام خلاف او منع ده.

بلومبرګ سه شنبه د چنګاښ پر ۷، د افغانستان بانک د ویاند صابر مهمند له قوله لیکلي، هر څوک چې د بهرنیو پیسو په انلاین سوداګرۍ کې ګډون وکړي، چلن به ورسره وشي.

د دغه بانک ویاند ویلي: «د افغانستان بانک د بهرنیو پیسو انلاین سوداګري منع کړې، ځکه په اسلام کې غیرقانوني ده.»

مهمند زیاته کړې، چې د افغانستان بانک د فارکس انلاین سوداګري غیرقانوني ګڼي او په اسلامي قوانینو کې یې د تایید لپاره هېڅ ډول تګلاره نشته او په پایله کې منع اعلان شوې ده.

دغه بانک همداراز په هغو تبلیغاتو کې چې تازه یې خپاره کړي، د دغه ډول سوداګرۍ د غیرقانوني او غیرشرعي والي په اړه تذکر ورکړی.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د بهرنیو پیسو بازار د اقتصاد په نړۍ کې له دې جملې په افغانستان کې ډېر مینه وال پیدا کړي دي.

ویل کېږي چې هره ورځ د کابل په شهزاده سرای کې د دیجیټلو پيسو معامله کوونکو له خوا میلیونونه ډالر معامله کېږي.

ورته لیکنې

Back to top button