د هرات «پاشدان» بند د جوړولو چارې په نږدې راتلونکي کې بیا پيلېږي

۸صبح، کابل: د طالبانو د چارسمبالي حکومت د اوبو او برېښنا وزیر هرات ته په سفر کې ویلي چې د دغه ولایت د «پاشدان» بند جوړولو چارې ډېر زر بیا پیلېږي.

د طالبانو د چارسمبالي حکومت د اوبو او برېښنا وزیر، عبداللطیف منصور، د شنبې په ورځ، د لیندۍ په شپږمه نېټه، د هرات ولایت له پاشدان بند څخه لیدنه وکړه.

د هرات ولایت مطبوعاتي دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا بند د افغانستان یوه لویه اقتصادي پروژه ګڼي او د هېواد د اوبو په مدیریت کې یې یو ګام بللی دی.

د معلوماتو پربنسټ، د اوبو ددغه بند ودانیزې چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي.

د دغه بند د جوړولو چارې له وروستیو بدلونونو او د طالبانو له واکمنېدو وروسته درېدلې وې.

Back to top button