ارلینګ هالنډ له منچسټر سیټي سره یوځای شو

د دورتموند فوټبال لوبډلې بریدګر لوبغاړی ارلینګ هالنډ د پنځو کلونو په قرارداد سره د پپ ګواردیولا شاګرد شو.

سکای سپورټ دوشنبه د جون پر ۱۳ راپور ورکړی، چې دغه ۲۱ کلن فوټبال لوبغاړی د ۵۱.۲ میلیون پونډ په بدل کې له منچسټر سیټي لوبډلې سره یوځای شو.

ټاکل شوې چې دغه لوبغاړی د جولای میاشتې په لومړۍ نېټه سیټي ته روان شي او تر ۲۰۲۷ کاله پورې د دغې لوبډلې لپاره ولوبېږي.

هغه چې په ۲۰۰۰ او ۲۰۰۳ کلونو کې د دغې ډلي د پخواني لوبډلمشر الف اینګه زوی دی او په خپلې لومړنۍ خبري ناسته کې رسنیو ته وویل: «دا ورځ ما ته او زما کورنۍ ته ویاړ ده.»

۲۱ کلن ارلینګ هالنډ په ۲۰۲۰ کال کې د بورسیا دورتموند غړی شو.

هغه په دې موده کې د دې لوبډلې لپاره په ۸۹ لوبو کې ګډون وکړ او ۸۶ ګولونه یې ووهل.

Back to top button