بنګلهدېش کرکټ لوبډلې لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه له افغانستان څخه وګټله

۸صبح، کابل: د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د بنګلهدېش پر وړاندې د درېیو نړیوالو یو ورځنۍ لوبو لومړۍ لوبه کې ماته ومنله.
دا لوبه نن چهارشنبه د کب پر ۴ د بنګلهدېش په چتوګرام لوبغالي کې وشوه.
افغانستان د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه، چې سیالې لوبډلې ته یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو د ۲۱۶ منډو هدف وټاکه.
په توپوهنه کې تر ټولو زیاتې ۶۷ منډې نجیبالله ځدراڼ وکړې.
بنګلهدېش بیا په توپوهنه کې یاد هدف د خپلو شپږو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.
که څه هم د بنګلهدېش د سر لوبغاړي ژر وسوځېدل؛ خو مهدي حسن او عفیف حسین د لوبې تر پایه ودرېدل او لوبه یې د خپلې لوبډلې په ګټه پای ته ورسوله.
د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې فضلالحق فاروقي ښه وځلېد او د سیالې لوبډلې څلور د سر لوبغاړي یې وسوځول.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ درې یو ورځنۍ او دوه ۲۰ اوریزې نړیوالې لوبې کېږي، چې د روانې فبرورۍ له ۲۳ څخه د مارچ تر پنځمې دوام کوي.