په پکتیا کې د دوو کورنیو تر منځ نښته؛ یو تن وژل شوی او پینځه نور ټپیان دي

۸صبح، پکتیا: په پکتیا ولایت کې سیمه ییز چارواکي وایي چې په دې ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ د نښتې په پایله کې، یو تن وژل شوی او پينځه نور ټپیان دي.

په پکتیا ولایت کې د طالبانو د چارسمبالي حکومت د اطلاعات او کلتور رییس، خالقیار احمدزی، ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې دا نښته د جمعې ورځې سهار نه بجې، د لیندۍ په شپږمه نېټه، د دې ولایت ځاځي منګل ولسوالۍ «سرواڼي خیلو» کلي کې رامنځته شوې ده.

د احمدزي په وینا، دا نښته د طالبانو له رسېدو سره پای ته ورسېده او دا موضوع تر څېړنې لاندې ده.

دا په داسې حال کې ده چې دوې اوونۍ مخکې د دې ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر د دوو کورنیو تر منځ په نښته کې یو ځوان چې نوی یې واده کړي و، ووژل شو.

ورته لیکنې

Back to top button