د پخوانیو والیانو د ټولنیزو مرستیالانو اندېښنه؛ د ښځو سیاسي ګډون دې له پامه نه غورځول کېږي

د پخواني حکومت د والیانو ټولنیزې مرستیالانې له نامالومه راتلونکې او په سیاسي، ټولنیزې، فرهنګي او اقتصادي برخو کې د ښځو د نه ګډون له کبله اندېښمنې دي. د هغوي په خبره، د جمهوریت له پاشل کېدو او د طالبانو د چارسمبالي حکومت په راتلو سره هېواد کې ښځې له ناروښانه راتلونکي سره مخ دي.

ولایتونو کې د والیانو دا پخوانۍ ښځینه مرستیالانې وايي، سیاسي برخو کې د ښځو د ګډون د زیاتوالي په موخه د پخواني حکومت تګلاره ښه وه؛ خو د طالبانو له راتګ سره دا لاسته راوړنه صفر شوه. خو طالبان وايي، پر یوه ځانګړي میکانیزم کار روان دی، چې پرېکړه وکړي، ښځې څنګه کولای شي په دولتي ادارو کې کار او زده‌کړو ته دوام ورکړي.

پخواني حکومت د ۱۳۹۹ کال د سرطان میاشت کې پرېکړه وکړه، چې ټولو ولایتونو کې دې د والیانو ښځينه مرستیالانې وګمارل شي. د دې پرېکړې موخه، په سیاسي برخه کې د ښځو د ګډون زیاتول ښوول شوي و. ځينو ولایتونو کې د کابینې له پرېکړې وړاندې، ښځينه مرستیالانې ګمارل شوې وې؛ خو د ښځو چارو وزارت د وړاندیز له مخې باید هر ولایت کې ښځينه مرستیالانې وګمارل شي. وړاندیز د کابینې له لوري ومنل شو او د جمهوریت له پرځېدو وړاندې، ۲۸ ولایتونو کې ښځينه اقتصادي او ټولنیزې مرستیالانې ګمارل شوې وې.

د یوه ولایت د والي مرستیالې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، په سیاسي برخو کې د ښځو ګډون په موخه د پخواني حکومت دا تګلاره اغېزمنه وه، که څه هم دا تګلاره نوې وه، خو ولایتونو کې ښځينه مرستیالانو په اقتصادي او ټولنیزو برخو کې د پام وړ ګامونه اخیستي وو. د نوموړې په خبره، هڅه کېده، چې ۳۴ ولایتونو کې د والي ښځينه مرستیالانې وګمارل شي. هغې زیاته کړه، تمه وه څو پاتې ولایتونو کې هم ټولنیزې مرستیالانې وګمارل شي، خو حکومت وپرځېد او دا تګلاره نیمګړې پاتې شوه.

ولایتونو کې د پخواني حکومت یو شمېر ښځينه مرستیالانې په هېواد کې د ښځو له ناروښانه راتلونکې اندېښمنې دي. هغوي د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو تړلو هم اندېښمنې کړې دي. دغو ښځو چې په ولایتونو کې یې د رهبرۍ په کچه دندې ترسره کړې دي، د ټولنې او کورنۍ ثبات په زده‌کړو او په بېلابېلو برخو کې د ښځو له ګډون سره تړلی بولي.

یو ولایت کې د والي ټولنیزې مرستیالې وویل، ښځو ان د پغمبرص په وخت کې هم په ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي برخو کې ونډه لرله او پر وړاندې یې هېڅ ډول خنډ نه و. د نوموړې په باور، که ښځې څنګ ته ټېل وهل شي، هغوي ته د منلو نه دي او نړۍ به هم دا ونه مني.

د دایکندي د والي پخوانۍ مرستیالې فاطمې اکبري له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې د ښځو اوسنی وضعیت اندېښمنونکی وباله. د مېرمن اکبري په خبره، د پخواني حکومت له پاشل کېدو سره هممهاله زرګونو ځوانانو هېواد پرېښود او ښځې چې د ټولنې نیمه برخه جوړوي، څنګ ته شوې دي. نوموړې د ښځو پر وړاندې د ښوونځيو او پوهنتونونو تړل او د بې‌وزلۍ زیاتوالی د پخواني حکومت د سقوط منفي اغېزې وبللې. د فاطمې اکبري په خبره، ښځو په تېرو شلو کالو کې د هېواد د پرمختګ او نورو بېلابېلو برخو کې فعاله ونډه لرله. د نوموړې په باور، ښځو تېرو دوو لسیزو کې د خپلو حقونو د ترلاسي لپاره په ځانګړې توګه د زده‌کړو او د عدالت ټينګښت کې اغیزمن ګامونه پورته کړل؛ خو د جمهوریت له پاشل کېدو وروسته دا لاسته‌راوړنې له خاور سره خاورې شوې.

د ولایت یوه بله پخوانۍ مرستیاله وايي، افغانو ښځو یو عمر هڅې وکړې او اوسمهال حق لري، په سیاسي او ټولنیزو برخو کې ونډه ولري. نوموړې اندېښنه وښوده، چې د ښځو له وزګاره کېدو سربېره، اوسمهال د ټولنې دا برخه اجازه نه لري، چې په لویو او وړو پرېکړو کې برخه واخلي. د هغې په خبره، د پخواني حکومت د والیانو مرستیالانو په اغېزمنه توګه د حکومتولۍ برخه کې خپل رول ولوبوه؛ خو د طالبانو چارسمبالي حکومت کې له پامه وغورځول شوې او نړیواله ټولنې هم هغوي له یاده وویستې.

