د امارتي افغانستان په هکله د عربي هېوادونو دريځ؛ رقابتي حضور که د وطني گټو تامين؟

لیکنه او تحلیل: د اقتصاد خپرندوى مشر، محمدآصف ننگ


د عربي نړۍ د نقش لنډ شالید

تر نيمې پېړۍ پورې په خپله په عربي خليج (کويت، متحده عربي امارات، سعودي، عمان، بحران او قطر) کې «خنثى» او تر ډېره «تابع» سياستونه تعقيب شوي. خنثى په دې مانا چې په خارجي سياست کې يې د افغانستان په هکله هيڅکله خپلواک دريځ او موقف نه درلود. تابع په دې مانا چې د امريکا او غربي متحدينو يا په بل تعبير د لويو قدرتونو د سياست په متابعت کې پاتې شوي، مثلاً پر افغانستان د شوروي اتحاد د يرغل په دريځ کې دا هېوادونه د برژينسکي د شنه کمربند«Green Belt» برخه ول. د ايران په مقابل کې د امريکا د دريځ تر څنگ يا د اسرائيل په قضيه کې يې تقريباً يو ډول مخفي اما محتاط دريځ نيولى و او پر عراق د امريکا د دواړو جگړو په وخت کې له امريکا سره ودريدل.

د سپتمبر له یوولسمې وروسته دغه تابع دريځونه له نړيوال ائتلاف سره د متحدينو د «همدريځۍ» تر بريده بدل شول. د عربي سپرلې «ربيع العرب» په انقلابي پېر کې د خليج هېوادونه په بيروني سياستونو کې خنثى پاتي شول؛ ځکه چې د دوي د سلطنتونو د «بقا او دوام» غم يې پر سر بار شو. خليجي هېوادونه تر نورو ډېر آسيب پذير دي. دوي په ميراثي توگه څو لسيزي څه چې ان نږدې دوه پېړۍ يکتازه ميراثي پادشاهي کړې، نو د عربي سپرلې له انقلابي څپو سخت ويريدل. په دې دوره کې د خپلو ولسونو مطيع او غيرانقلابي ساتل او په بيروني ماحول کې له هيچا سره د «نه ټکر» دريځ هغه يواځيني لومړيتوب و، چې د «دفع ضرر» له قاعدې سره سم ونيول شو.

په عربي هېوادونو کې د جگړو تسلسل(د سوریې جگړه، د سوډان تجزیه، د ليبيا جگړه، د عراق جگړې، د يمن جگړې) او د لبنان- اسرائيل کشمکشونو يو ځل بيا خليجي هېوادونه په خپل پيرامون وربوخت کړل، نو د بيروني نړۍ پر وړاندې په ځانګړې توګه د افغانستان په هکله يې خنثى سياست خپل کړى و. دغو هېوادونو د طالب د جنگ صريح ملاتړ او مخالفت کاوه، نه يې د امريکا پر حضور ملاحظه درلوده او هم يې د افغانستان له حکومت سره خپله ډيپلوماتيکه اړيکي عادي پرمخ وړلې.

له افغانستان څخه د امريکا تر وتلو وروسته، حساسه او باريکه دوره ده. خليجي هېوادونه په خپلو کې يو څه رقابت لري، د بېلګې په توګه قطر او بحرين. له بلې خوا په عربي هېوادونو کې د امريکا او متحدينو انخلا يو عمده پیغام لري. مانا دا چې عربي جزيره، جنوبي او مرکزي آسيا او هم په افريقا قاره کې د امريکا مستقيمي او رقابتي يا نيابتي جگړې پاى ته رسېدلي، نور نو داسې هېڅ کومه يوه لوبه او ټکر پاتې نه دی، چې دغه هردم تابع خليجي هېوادونه يې په متابعت کې خپله «بقا» او د ميراثي سلطنتونو «دوام» تامين کړې. په بله ژبه دا د عربي نړۍ لپاره د «انفتاح» او خپلواکۍ يوه بله دوره ده، چې دوي د خپلو ملي ګټو لپاره، نه د لويو قدرتونو د مصلحت د محور لپاره سياست وکړې.

