کورونا ویروس؛ په نړۍ کې څه باندې درې میلیارده وګړي واکسین ته په تمه دي

په چین کې د کورونا ویروس د لومړنۍ څپې له خپرېدو او په نړۍ کې د ډول ډول واکسینونو له رامنځته کېدو وروسته، اوس ملګرو ملتونو سازمان ویلي، چې په ټوله نړۍ کې څه د پاسه درې میلیارده وګړي د کورونا واکسین د لومړي دوز په تمه دي.

د ملګرو ملتونو سازمان پراختیايي پروګرام یکشنبه د مارچ پر ۶ راپور ورکړی، چې د روان میلادي کال د جنورۍ تر پایه، په ټوله نړۍ کې څه د پاسه درې میلیارده وګړي د کورونا د لومړي دوز واکسینو په تمه وو.

دا په داسې حال کې ده، چې ډېری بډایه هېوادونو له وړاندې خپلو اویا سلنه وګړو ته واکسین لګولی دي.

د دغه سازمان په وینا، هغه کسان چې په وروسته پاتې او متوسطو هېوادونو کې ژوند کوي، تر اوسه د کورونا واکسین په ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو سازمان ټینګار کړی، چې د واکسینونو عادلانه او چټک تولید او رسول د کورونا ویروس د لا پراختیا د مخنیوي یوازینۍ لار ده.

د دغه سازمان په باور، په نړۍ کې د کورونا واکسین د تطبیق چټکتیا لامل کېږي، چې قرنطین او نور محدودیتونه لرې شي، تر څو د هېوادونو اقتصاد وده وکړي.

تر اوسه لږ تر لږه ۳۲ هېوادونه د کورونا واکسین د تطبیق ان څلوېښت سلنې هدف ته نه دي رسېدلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د خپرو شویو شمېرو له مخې، د افغانستان یوازې څلور سلنه وګړو په بشپړ دول د کورونا واکسین ترلاسه کړي دي.

ورته لیکنې

Back to top button