د برېښنا له نشتوالي د بامیان اوسېدونکو شکایت: جنراتورونه ډیزل نه لري

لیکنه:الیاس طاهری

د بامیان د مرکز اوسېدونکي وایي چې له کابو یوې میاشتې راهیسې، د ښار د ځینو سیمو برېښنا پرې شوې او خلک له دې امله له ډېرو ستونزو سره مخ دي. هغوی شکایت لري چې د وریځې په ورځو لمریزه برېښنا پرې کېږي او په لمریزو ورځو کې هم څنګه چې اړتیا ده، برېښنا نه برابریږي. خو په بامیانو کې د برېښنا شرکت د نماینده ګۍ مسوولین وایي چې د تېلو او نورو وسایلو د پېرلو هڅې روانې دي او په دې ولایت کې به د برېښنا د کمښت ستونزه اواره شي.

د بامیان اوسیدونکي وایي چې له کابو یوې میاشتې راهیسې، ددې ولایت ډېری استوګنې سیمې برېښنا نلري او کورنۍ شپې په تیاره کې تېروي. اوسمهال، د بامیان د مرکز یو شمېر کورنۍ له شخصي لمریزې برېښنا کار اخلي او خپل کورونه روښانه کوي. د هغوی د معلوماتو له مخې، زرګونه کورنۍ له کابو یوې میاشتې راهیسې، یا هیڅ برېښنا نلري یا هم کمه او نامنظمه برېښنا لري.

د بامیانو د مرکز یو اوسېدونکی محمد امین ابتهاج، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، د برېښنا جنراتورونه د تېلو د نلرلو له امله، بند شوي او تراوسه روښانه نه ده چې دا ستونزه حل کېږي او که نه. ابتهاج زیاته کړې چې تراوسه ژمی نه دی رارسېدلی، خو برېښنا کمه شوې ده. د هغه په وینا، د برېښنا انرژۍ نشتوالي، خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د بامیان مدني فعاله، منصوره واثق، هم ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې د برېښنا شرکت د دې ولایت د بازار او د زرګرانو ښارګوټي اوسېدونکو ته خبر ورکړی چې د تېلو د نه شتون د جنراتورونو د نه روښانه کولو او همداسې د پیسو د نه لرلو له امله، نور د دغو سیمو اوسېدونکو ته برېښنا نشي رسولی. د واثق د معلوماتو پر بنسټ، د هغو سیمو برېښنا چې د جنراتور له لارې برابرېږي، په بشپړه توګه پرې شوې؛ خو هغه سیمې چې له لمریزې برېښنا ګټه اخلي اوس هم برېښنا لري.

له دې امله چې د بامیان برېښنا پر لمریز سیسټم ولاړه ده، د لمر په نه شتون کې په ځانګړې توګه په ژمي کې پرې کېږي. پخوا د برېښنا شرکت له ډیزلي جنراتورنو هم کار اخیست تر څو لمریزه برېښنا ته ګټه ورسوي. د مخکیني حکومت له سقوط وروسته، جنراتورنه د تېلو د نه لرلو له امله، بند شوي.

له بلې خوا، د«برېښنا» شرکت سیمه ییز مسوولین د بامیان ښار د ځینو سیمو د برېښنا پرې کېدل مني. د هغوی په وینا، د تېلو نه شتون او د جنراتورونو تخنیکي ستونزې، هغه لاملونه دي چې د ښار د ځینو سیمو برېښنا پرې شوې ده. د دې شرکت رییس، مولوي ضیاءالدین جهادیار، وایي چې د دې ستونزې د حل لپاره پرلپسې ناستې شوې دي. هغه ټینګار کوي چې برېښنا شرکت خپل وړاندیزونه مرکز ته لېږلي او له دې سره سره، د دې ادارې دوه کارکونکي د دغې موضوع د تعقیبولو په موخه کابل ته تللي دي. که څه هم جهادیار ټاکلي وخت ته اشاره نه کوي، خو زیاتوي چې دا ستونزه به ډېر زر اواره شي.

په بامیان کې د برېښنا نشتوالی، له مهمو ستونزو ده چې تل یې د خلکو پراخ شکایتونه راپارولي دي. په وروستیو شلو کلونو کې، بامیان د حامد کرزي او اشرف غني د حکومتونو له ژمنو سره سره، د برېښنا خاوندان نه شول. د بامیان د برېښنا برابرول، د مخکیني ولسمشر اشرف غني له مهمو تلپاتې ژمنو څخه وه. هغه د ولسمشرۍ انتخاباتو کمپاین پر مهال او وروسته له هغې څو ځله وویل چې بامیانو ته به برېښنا برابروي.