د توهمي جگړو د دوران پاى

عربي خليج، که نيمه وروستۍ پيړۍ په دې پورته «ترغيب او ترهيب» کې تېره کړه، نو يو قرن تر دې د مخه پرې د غربي اتحاد لخوا د توهماتو خيالي جگړه هم تپل شوې وه. «ايران هراسى» او د اسرائيلو د يرغل وېره «صهيونيستي جگړې» هغه دوه واهيمې وي، چې يوه پېړۍ يې عربي خليج په خارجي سياست کې «خنثى او تابع» ساتلې وو. په دې وهمي او خيالي جگړو کې دوي خپل د نفتو غټ قراردادونه، د بحري انتقالاتو او بالمقابل د غربي توليداتو او محصولاتو د پېر ډېر ستر مارکيټ په ډېر لوړ امتياز لویدیځ ته ورکړى دی. دغه انحصاري قراردادونه لاهم دوام لري، چې ښه نه دي. له ډېرو کلونو راپدې‌خوا عربي هېوادونه د سيمه‌ييزو-محلي شريکانو په لټه دي. د دوي نفتي سرچینې مخ په کمېدو دي، دوي پر نفتو د يکه اتکا حالت پر يوه با ثباته جريان او دومداره توليدي اقتصاد بدلوي، نو سيمې ته رغبت يې دا ځل خپل دى او واقعي دى.

له سيمې د امريکايي جگړو پاى او د فزيکى حضور انخلا؛ گواښ که فرصت؟

اوس چې د افغانستان په گډون په ټولې عربي جزيرې کې د امريکا او ناټو جگړې ختمې شوي، ورسره د بهرني ځواک د حضور خلا رامينځته شوې ده. دغه خلا نور نه د سيمې سوله ساتې او نه هم د عربي هېوادونو يا عربي اتحاد او نه هم د« OIC» په قوتونو ډکېداى شي. دې خلا يو جدي تشويش د دغو هېوادو لپاره رامنځته کړى دی. له بله اړخه په افغانستان کې طالبان واکمن شوي، هغه طالبان چې تر سيورې لاندې يې گڼ عربي ځوانان فعاليت لري. خليجي هېوادونه اړ دې، له نويو واقعيتونو سره د «مستقل دريځ» له مخې تعامل وکړې. دوي که د ١٩٩٠ کلونو په څېر غايب يا خنثى پاتې کيږي، دا ځل به يې قيمت تر پخواني هغه ډېر لوړ وي.

عربي خليج په دې پوهيږي، چې په ١٩٩٠ کلونو کې يې بې اعتنايى او غفلت د دې لامل شو، چې په افغانستان کې القاعده په يوه نړيوال ګواښ بدل شي. داسې ګواښ چې د سپتمبر د یوولسمې په برید کې دغه عربي هېوادونه د خپلو ياغي مجاهدينو د بريد له امله تر ټولو لوړه بیه پرې کړې. د القاعدې په پرتله د بوش تر ټولو ډېره غوسه او غضب پر همدې خليجي هېوادونو و، ځکه د بوش په باور د دوي «ياغي اتباع» و، چې داسې عمليات يې وکړل.

له دې بریده دوه لسیزې وروسته عربي خليجي هېوادونه نه غواړې، تاريخ يوځل بيا په تاوان تکرار شي. دوي نه شي کولای، دا ځل افغانستان په متروکه ډول پرېږدي. په داسې حال کې چې د القاعدې، تکفري جماعتونو او د داعش عربي تسلسل اوس هم د نړۍ، افغانستان او سيمې لپاره بالفعل ګواښ دى. عربي هېوادونه وېره لري، چې د دې ډلو ګواښ نه یوازې نورو ته دى، بلکې دغه ډلې د طالبانو د مقاومت د «بریالي موډل» په درک سره لا هم زيات زړور شوي دي. دوي لا زيات مورال اخيستى، د دوي په اند امريکا ماتي خوړلې، ناټو او متحدينو يې سيمه پرېښې، له عربي هېوادونو يې جگړې او اډې ټولې شوي، په عربي سلطنتونو کې «تضعيف او تضاد» تر پخوا زيات شوى او گڼ نور ضعفونه چې دوي يې محاسبه کوي… که وکتل شي په داسې فضا کې عربي خليج د افغانستان په هکله بې تفاوته نه شي پاتې کېدای. د دوي مطبوع جنگيالې کولای شي، په افغانستان کې د جهاد تر ختميدو وروسته خپلو هېوادونو ته ولاړ شي او هلته موجوده واکمنيو ته سرخوږی جوړ کړې.