ښځې دې له سیاسي ګډونه نه بې برخې کېږي

ولایتونو کې د والیانو پخوانۍ مرستیالانې وايي، که طالبان پر خپلې کړې ژمنې چې د ټول‌ګډونه حکومت جوړېدل وي، ولاړ وي، ښځو ته دې هم د کار او حکومت کې د ګډون حق ورکړي. د ولایت یوې مرستیالې، د ښځو وزارت بېرته جوړېدل یا «د کورنۍ مشاور» ادارې د رامنځته کېدا وړانديز وکړ. دا غوښتنه داسې مهال کېږي، چې طالبانو واک ته له رسېدو څو ورځې وروسته، د ښځو چارو وزارت د امر بالمعروف او نهې عنی المنکر وزارت په نوم ونوماوه.

فاطمې اکبري هم ټينګار وکړ، که طالبان غواړي باثباته حکومت جوړ کړي، باید ښځو ته احترام وکړي او دولتي ادارو کې د کار اجازه وکړي. اکبري زیاته کړه، که طالبان ښځو ته له دینې اړخه د کار اجازه نه ورکوي، هغه او نورې ښځې چې پخواني حکومت کې یې کار کړی چمتو دي، چې له طالب مشرانو سره د اسلام دین د لارښوونو په چوکاټ کې منطقي خبرې اترې وکړي. د نوموړې په باور، په سیمه‌ییزه او نورو مهمو دولتي څوکیو کې د ښځو نه ګډون ته هېڅ ډول ممانعت نه شته. هغې له طالبانو غوښتنه وکړه، چې له ښځو دې د زده‌کړو او سیاسي او ټولنیز فعالیت حق نه اخلي. د مېرمن اکبري په خبره، هېڅ ټولنه د ښځو او ځوانانو له ګډون پرته پرمختګ نه کوي. د هغې د معلوماتو له مخې، د هېواد ۷۰ سلنه نفوس ځوانان او نیمايي یې ښځې دي او اوسمهال تحصیل کړي ځوانانو پر کرنیزو او ورځ مزدورۍ بوخت دي، چې د هغوي له وړتیا ګټه نه اخیستل کېږي.

طالبان وايي، په محلي او دولتي کچه د ښځو د ګډون په موخه تراوسه کومه نهايي پرېکړه شوې نه ده او د یوې تګلارې پر جوړېدو کار روان دی. د طالبانو یو ویاند انعام‌الله سمنګاني ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، پر دې تګلارې کار روان دی او ډېر ژر به وروستۍ پرېکړه وشي. سمنګاني د دې پوښتې په ځواب کې چې ایا ښځو ته د سیاسي فعالیت اجازه وکوئ، وویل د تګلارې له نهايي کېدو وروسته پرېکړه کېږي او دا ډېر وخت ته اړتیا لري. نوموړي ټينګار وکړ، چې دې برخه کې سلامشورې شوي او اوسمهال هغوي د تصمیم‌نیونې بهیر کې دي.

ناامني؛ د پخوانیو والیانو د ټولنیزو مرستیالانو بله وېره

د پخواني حکومت د والیانو ټولنیزو مرستیالانو ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، واک ته دطالبانو له رسېدو وروسته ځينو ولایتونو کې هدفي وژنې دوام لري او دې چارې هغوې اندېښمنې کړې دي. د هغوي په خبره، د ښځو په ګډون د ټولنې ځينې فعالان کابل، ننګرهار او بلخ کې ووژل شول.

یوې پخوانۍ د والي ټولنیزې مرستیالې وویل، د امنیتي ستونزو او ګواښونو له کبله تراوسه دننه په هېواد کې دي او د تخلیه بهیر کې د والي یوه ټولنیزه مرستیاله هم بهر نه شوه. د نوموړې په خبره، د وروستیو هدفي وژنو له کبله د والیانو ښځينه مرستیالانې اندېښمنې دي او خطر احساسوي. د هغوي د معلوماتو له مخې، طالبانو ځینو ولایتونو کې د عمومي بښنې فرمان عملي کړی نه دی.

هغې بلخ کې د ښځینې فعالانو وژنې ته اشاره وکړه او هغه یې بوږنونکې وبلله. د نوموړې په خبره، نورو ولایتونو کې هم د دا ډول پېښو بېلګې شته. هغوي له طالبانو غوښتنه وکړه، چې د هدفي وژنو او د خلکو د ځورونې مخنیوی وکړي.

د طالبانو د چارسمبالي حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستي ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې د ټول خلکو امنیت ټینګ دی او له دې اړخه ځانګړې ستونزه نه شته. د خوستي په خبره، یوازې د والیانو پخوانۍ مرستیالانې نه بلکې د ملي شورا غړي، وزیران، پوځي قوماندانان او د پخواني حکومت والیان په هېواد کې دننه ژوند کوي او د ټولو امنیت ډاډمن دی.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته، ښځې پر مهمو دندو ګمارل شوې نه دي. له دې وړاندې د طالبانو یو ویاند ویلي و، چې ښځې کولای شي د اسلام په چوکاټ کې خپلو کارونو ته دوام ورکړي، خو د حکومت پر لوړو څوکیو به ونه ګمارل شي.

ورته لیکنې

Back to top button