د اعتراض کوونکو د ځپلو دوام؛ د ښځو خودجوشه غورځنګ: «زموږ چوپتیا جبر دی، نه رضایت»

۸صبح، کابل: د ښځو د خودجوشه غورځنګ غړو یو ځل بیا په یوه سرپټي ځای کې اعتراض وکړ.

د افغانستان د مبارزو مېرمنو غورځنګ یو شمېر غړو نن جمعه د زمري پر ۲۱ د کابل په یوه سرپټي ځای کې اعتراض وکړ او د ځپلو سیاست د دوام پر وړاندې یې اعتراض او غبرګون ښودلی دی.

دوی د دې شعار په ورکولو سره چې «زموږ چوپتیا جبر دی، نه رضایت» د طالبانو له خوا اعتراض کوونکو د ځپلو او امنیتي ګواښونو په هکله خپله اندېښنه څرګنده کړه.

د دوی په وینا، که افغان مېرمنې نه شي کولای د عدالت غوښتنې غږ پورته کړي، په دې مانا نه ده، چې د طالبانو حکومت یې منلی دی‌.

دوی جوته کړې، چې د دې ډلې زور ویلو او خپلو هېوادوال په تېره اعتراض کوونکې مېرمنې چوپتیا ته اړ کړې دي.

د ښځو اعتراضونه په داسې حال کې په سرپتي ځای کې ترسره کېږي، چې له دې مخکې یو شمېر معترضې مېرمنې د طالبانو له خوا نیول شوې او وهل ټکول شوې دي.

ورته لیکنې

Back to top button