ځمکني واقعيتونه او د خپلواک دريځ اړتیا

په عربي نړۍ کې لوی برداشت دا دى، چې د امريکا تر وتلو وروسته، افغانستان د دوو ګاونډيو (ايران او پاکستان) په ژانداريزم کې پاتې شوى، سترې لوبي او د سترو قدرتونو حضور ختم شوى، نور نو سيمه د سيمه‌ييزه لوبغاړو لپاره پاتې ده. په دې لوبغاړو کې اساسي رقابت او د نقش پر سر سيالي د ايران او پاکستان ترمنځ ده. البته په دویم کمربند کې چين، هند، روسيه او ترکيه هم د برجسته نقش«Rule» او تاثير«Influence» غوښتونکي دي.

د طالبانو امارت لا رسمي شوې نه دى. شايد يو کاذبه هیله موجود وي، چې ګويا دا امارت تاب او دوام نه شي راوړلى. د فقر او خفگان، د مديريتي ضعف، د انزوا او تجريد، د مقاومتي حرکتونو او مزاحمتي فعاليتونو، د نړۍ د اقتصادي محاصرې او بنديزونو له امله او… خو زما باور دا دى، چې دا کاذبه هیلې او خيالي توهمات دي. مډرنه نړۍ نه بايد په داسې پرسپشنونو «فرضياتو» او وهمي توقعاتو «Unrealistic Expectation»خپل وخت ضايع کړې، چې رامنځته کېدونکي نه دي، ځکه چې Perceptions Doesn’t reflex reality (فرضيات واقعيتونه نه منعکس کوي.)

آيا د طالبانو حاکميت به مات شي؟

د ١٩٧٩ کلونو ترمنځ چې په ايران کې د رضاشاه پهلوي نظام د ايراني انقلابي اخوندانو له خوا په داسې حال کې رانسکور شو، چې د سيمې يو له قدرتمنو او په نظامي لحاظ له ځواکمنو حکومتونو څخه و، خو يوه اوونۍ يې تاب رانه وړ. هلته هم د لویدیځ او امريکا تصور دا و، چې د اخوندانو رژيم تر څو مياشتو زيات دوام نه کوي، ځکه دوى انتقامي تصفيه روانه کړې؛ نو د خلکو له پراخ بغاوت سره به مخامخ شي، نړۍ به يې په رسميت ونه پيژنې، تجريد او تجزيه، منزوي او ستړي به شي… خو هغه دی اخوندي رژيم نژدې نيمه پېړۍ حاکم دى، تر طالبانو پر دوي سخت بنديز او تحريم لگيدلى و، مزاحمتونه او مقاومتونه پر دوي زيات ول، نړيوال قوي ائتلاف يې په وړاندې جوړ شو، اسرائيل او ټول عربي هېوادونه ورته په يو صف کې د دې رژيم په ضد ودريدل؛ دا دى تر نن پورې د ايران بيرغ رپيږي… که د طالبانو په ځاى واى، حتمن مې د ايران د رژيم د بقا او دوام داستان قرائت کاوه او د ستراتيژيک مطالعاتو په رديف کې مې د دې توروچپنو اخوندانو له مديريت استفاده کوله. نه یوازې ايران بلکې د نړۍ په نقشه کې ډېر داسې کودتاىي رژيمونه و او شته، چې د نړيوالو تحريمونو او فشارونو سره سره کلونه کلونه چليدلې. په سوډان کې د عمر بشير، په کيوبا کې د فيډل کاسترو، په چيلي کې د جنرال پنوشه، د شمالي کوريا کې کېم جونګ اونګ او…

