د برېښنا شرکت کارکوونکي؛ «که معاش وانه خلو، نه شو کولای کاري ساحې ته لاړ شو»

راپور: عبدالاحمد حسیني

د برېښنا شرکت یو شمېر کارکوونکي وايي، چې دغه شرکت معاش نه ورکوي. نوموړي کارکوونکي زیاتوي، که څه هم برېښنا شرکت عواید او خپلواکه بودیجه لري، خو له درېیو میاشتو راهیسې یې د خپلو کارکوونکو معاشونه نه دي ورکړي. هغوي برېښنا شرکت پر «فریب‌کارۍ» تورنوي او خبرداری ورکوي، که معاش یې ورنه کړل شي، د مرکزي برېښنا سیستم به پرچو کړي. ورته مهال برېښنا شرکت وايي، چې د ټولو کارکوونکو معاشونه ورکوي. د دغه شرکت د چارواکو په خبره، پر یوې تګلارې کار کوي او تمه کېږي، چې د چارسمبالي حکومت له هدایت سره سم به د ټولو کارکوونکو معاشونه وکړي. ورته مهال نوموړي شرکت تېره ورځ خپلو کارکوونکو ته خبرداری ورکړی، که لاریون وکړي، سزا به وویني.

د پخواني حکومت له پرځېدو وروسته د برېښنا شرکت کارکوونکو هم د نورو دولتي ادارو د کارکوونکو په څېر معاشونه نه دي ترلاسه کړي. دا کارکوونکي برېښنا شرکت پر نه پاملرنې او «فریب‌کارۍ» تورنوي او وايي، که څه هم شرکت د نورو ادارو خلاف عواید او خپلواکه بودیجه لري، خو د خپلو کارکوونکو معاشونه نه ورکوي. هغوي وايي، زیات شمېر کارکوونکي په کرايي کورونو کې ژوند کوي او د کورنۍ سرپرستي ورلغاړې ده. دغه کارکوونکي زیاتوي، که معاش نه وي، نه شي کولای د کورنۍ لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.

د برېښنا شرکت یو کارکوونکی قیس هاشمي وايي، دغه شرکت د خپلو کارکوونکو د سنبلې، میزان او عقرب میاشتو معاش نه دی وکړی. نوموړی له دې اړخه اندېښمن دی، ځکه د کورنۍ سرپرستي ور لغاړې ده او په کرايي کور کې ژوند کوي. هاشمي ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، دې موده کې ټولې سپمولی پیسې مصرف کړي او اوسمهال د خپلې کورنۍ لومړنۍ اړتیاوې پوره نه شي کولای. د برېښنا شرکت دغه کارکوونکی زیاتوي: «اوس ژمی په رارسېدو دی او ما تراوسه سون توکي نه دي پېرلي. پخوا مو کولای شول له خپلوانو او ملګرو پور واخلو، خو اوس څوک پور نه ورکوي. که معاش مو رانه کړل شي، له نورو ډېرو ستونزو سره به مخامخ شو.»

د برېښنا شرکت یو شمېر کارکوونکو د معاشونو د نه ورکړې په غبرګون لاریون کړی.

قیس برېښنا شرکت پر «فریب‌کارۍ» تورن کړ، ځکه د عوایدو او خپلواکې بودیجې له لرلو سره سره یې د خپلو کارکوونکو معاشونه نه دي ورکړي. نوموړی وایي، له دې وړاندې برېښنا شرکت د خپلو کارکوونکو معاشونه په خپلواکه توګه د بانکونو له لارې حواله کول، خو اوس وايي چې د مالیې وزارت دې د کارکوونکو د معاشونو ادارې چارې بشپړې کړي، ترڅو اجرا شي. هغه ټينګار وکړ، د برېښنا شرکت کارکوونکو څو وارې د خپلو معاشونه د نه ورکړې په تړاو اعتراض وکړ، خو قانع کوونکی ځواب یې ترلاسه نه کړ. د نوموړي په خبره، برېښنا شرکت د خپلو کارکوونکو په ځواب کې ویلي، چې د طالبانو چارسمبالې کابینې د معاشونه د ورکړې په تړاو اجازه ورکړې نه ده.

