د چین او طالبانو اړیکې؛ له ایډیالوژیک تضاده تر سیاسي جوړجاړي

لیکنه: امین کاوه

طالبان او چین دوه بېلابېلې ايډیالوژۍ لري؛ خو په سیاسي لحاظ دوه کلک ملګري دي‌. طالب چارواکي چې د نړیوالو تحریمونو په لېسټ کې هم و، د افغانستان اسلامي جمهوریت تر سقوط مخکې یې څو ځله د چین پر سره فرش قدم وواهه او د تعامل او همکارۍ خبرې یې وکړې.

طالبان د اسلامي بنسټپالې او افراطي ډلې په توګه او چین کمونیستي – مایويستي ایډیولوژۍ ته ژمن، په ایډیالوژیک تضاد کې واقع دي؛ خو هغه څه چې دوی دواړه سره یوځای کوي، مشترکې ګټې دي. چین په افغانستان کې اقتصادي – امنیتي سترې ګټې لري. چین ته افغانستان، منځنۍ اسیا، جنوبي اسیا او منځني ختیځ ته د ټرانزیټ یو پل دی او طالبان هم یوه غښتلي قدرت ته‌ اړمن چې په سیمه ییزه او نړیواله کچه یې سیاسي او اقتصادي ملاتړ وکړي. دغو دوو اړتیاوو، په سیاست کې دوه متضادې ایډیالوژۍ سره غاړه غړۍ کړې دي. بلخوا، امریکاځپنه، پاکستان دوستي، له داعش وېره او له بشري حقونو سره ضدیت د دواړه ایډیالوژیو مشترک ټکي حسابېږي، چې د هغوی د روابطو لپاره لار هوارولی شي.

په ۹۰ لسیزه کې چې په لومړي ځل طالبانو افغانستان ونیوه، چین له دې ډلې سره خپل روابط وځنډول. بیجینګ د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژنده‌ او خپل ډیپلوماتان یې چې د افغانستان د کورنیو جګړو پر مهال له دغه هېواده ایستلي وو، بېرته را ونه لېږل. د طالبانو په لومړۍ دوره کې، پاکستان په سیمه کې د چین شریک په توګه، طالبان په رسمیت پېژندلي وو. داسې راپورونه هم شته، چې چین د پاکستان په لاس په غیرمستقیمه توګه له طالبانو سره خپل پیغامونه رد او بدل کول او له دې ډلې سره په اړیکه کې وو. د طالبانو د لومړۍ دورې تر سقوط وروسته، چین‌ د افغانستان د وضعیت نظاره کوله او د امریکا او ناټو په تعامل کې یې افغانستان ته تر ډېره د پاکستان له عینکو کتل او د دغو کتلو اغېز له افغانستان سره د چین په‌ اړیکو کې څرګندېده.

په‌ افغانستان کې د طالبانو لومړۍ واکمني د نړیوالې ټولنې په حضور له منځه لاړه او د امریکا او لوېدیځو متحدانو په مرسته نوی دولت رامنځته شو. چین د دغه حکومت ملاتړ وکړ او د بشردوستانه مرستو په لېږ او کوچنیو پراختیايي پروګرامونو په پیلولو یې د افغانستان په بیارغونه کې ونډه واخیستله. د چین دې چارې د کرزي د واکمنۍ تر وروستیو دوام لاره. په ۲۰۱۴ کې له افغانستانه د ناټو د وتلو بهیر پیل شو او د چین جیوپولیټیکي لیدلوری بدل شو. چین خپل رول له نظاره کوونکي څخه مداخله کوونکي ته واړاوه او بیا بیا یې په څرګنده او پټه توګه د طالب مشرانو هرکلی وکړ.

ګډ دښمن

امریکا د چین او طالبانو د ګډ دښمن په توګه، د دوی دواړو د نژدېوالي یو اصلي عامل په توګه یادېږي. داسې ډېرې ادعاوې شته، چې چین د پاکستان په مرسته د افغانستان حکومت پر ضد د طالب جګړه مارو ملاتړ کړی. د کابل تر سقوط وروسته، دغه هېواد خپل سفارت پرانیستی پرېښود او طالبانو ته یې په تنګسیا کې افغانستان ته بشردوستانه مرستې ولېږلې او د مالي همکاریو ژمنه یې وکړه. د امریکا په وړاندې د چین لیدلوری د متحده ایالاتو د ولسمشر له موضع‌ګیرۍ څخه هم پوهېدلي شو. له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په ملاتړ جو بایډن ویلي و، چې «نړۍ د بدلون» او واشنګټن «له چین سره د جدي سیالۍ» په حال کې دی‌. له دې کبله چین په سیمه کې د لوبې لپاره یوه همکار ته اړتیا لري چې د موخو په تطبیق کې ورسره ژمن وي‌.