زما په شخصي نظر او اند دلته داسې کوم ستر دليل او برهان نشته او نه هم کومه معقوله فرضيه شته، چې له مخې يې تصور وکړو، چې د طالبانو رژيم دوام نه مومي. احتمالاً به تر راتلونکو کلونو وچليږي، البته که دا فرضيه منتفى کړو، چې امريکا يا کوم بل ځواکمن هېواد به يو ځل بيا د نظامي بريد له لارې دلته راشي… دا يو ډېر منتفي، ناممکن او مستحيل تصور دى. که څه هم شخصاً په ډېرو مواردو کې د طالبانو د حکومتولۍ موډل راته مثالي او ايډيال نه دى، خو اوسمهال په ميدان کې هېڅ داسې «مشروع او ممکن بدیل» کم له کمه په دې حد کې نه وينم، چې د طالب خلا ډکه کړې او که د ډکولو هڅه يې کومه ډله وکړې، نو قيمت او تاوان به يې څومره وي! افغانستان نور د نظامونو د ړنگېدو توان او حوصله نه لري. نړۍ هم دلته له نظامي لارې د رژيمونو د بدلون انگېزه او برنامه نه لري. تر ټولو غوره حالت دا دى، چې نظام د ولسونو په واقعي مرجعې بدل شي، اصلاحات راشي او د مثبت بدلون ثمره ولس محسوس کړې. د داسې هدف لپاره رغنده مبارزه د هر وگړې حق دى.

په متغيره جغرافيا کې د اړیکو د رامنځته کېدا هیلې

له نیمې پېړۍ وروسته دا لومړى ځل دى، چې عربي هېوادونه به د افغانستان په هکله نه «تابع» او نه هم «خنثى» پاتې کېږي، بلکې دوي به د «مستقل» رول په توګه دلته تعامل کوي.

درې عمده مجاله شته، چې دغه نقش په کې بستر موندلې شي:

لومړې، د جيوپولتيک ساحه، چې کېداى شي د امريکا په غياب کې يو نوې سياسي «اقتصاد محوره» جغرافيا رامنځته شي. د چين، روسيې، هند، پاکستان، ايران، منځنۍ آسيا او د يو څو عربي (ضد امريکايى) هېوادونو په محور چې افغانستان به يې حتمي غړى وي، امکان نه لري، چې دومره پراخه جغرافيا بې پروګرامه پاته شي. که د ځانګړی جهت، مشخصې تيورې يا سازماني مديريت له مخې نه وي، نو خامخا به د سيمه‌ييز محوره رجحان «Regional Integration»، دڅو جانبه گټو «Multilateral Advantage» د پراختيا او امنيتي گواښونو د دفع کولو په مقصد يو غير سازماني ائتلاف د دې هېوادونو ترمينځ ايجاديږي. افغانستان د دې موخو لپاره مساعد شريک واقع کېداى شي.

دويم، جيو ايکونوميک محور دی. په دې کې د «سيمه‌ييز اتصال» لومړيتوب د شانگهاى اقتصاد محوري، د سيمه‌ييزو اقتصادي همکاريو (ايکو) تر چتر، د جنوب آسيا د همکاريو (سارک) او منځنۍ آسيا پر محوريتونو راغونډېدلې شي. گڼ شمېر داسې احتمالات شته، چې عربي نړۍ نور د لرو ملگرو «صداقة البُعداء» پرځاى د سيمه‌ييزو ملگرتياو «صداقة القرباء» له جيوايکونوميک سره يوځاى شي.

له بده مرغه د اقتصادي برنامو او مديريت د نه شتون له کبله د امريکا د تريليون ډالرو لگښت سره سره، له دې مصرف څخه څه د پاسه ٤٠ ميليارد ډالره نقده پانگه د افغان پانگوالو يا نورو ذى نفعه قرارداديانو له خوا متحده اماراتو ته کوچېدلې، د دې تريليون ډالرو يوه غټه څپه ترکیې، منځنۍ آسيا، پاکستان، ايران او هندوستان ته کوچ شوې.

عربي هيوادونه تر ټولو زيات د افغانستان د وچې ميوې، هنگ، قيمتي کاڼو او شاتو پلورونکي دي.