د برېښنا شرکت یو بل کارکوونکی ذکي وايي، له درېیو میاشتو راهیسې یې معاش ترلاسه کړی نه دی او شرکت تیار نه دی، چې د خپلو کارکوونکو معاشونه ورکړي. نوموړي ټينګار وکړ، برېښنا شرکت د نورو ادارو خلاف خپلواکه بودیجه او عواید لري، له همدې کبله دې د خپلو کارکوونکو معاشونه ورکړي. د ذکي په خبره، برېښنا شرکت تېره یوه میاشت کې له درېیو میلیاردو افغانیو ډېر عواید راټول کړي او په دې سره کولای شي، د خپلو کارکوونکو معاشونه ورکړي.

ذکي وايي، ساحوي کارکوونکی دی او هره ورځ له ۱۰۰ ډېرې افغانۍ د موټرو پر کرايي مصرفوي. د نوموړي په خبره، که معاش یې ورنه کړي، ساحې ته د تګ توان نه لري. ذکي د خپلې اته کسیزې کورنۍ سرپرست دی او وايي، چې کرايي کور کې ژوند کوي او درې میاشتې کېږي د کور کرایه یې ورکړې نه ده. هغه له برېښنا شرکت غوښتنه وکړه، چې معاش یې ورکړي، ترڅو خپلو اقتصادي ستونزو ته رسیدګي وکړي. د برېښنا شرکت دغه کارکوونکي خبرداری وکړ که د کارکوونکو معاش ورنه کړل شي، د مرکزي برېښنا سیستم به پرچو کړي.

ورته مهال د برېښنا شرکت چارواکي وايي، د کارکوونکو معاشونه ورکوي. د برېښنا شرکت ویاند حکمت‌الله نورزي ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، دا شرکت د خپلو کارکوونکو د معاشونو د ورکړې په تړاو ژمن دی. نورزی وايي، تمه ده د دغه شرکت د کارکوونکو معاشونو په تړاو پر یوې کړنلارې کار وکړي، چې پر بنسټ به یې د کارکوونکو معاشونه ورکړل شي. نوموړي ټينګار وکړ، باید دا کړنلاره د طالبانو د چارسمبالي حکومت له لوري ومنل شي، ترڅو شرکت وکولای شي د کارکوونکو معاشونه ورکړي.

برېښنا شرکت داسې مهال د خپلو کارکوونکو د معاشونو د ورکړې په تړاو ژمنه کوي، چې څو ورځې وړاندې د دغه شرکت ځينو کارکوونکو پر لاریون لاس پورې کړی وو. برېښنا شرکت د یکشنبې پر ورځ د لړم پر درویشتمه د دغو لاریونونو په تړاو خبرداری ورکړ. دغه شرکت د یو مکتوب له لارې اړوندو برخو ته امر کړی، چې خپلو کارکوونکو ته د لاریون د پايلو په تړاو خبرداری ورکړي. په هغه لیک کې چې ۸صبح ورځپاڼې ته رسېدلی، برېښنا ریاست ویلي چې د لړم په لومړۍ نېټه یې د طالبانو د سرپرست حکومت ریاست الوزرا ته وړندیز کړی، چې باید د برېښنا شرکت د کارکوونکو معاشونه ورکړل شي، خو دغه ریاست ویلي چې د ګمارل شوي پلاوي له خوا د دولتي کارکوونکو د معاشونو د جدول تر جوړېدو پورې دې په تمه شي. برېښنا شرکت یادونه کړې، چې کارکوونکو ته دې وویل شي، ترڅو په لاریونونو سره د طالبانو د کابینې د څلورمې مصوبې د یوولسم بند خلاف عمل ونه کړي، پرته له هغې به له قانوني چلن سره مخ شي.

ورته لیکنې

Back to top button