بلینکن: که د نجونو ښوونځیو تړلو پرېکړه لغوه نه شي، له نړۍ سره د طالبانو د اړیکو جوړولو هیله زیانمنېږي

۸صبح، کابل: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د یوې اعلامیې په خپرولو له شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو تړلو په اړه د اوسني حکومت د پرېکړې پر وړاندې غبرګون ښکاره کړ.

بلینکن په اعلامیه کې ویلي، چې که د نجونو پر مخ د ښوونځیو تړلو په اړه د طالبانو پرېکړه لغوه نه شي، افغانانو ته، د هېواد اقتصادي ودې لرلید او له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو ښه والي لپاره د طالبانو هیله زیان سخته زیانمنېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر روزنه یو بشري حق بولي او ټینګار یې کړی، چې امریکا پر دې ورځ د ټولو ښوونځیو د نه پرانیستلو په هکله د اوسنیو چارواکو پلمه ردوي.

د هغه په وینا، په ټول هېواد کې ډېری نجونې او مېرمنې د ښوونځیو ټولګیو ته د بېرته ستنېدو په حال کې وې، چې هغوی ته وویل شول، تر بلې خبرتیا پورې دې خپلو کورونو ته ستنې شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې د هغو افغان نجونو او کورنیو تر څنګ ولاړ دی، چې زده کړه د افغان ټولنې او اقتصاد د ظرفیت لوړولو لاره ګڼي.

له مخکینیو ژمنو سره سره، د اوسني حکومت چارواکو د پوهنې وزارت له شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړلې.

په داسې حال کې ده، چې هېڅ دولت اوسنی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او دغه لانجمن اقدام نړیوالو په پراخه کچه غندلی دی.

ورته لیکنې

Back to top button