بریتانیا: له طالبانو سره دې تعامل وشي؛ طالبان: د دې دریځ ستاینه کوو

۸صبح، کابل: د بریتانیا لومړي وزیر په دې وروستیو کې ویلي، چې له طالبانو سره دې تعامل وشي.

اوسمهال د طالبانو چارسمبالي حکومت د بریتانیا له دې دریځه ستاینه کړې ده.

د طالبانو د چارسمبالي حکومت عمومي ویاند ذبیح‌الله مجاهد د یکشنبې پر ورځ د لړم پر دېرشمه په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، چې له طالبانو سره د تعامل به تړاو د بریتانیا له دریځه ستاینه کوي.

مجاهد زیاته کړې، چې د طالبانو چارسمبالی حکومت د بریتانیا په ګډون له ټولو هېوادونو سره د مشروع تعامل ملاتړ کوي.

همداراز نوموړي ویلي، چې طالبان ټولو تعهداتو ته ځان ژمن بولي.

د بریتانیا لومړي وزیر ویلي و، چې افغانستان کې د طالبانو له چارسمبالي حکومت سره دې تعامل وشي.

د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن د دغه هېواد ملي شورا کې د خپلې وینا پر مهال ویلي: «موږ باید خپل دریځ طالب چارواکو ته روښانه کړو او موږ له هغوي غواړو، چې له ښځو سره یو ډول او عادلانه چلن وکړي.»

نوموړي ویلي، دا هېڅ ګټه نه لري، چې بریتانیا ځان ګوښی کړي او له طالبانو سره تعامل ونه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ځینو نورو هېوادونو هم له طالبانو سره د تعامل په تړاو ځینې شرطونه وړاندې کړې دي.

ورته لیکنې

Back to top button