کابل کې یوه بله کربلا؛ د محرم پر اتمه له ۴۰ ډېر کسان مړه او ټپيان شول

د کابل شپږمه امنیتي حوزه کې د تېرې جمعې له چاودنې وروسته شنبه د زمري پر ۱۵ مازدیګر مهال د کابل لوېدیځ د یوې بلې چاودنې شاهد و. طالبانو ویلي، چې په دې چاودنه کې دوه کسان مړه او ۲۲ نور ژوبل شوي؛ خو عیني شاهدان وايي، چې په دې پېښه کې ۷ کسان مړه او ۳۵ نور ټپيان دي. طالبانو له سیمې څخه د عکسونو اخیستلو مخنیوی کړی او یو کس یې د عکس اخیستلو په تور وهلی ډبولی دی. شاهدان وايي، چې د پېښې قربانیان مولا علي روغتون، پل سوخته کې فردوس روغتون او محمدعلي جناح روغتون ته لېږدول شوي دي. عیني شاهدان او سیمه‌ییزې سرچینې وايي، چې طالبانو روغتونونو ته د هغو خلکو مخنیوی کړی، چې غوښتل یې ټپيانو ته وینه ورکړي.

شنبه د زمري پر ۱۵ مازدیګر مهال د کابل لوېدیځ پل سوخته سیمه کې چاودنه وشوه. طالبانو له چاودنې وروسته د کابل په دې ګڼه ګوڼه کې د ماین چاودلو پخلی وکړ او ویې ویل، چې په دې چاودنه کې دوه کسان مړه او ۲۲ نور ټپيان شوي دي.

له چاودنې وروسته په ټولنیزو رسنیو کې د پېښې انځورونه خپاره شول. یوه خپور شوي انځور کې ښکاري، چې څو کسان یو ټپي روغتون ته لېږدوي. انځور کې ښکاري، چې چاودنه پل سوخته سره شوې ده.

ورته مهال د پېښې یو عیني شاهد چې نه غواړي نوم یې یاد شي، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: «له چاودنې وروسته د چاودنې ځای ته ورغلم. درې شهیدان مې موټر ته پورته کړل. له نورو شهیدانو خبر نه یم، چې څومره وو؛ خو تر کومه ځایه چې خبر یم، ۷ کسان شهیدان شوي دي.»

د پېښې دا عیني شاهد زیاتوي: «ډېره سخته وه، چې ومې لیدل، بېوزله او بیچاره کسان مړه او ټپيان وو. ګوتمۍ پلورونکي شهیدان او ټپيان شوي وو او کوم کسان چې له هغه ځایه تېرېدل.» د دغه عیني شاهد په خبره، شاوخوا ۲۵ ټپيان او ټپونه یې ژور وو؛ خو سطحي ټپيان هم زیات وو او روغتونونه ته تللي نه دي. نوموړی زیاتوي: «کربلا همدلته ده، که له نږدې یې ووینې، له زړه دې وینې څاڅي. د مرستې وس درنه اخلي.»

سیمه‌ییزې سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وايي، چې له ډېرو هڅو سره سره طالبانو اجازه نه ده ورکړې، روغتون ورشي او ټپيانو ته وینه ورکړي. دا سرچینې زیاتوي، چې د ټپيانو د کورنیو په ګډون ډېر شمېر کسان محمدعلي جناح روغتون ته لاړل؛ تر څو ټپيانو ته وینه ورکړي. د سرچینو په خبره، څو طالب ځواکونه چې کېبلونه یې په لاسونو کې وو، د روغتون دروازه تړلې وه او له ورغلو کسانو سره یې تاوتریخجن چلن کاوه او چا ته یې اجازه نه ورکوله، چې روغتون ته دننه شي.

له پېښې څو ساعته وروسته د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په خپله ټویټرپاڼه کې ولیکل، چې چاودنه د شپږمې ناحیې اړوند پل سوخته سیمه کې په ګلدان کې د ځای پرځای شویو چاودېدونکو توکو له کبله شوې ده. د نوموړي په خبره، دې پېښه کې ۲ کسان مړه او ۲۲ نور ټپيان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پېښې ته نږدې فردوس روغتون ویلي، چې دغه روغتون ته د چاودنې له ځایه ۲۲ ټپيان وروړل شوي؛ خو د مړو په هکله یې څه ویلي نه دي. له بلې خوا محمدعلي جناح روغتون کې د مړو او ټپيانو یو نوملړ په ټولنیزو شبکو کې خپور شو، چې د دې چاودنې د مړو شمېر دوه او د ټپيانو ۱۳ ښوول شوی دی.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما دې پېښې ته غبرګون ښوولی او ویلي یې دي، چې طالبان دې د دا ډول پېښو مخنیوی او رڼۍ څېړنې دې وکړي. نوموړي دفتر د کابل سرکارېز سیمه کې د وړمې ورځې چاودنه هم غندلې ده. دې چاودنه کې نږدې ۵۰ کسانو ته مرګژوبله واوښته.

د محرم میاشتې پر مراسمو له دې وړاندې هم بریدونه شوي دي. سږ کال او پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته پر شیعه مذهبو بریدونو زور اخیستی دی.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ تر دا مهاله د شیعه مذهبو پر راټولېدنو د ډېرو بریدونو مسوولیت داعش منلی دی. د تېر کال د تلې میاشت کې د کندوز په یوه جومات کې د چاودنې له کبله شاوخوا ۵۰ کسان مړه او لسګونه نور ټپيان شول. دغه راز له دغه بریده یوه اوونۍ وروسته کندهار کې د شیعه مذهبو پر جومات برید کې شاوخوا ۴۰ کسان مړه او تر ۷۰ نور ټپیان شول. دغه راز د عبدالرحیم شهید ښوونځي پر زده‌کوونکو د درېیو پرله پسې چاودنو له کبله ۱۱ کسان مړه او ۲۵ نور ټپيان شول. دا پېښه د روان کال د وري میاشتې پر ۳۰ شوې وه او د سیمې اوسېدونکو د مرګژوبلې شمېرې لوړې ښوولې وې. پر دې سربېره، د روان کال د غويي میاشتې پر اتمه بلخ کې د شیعه مذهبو پر جومات چاودنه کې تر ۱۱ ډېر مړه او ۱۸ نور ټپیان شول.

ورته لیکنې

Back to top button