ګډ ملګری

پاکستان له چین سره د طالبانو د اساسي او ارتباطي عامل په توګه پېژندل کېږي. دغه هېواد د طالبانو په لومړۍ واکمنۍ یو له درېیو هېوادونو و، چې د دغې ډلې حکومت یې په رسمیت پېژندلی و. طالبانو تر ماتې وروسته پاکستان ته پناه وړې وه، له هماغه ځایه تمویل او تجهیز کېدل او د افغانستان امنیتي ځواکونو پر ضد شل کاله وجنګېدل. په دوو تېرو لسیزو کې د افغانستان په هکله د چین لیدلوری د اسلام اباد په لیدلوري پورې تړلی و. چین د پاکستان هستوي وسلې د پیاوړتیا لپاره او د دغه هېواد د اقتصادي پراختیا لپاره، اسلام اباد ته د اوږد وخت لپاره لوړ مقام لري‌. بلخوا پاکستان چین ته د طالبانو په هکله لازم ضمانتونه ورکړي دي او دوی دواړه د طالبانو په اړه یوه خوله دي.

له بشري حقونو سره ضدیت

طالبان د بشري حقونو ارزښتونه، په ځانګړې توګه د بشر حقوق نړیواله اعلامیه په رسمیت نه پېژني‌. هغوی د بشر حقونو په نقض تورن دي او عملاً په غلا تورن کس څخه لاس غوڅوي، ښځې سنګساروي او د کار او زده کړو حق یې ترې اخیستی دی. په نژدې ورځو کې طالبانو یوه فرمان صادر کړی، چې له مخې یې د ږیرې خرېیل او د موسیقۍ اورېدل ممنوع دي او ښځې له شرعي محرم پرته د اوږده سفر اجازه نه‌ لري‌.

چین هم د بشر حقونو په نقض تورن دی. د ملګرو ملتونو د بشر حقونو کارپوهان وايي، چې د سین کیانګ ایالت په زندان کې نژدې یو میلیون مسلمانان بندیان دي. د هغوی په فکر، چین په شکنجې، عقیم کولو او ځپلو کې لاس لري‌. په چین کې فردي او سیاسي ازادۍ له بالفعل تهدید سره مخ دي‌. د دغه هېواد رسمي سیاست «د ژوندانه سوکالي تر ازادۍ غوره» تګلاره ده. حال دا چې د بشر حقونو په نړیواله اعلامیه کې ازادي تر هر بل ارزښته غوره ده. طالبان او چین دواړه بشر حقونه د غرب د سلطې وسیله ګڼي او له دوو متضادو ایډیالوژیو سره سره، په یوې لارې ګام اخلي.

ګډ ګواښ

داعش چین او طالبانو ته ګډ ګواښ بلل کېږي‌. داعش وسله والو څو ځلې پر طالبانو بریدونه کړي او ویلي يې دي، چې د دغې ډلې پر ضد خپل بریدونه جاري ساتي‌. د اکتوبر په لومړیو کې، داعش خراسان ډلې په کندوز کې پر یوه جومات برید له چین سره د طالبانو نژدې همکارۍ او له ایغوریانو سره د بد چلن له کبله وباله. دغه ګډ ګواښ د چین او طالبانو ترمنځ د همکارۍ چانس زیاتوي. طالبانو چین ته د داعش پر ضد د مبارزې او په ایغور کې د مسلمانانو نه ملاتړ په هکله لازم ضمانتونه ورکړي دي.

د بیجینګ او اسلام اباد د ګټو د تامین په پار له طالبانو سره د چین تعامل

پاکستان که څه هم د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه پېژني، خو په ډیپلوماتیک اړخ کې یې د طالبانو رسمیت پېژندنې لپاره خپله ټوله هڅه کړې ده. دا هېواد به له چین سره د ګډ نظر له کبله هڅه وکړي، چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژندل شي. د دغه تعامل د لا پوهېدو لپاره اړینه ده، چې د پاکستان او چین ترمنځ اړیکو ته اشاره وشي، تر څو روښانه شي، چې دغو دواړو هېوادونو ولې د طالبانو د رسمیت پېژندنې لپاره مټې بډ وهلې دي.‌

