کابل کې پر یوه کاسټر موټر چاودنه

ولسي سرچینې د کابل ښار په مرکز کې د یوې درنې چاودنې خبر ورکوي.

د معلوماتو له مخې، دا چاودنه یکشنبه د زمري پر ۱۶ مازدیګر ۶:۰۰ د دغه ښار په مرکز آسمايي پله سره شوې ده.

ویل کېږي، چې په دې چاودنه کې یو کاسټر موټر په نښه شوی و.

عیني شاهدان وايي، چې دا پېښه تلفات لري. د دې چاودنې قربانیان سیمه کې نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

تر اوسه د دې چاودنې پوره جزیات او د چاودنې نوعیت نه دی روښانه شوی.

طالبانو هم په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې په درېیو پرله پسې ورځو کې په کابل کې چاودنې شوې دي.

په تېرو دوو چاودونو کې د طالب مسوولانو او ولسي سرچینو په وینا، نږدې ۱۰۰ کسانو ته مرکژوبله اوښتې ده.

ورته لیکنې

Back to top button