د امريکايي پيسو د تېښتې او انتقال ترڅنگ کېداى شي، ايران او پاکستان ته د افغانستان د مخدره توکو د سلگونو ميليون ډالرو د کاروبار او عايداتو يوه غټه برخه نقدينه د ناقانونه تجارت يا زيرزميني انتقالاتو له لارې ورغلې وي. په بلوچستان ايالت کې د بلوچ بغاوت مهارېدل، هلته په زيربنايي سکتور کې پراخه اقتصادي وده او د پيسو تحرک، همدارنگه په تيرو دوو لسيزو کې پر ايران د نړيوال اقتصادي تحريم د اغيزو په کمښت کې د دغو زيرزميني تورو پيسو څرک محسوسيږي، البته دا يوه موثقه ادعا نه ده.

دريم محور، مذهبي رجحانات دي. عربي نړۍ تر نفتو وروسته تر ټولو ډېر پر مذهبي محوري استوار هېوادونه دي. د سياسي نظام سلطه او ثبات د نفتو تر څنگ پر مذهب استواره ده. عربانو ته د سني افغانستان، اسلامي امارت، سني پاکستان، عربي امارت او…يو ډول مشترکات او سمپتي بلل کېږي.

سيمه‌ييز رقابتونه او ژنداريزم

د سيمه‌ييز اتصال تيوري او ديدگاه «Vision» هغه تيوري ده، چې د پخواني ولسمشر ډاکټر اشرف غنى له تصوري «Conception» حالت څخه عملي يا تطبيقي «Feasible» حالت ته راوسته. د هوايي دهليز، د لاجوردو لار، کاسا ١٠٠٠، منځنۍ آسيا، د ريکا ډله، د ورېښیمو لار، د پايپ لينونو پروژه، د استانبول پروسه، د هرات-خواف پټلۍ، د آقينې بندرگاه، په چاه بهار او بيا د تير«TIR» تر چتر لاندې د سوداګریز کاروبار او ترانزيتي حمل و نقل پراخول د دې اتصال لپاره هڅي وي، چې په کاري دستور کې شاملې شوې وې.

د طالبانو تر اسلامي امارت وروسته د پاکستان له خوا په «سيپک» یا «کمربند او لار»، چې چين په گوادر کې له سمندر سره نښلوي او د چين له خوا پرې تر ٦٠ ميليارد ډالرو پورې پانګونه او شراکت کيږي، په دې کې د افغانستان د شاملولو هڅه په شدت سره روانه ده. روسيه او چين غواړي، چې په سيپک کې افغانستان غړى وي، البته دا هغه ميگا پروژه ده، چې عربي خليج ورته د منفعت په سترگه گوري.

په دې حساب افغانستان ته د عربي نړۍ د وصل لار يا بايد په مستقله توگه تحقق ومومی، البته که دا ابتکار په مستقلانه توگه د افغانستان دولت (اسلامي امارت) په لاس کې واخلي. که دې کې اصلي او نيغ رول بيا هم پاکستان ولري، نو افغانستان به په نيابتي وضعيت کې پاته شي. په هغه صورت کې به د عربي هېوادونو لپاره افغانستان ته لار پر پاکستان وي، يانې د پاکستان په ابتکار او د افغانستان په نيابت.

د عربي هېوادونو لپاره بله لار پر ايران ده، چې پرې راتگ چندان محتمل نه دى. مذهبي تفاوتونه، پخوانۍ تربگينۍ، د منافعو تضاد، له ايران سره نړيوال تصادم او د ايران بد سياست، د دوي په تعبير، شايد دغسې رول ته ايران هم چندان هیله‌من نه وي؛ خو په سيمه‌ييز اتصال کې د ايران موقعيت له نظره نه شي غورځېداى. له امريکا سره د ايران ټکري ماضي، د دوه ميليون مهاجرينو کوربه‌توب، تر پاکستان وروسته د لوى گاونډيتوب امتياز، ژبني او کلتوري ګډ ټکي، ترانزيتى او تجارتي قوي پيوندونه او… يو شمېر هغه مشترکات دې چې حساب يې دروند دى. په هر حال افغانستان شديداً صميمي ايران ته اړتیا لري، دوست ايران او دوست پاکستان په دايمي توگه زمونږ لپاره اړين دي.