دا دوه هېواده اوږدمهالي اقتصادي اړیکي لري. چین د چین – پاکستان اقتصادي کوریډور له لارې، په پاکستان کې لویه پانګونه کړې ده. په افغانستان کې د جګړې په موجودیت کې، دا پانګونه د دواړو هېوادونو په مرزي کرښه کې، چین ته لوی مالي زیانونه اړوي. بلخوا، د‌ پولې په اوږدو کې د وسله والو ډلو فعالیت د پاکستاني طالبانو په غښتلي کولو کې مرسته کوي. اوسمهال دا ډله د پاکستانی امنیتي ځواکونو په نښه کولو سره، چیني اتباع او پروژې چې د چین – پاکستان کوریډور له لارې تطبیق کېږي، یو جدي تهدید‌ ګڼل کېږي. بلخوا طالبانو ته د دغو دواړو هېوادونو لیدلوری دا دی: که دوی د افغانستان حکومتولۍ او حاکمیت ته لار پیدا کړي، په لنډ مهال کې به جنګي ځواک چې پاکستاني طالبان حمایت کړي، نه به وي او له بل اړخه به د دوی له لیدلوري سره سم یو حکومت وي او همداراز د دواړو د سیال په توګه به له افغانستانه د‌ هند لاس لنډ وي او په منځنۍ اسیا کې به‌ د اقتصادي‌ مانور کم چانس ولري‌‌.

له طالبانو سره د چین تعامل؛ له اقتصادي ګټو تر وېرې

افغانستان به د‌ غرب له موجودیت پرته په منځنۍ او جنوبي اسیا کې د چین د نفوذ سیمه وي. بلخوا، افغانستان طبیعې سرچینې لري او د امريکا له حضور پرته دا ډول ډېر مینه وال لري. چین همدا اوس د واخان دهلیز پر جوړلو ټينګار کوي، نژدې یو تريليون ډالر يې د چين – افغانستان په کوریډور لګولي او له دې لارې غواړي له اويا هېوادونو سره ونښلي.

بلخوا، چین له سين کيانګ او ايغور مسلمانانو اندېښمن دی، چې په افغانستان کې د يوې بلې تروريستي ډلې په غښتلي کېدو، امن ځای پيدا نه کړي، ځکه چې طالبانو په ۹۰ لسيزه کې د چين مسلمانانو ته ځای ورکړی و او یو له بل سره يې همکاري کوله. له همدې کبله چین د خپلو مذهبي او بېلتون غوښتونکو ډلو د امن ځای له وېرې، طالبانو ته د امنیتي مسالې په توګه ګوري او د رسميت پېژندنې او پياوړتيا لپاره يې هڅه کوي.

پايله

چينايان د دنګ شايوپينګ وینا د مدرن چين تر ټولو غوره وينا يادوي، چې ويلي يې و: «مهمه نه ده، چې پيشو توره يا سپينه وي، مهمه دا ده، چې موږکان ونيسي.» له هماغه مهاله تر دې دمه د چین تګلاره همدا وه او په سياست کې له ايډيالوژي پرته یې عمل کړی دی. د چین بهرنی سياست په دوو لسيزو کې هم په دا په ډاګه کوي، چې بيجينګ په هر حالت په جنوبي اسيا کې راضي ساتلې ده او له مخالفت سره سره، دا هېواد د توکو پېرلو لپاره د امريکا بازار ته اړمن دی‌.

چین له طالبانو د لوېديځو پولو امنيت او په مرکزي اسيا او پاکستان کې د کمربند او يوې لارې پروژې غواړي، چې د سين کيانګ له بېلتونپالو سره رابطه ونه لري او سوداګريزې پروژې يې له ستونزې سره مخ نه کړي‌. که طالبان ثابته نه کړي، چې له ترهګرو سره یې رابطه پرې کړې او د نشه يي توکو قاچاق ته زړه نه ښه کوي، تر هغې پرې باور نه شي کولای او د سوداګرۍ او سياست لمن وغوړوي. بل پلو، چین به د طالبانو په رسميت پېژندلو کې بیړه ونه کړي، ځکه چې اوس وخت سره له دې چې د طالبانو د رسميت پېژندلو هڅه کوي، لومړی غواړي نړيواله ټولنه یې په رسميت وپېژني.

طالبان هم بايد دا فکر ونه کړي، چې چين به د افغانستان د بيارغونې بار پر غاړه واخلي‌. رښتيا خبره دا ده، چې چين به په یوازي ځان هېڅ کار ونه کړي‌. ممکن دا هېواد بشردوستانه مرستې او کم خطره پروژې پيل کړي؛ که په اوږدمهال کې امنيت ډاډمن شي، چين به په افغانستان خپل حضور پراځ کړي او زيات جرأت به پیدا کړي، چې لويو امنيتي او سياسي لوبو ته لاس واچوي.

ورته لیکنې

Back to top button