د بامیان اوسېدونکو د برېښنا د نشتوالي په تړاو له کلونو عدالت غوښتنې او اعتراضونو وروسته، په ځانګړي توګه د «روښنایي غورځنګ» پراخو اعتراضونو په غبرګون کې حکومت له بامیانو سالنګ ته د برېښنا د ۵۰۰ کیلوولټه مزي غځولو او دغه ولایت ته د ۲۲۰ کیلوولټه په ظرفیت د برېښنا د مزي غځولو ژمنه کړې وه. له سره چې د ۲۲۰ په نامه د برېښنا پروژې ته له ټاکلې مودې دېر وخت تېر شوی، دا پروژه په ځینو لاملونو نه ده بشپړه شوې او بامیان اوس هم برېښنا نه لري.
په بامیان ولایت کې د برېښنا د سیمه ییزو مسوولینو د معلوماتو پربنسټ، د استوګنو سیمو، د دولتي ادارو دفترونو، هټیو او…. په ګډون ۴۴۵۰ د برېښنا پېریدونکي د بامیان په مرکز کې د برېښنا شرکت له لمریزې برېښنا ګټه اخلي. د دې لمریزې برېښنا هر کیلوواټ، له ۱۶ تر ۴۵ آن تر ۴۸ افغانیو پورې پر خلکو پلورل کېږي. بامیانیانو څو ځله شکایت کړی چې د هېواد په کچه د برېښنا ترټولو لوړه بیه، برېښنا شرکت ته ورکوي، هغه هم لمریزه برېښنا چې بريښنا شرکت هېڅ مصرف نلري. د برېښنا د بیې یو شان کول، د بامیان د اوسېدونکو یوه تلپاتې غوښتنه ده. هغوی همدارنګه په خپلو اعترضونو کې په دې ولایت کې د برېښنا بیه «ظالمانه» بللې ده.

په داسې حال کې چې د بامیان د اوسېدونکو په وینا، ددې ولایت لمریزه برېښنا د نیوزیلنډ هېواد له خوا جوړه شوې او برېښنا شرکت ډېر لګښت پر ځان نه دی منلی. له دې امله، د بامیان د برېښنا د لګښت بیه باید د کابل په شان ټاکل شوې وای. بامیانیانو څو ځله ویلي چې اړ شوي د «قانون پر خلاف» د کابل او نورو لویو ښارونو په پرتله لس برابره پیسې برېښنا شرکت ته ورکړي؛ په داسې حال کې چې د بامیان برېښنا لمریزه ده او د نیوزیلنډ له خوا جوړه شوې. د بامیان یو اوسېدونکی، محمد امین ابتهاج وایي، ټاکل شوې وه چې په دې ولایت کې د برېښنا بیه راټیټه شي؛ خو تراوسه دا کار نه دی شوی. د هغه په وینا، که برېښنا همداسې وي، ډېر خلک د وزګارۍ او بې وزلۍ له امله، د برېښنا د لګښت د ورکولو وس نه لري.

خو برېښنا شرکت همدارنګه د خلکو د نیوکو په ځواب کې، د برېښنا د لوړې بیې لامل «د کال په ټولو موسمونو کې» له جنراتورونو ګټه اخیستل بللي دي؛ هغه ځواب چې هېڅکله د خلکو د قناعت وړ نه و.

د بامیانو د مخکینۍ ادارې سیمه ییزو چارواکو، له دې وړاندې ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي و ترڅو چې د ۲۲۰ کیلوولټه برېښنا پروژه بشپړه نه شي، د برېښنا د بیې د ټيټولو لپاره بله لاره نلري. د ۲۲۰ کیلوولټه برېښنا پروژه یوه له ملي پروژو ده او په بشپړېدو سره یې، د برېښنا بیه هم را ټیټیږي او د ملي پروژو په څېر تنظیمیږي. د هېواد اوسني وضعیت ته په کتو، داسې ښکاري چې د بامیانو د برېښنا پروژه به تر څو کلونو پورې بشپړه نه شي. ټاکل شوې وه ددې پروژې په ګټې اخیستو سره، په لومړي پړاو کې شل زره کورنۍ د بامیانو په مرکز او په نورو پړاوونو کې د دې ولایت سیغان، کهمرد او یکاولنګ ولسوالیو له برېښنا برخمن شي.

د بامیان د لمریزې برېښنا پروژه، لس کاله مخکې د نیوزیلنډ هېواد له خوا جوړه شوې چې د ۱.۰۳ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري. دا برېښنا یوازې د دې ولایت د زرګرانو، دشت عیسی خان، سیدآباد، حیدر آباد او جګره خیلو ولسوالیو او د دې ولایت مرکز ته ورکړل شوې، خو بسنه نه کوي. په ځانګړې توګه د ژمي په رارسېدو او د هوا په سړېدو سره، د برېښنا پرچوي هم زیاتېږي. که برېښنا شرکت د ډیزلي جنراتورونه په بیا فعالولو بریالی نه شي، د بامیان اوسېدونکي به په راتلونکي ژمي کې، هماغه کمې برېښنا ته هم لاسرسی ونه لري.

Back to top button