پاېله او تخليص

عربي نړۍ به افغانستان ته د خپلواک دريځ له مخې راځي. دوه اساسي مبادي داسې دي، چې دا هيوادونه اړ دي خپل خنثى او پسيف سياست په اکتيف سياست بدل کړې، چې يو يې «جلب منفعت» او بل يې «دفع ضرر» دى. د امريکا په غياب کې د نوې جغرافيا تشکيلېدل، سيمه‌ييز اتصال او هغه اقتصادي فرصتونه چې دلته رامنځته کېداى شي، د افغانستان په معادنو، اوبو او زراعت کې پانګونه د منفعت د جلب گنجايش ورکوي، خو د عربي ياغي ډلو مهارول يو اساسي دفع ضرر دى، چې خامخا به عربي هېوادونه د ٩٠مو کلونو په څېر غفلت ونه کړې.

که د افغانستان حاکمه رهبري په خپل ابتکار او هنر د سيمې ستراتيژيک ارزښت په ستراتيژيکو فرصتونو بدل نه کړې او مستقل حسابي رول ونه لوبوي، نو اصلي نقش به په ټولو نيابتي تعاملاتو کې پاکستان ولوبوي. پاکستان منځنۍ آسيا ته د خپلو صنايعو او محصولاتو په لېږد کې سخته بېړه لري. د منځنۍ آسيا بازار او له هغه طرف د نفت او گازو د کمبود پوره کول، د سپيک پروژې د عملي کېدو لپاره له افغانستان څخه د ډاډ حاصلول او د نورو تاريخي تربگينيو کمښت يا «Undermine»کول د پاکستان لپاره مهم لومړيتوبونه دي.

د افغانستان دولت په رسميت نه پېژندنه پاکستان ته يو ښه فرصت (کېداى شي پلاني فرصت هم وي) په لاس ورکړې، چې د افغانستان په نيابت کې هم له امريکا او غرب سره د پټو تعاملاتو امتياز ځانته منحصر وساتي او که کوم قراردادي تعامل ترسره کيږي، د تېرو څو لسيزو په شان يې دوي پر مخ يوسي. پاکستان هڅه کوي له افغانستان سره د نامستقيمو اړيکو لپاره د ټولې نړۍ په ځانګړې توګه د عربي هېوادونو گرم کوبه پاتې شي، که وگورو نو د چين او روسيې پر محور د نيغو تماسونو او سياسي محافلو حضور هم د پاکستان په ابتکار ترسره کيږي. غالباً د افغانستان د خارجه وزير تشه هم د پاکستان د بهرنيو چارو وزير ډکوي. هندوستان هم باوري دى، چې په نيابتي کشمکش کې پاکستان ميدان ترې گټلى، واگه هغه يواځينې ترانزيتي سوداګریزه لار ده، چې هند په سيمه‌ييز اتصال کې ورته اړتیا لري. هند په اوسنيو شرايطو کې تر ټولو ډېر د خپل امن او امان لپاره د پاکستان صميميت او ترحم ته سترګي په لار دى.

لنډه دا چې د روابطو د ايجاد لپاره که نړۍ له افغانستان سره دقيق، سنجيده او مستقيم چينل ونه لري، نو دا گنجايش به د پاکستان په لاس کې پاتې شي. پاکستان به د نيابتي اړیکو د ژاندارم او شديداً اغیزمن دولت په توگه د افغانستان په غیاب کې تعامل وکړې.

له بده مرغه يو سيستماتيک تسلسل داسې رامنځته شوى، چې طالبان په حاشيه کې پاتې شي. ښايي طالبان په وړو سرگرميو کې بوخت پاته شي، د پخواني رژيم په تحقيرولو او رټلو، د «PTT» په وساطت، دښځو د تعليم او لباس په زرگرۍ کې بوختېدل، د بيان د ازاديو محدودول، له ميډيا څخه د متفاوت فکر او ابتکاري تيوريو کمرنگه کول، د سفارتونو پر ځاى د نړۍ د وړو غيررسمي نمايندگى حضور چې قطعاً د رسميت پېژندنې او د مشروع دولت اعتبار ته صدمه رسوي، له داعش سره جګړه او د مرموزو شبکو له خوا د طالب خپلسره جنگيالي له گاونډيو سره درگيره کول، له ايران او تاجکستان سره اخته کېدل يې يوه نمونه ده، ممکن داسې نورې مرموزې لوبې هم وي، چې مسلکي افغانان او پانگوال له هېواده فرار ته اړ کړې. دې سره به پر پاکستان د طالبانو او هم د نورو هېوادونو اتکا لازياته کړې. دا يو دوراني حالت دى، هرځل يو جايز مجبوريت د ډېرو نورو بدو مجبوريتونو لامل گرځي، يانې دا اتکا او مجبوريت د سبب او مسبب په قاعدې بدل شوى، مونږ اړ يو او دغه احتياج له پاکستان ترلاسه کېږي. نړۍ اړه ده او دا مجبوريت ورته دوي خلاصوي، هم ستونزه زيږوي او هم د ستونزو حل کوي، چې بيا بيا همدا دایره خپل صفري تکرار ته راځي او له دايري څخه وتل نه ميسر کېږي.

له نړۍ سره د رسمي تعاملاتو محدوديت، د کليشه يې خوابديو دوام او د بين الدولتي مراوداتو نشتون طبيعي انزوا زيږوي. په اوس وخت کې د طالبانو لپاره مهمه ده، چې په کور د ننه په خپلو تعاملاتو کې تجديد نظر وکړې. دوي دې د يوې جنگي ډلې له نقش څخه راووځي او د يوه دولت او اقتدار په نقش کې دې خپله حوصله پراخه او خپله ديدگاه او جهان بيني د نړۍ د واقعيتونو او واقعي قرائتونو پر بنياد عيار کړې. نړۍ د سيمه‌ييزو لوبو په تشخيص کې هميشه غلطه شوې، دوي هميشه د افغانستان په هکله د دويم لاس د تحليلونو او تحقيقاتو پر بنسټ دريځ نيولى او دا دريځونه هم دوي او هم افغانستان ته تاواني تمام شوې. له شوروي اتحاد سره د ساړه جنگ او نيابتي لوبو اشتباهات دومره زيات و، چې مونږ يې ډير لوى قيمت ورکړ؛ خو ځينو په کې ګټه وکړه، زمونږ سياسي رهبرۍ او تحصيلکرده قشر په دومره لوبو کې پاخه نه شول، نن هم د هماغو فتنه گرو لوبغاړو لخوا په ناجايزه قومي او هويتي تصادم کې گرفتار يو… د دې باوجود د بشرشناسۍ يا انترپالوجي له مخې افغانان د تاريخ تر ټولو کلک، ځوريدلې او زبېښل شوى خلک دي، هغه ملت چې د وطني او ديني ارزښتونو لپاره د سر قربانۍ ته تيار دى، د تاريخ په څپو کې او په لويو لويو جگړو کې په وار وار يې ملي ارزښتونه ځپل شوې (ملي بيرق، ملي سرود، اساسي قانون، دولتى منشور، فردي آزادۍ، کلتوري تنوع، فرهنگي ميراثونه، بشري اساسي حقوق، د قومونو اتحاد او داسې نورو اساساتو ته يې پکې زيان رسيدلى خو ملت لا پاتې دى او د ژوند لپاره مبارزه کوي، متفاوت رژيمونه تحملوي، د نړيوالو لوبو په وړاندې د بې وسۍ تر ټولو غټ شاهدان دي اما…).

د موجوده حاکميت لپاره په کور دننه د ملي بسيج ايجادول لازمې دي. د سيمې له هېوادونو سره د سيمه‌ييز جيوپولتيک او جيوايکونوميک پيوندونو په ايجاد سره کولای شي، ځان د لېري هېوادونو له احتياجه خلاص کړي… نه یوازې د عربي خليجي هېوادونو، بلکې د هند، منځنۍ آسيا، روسيې، چين، ايران او پاکستان غير رقابتى حضور او د هغوي د همکاريو راجلبول د افغانستان په گټه دي. افغانستان هرډول تعامل او اړیکو ته اړتیا لري؛ اما مهمه دا ده، چې دا اړیکه مخامخ له افغانستان سره وشي، داسې اړیکه چې ټول جوهر او عناصر يې له افغانستان سره نښتې وي، نورو ته په کې د کاروبار او نيابت کولو اړتیا بايد صميمانه او د يوه متبادل باور له مخې منتفي شي.

ورته لیکنې

Back to top button