د انګلستان د فوټبال غوره لیګ یو لوبغاړي د جنسي تېري په تور ونیول شو

بریتانیايي رسنیو راپور ورکړي، چې د دغه هېواد د فوټبال ملي لوبډلې له یوه لوبغاړي څخه پلټنې پيل شوې دي.

ټېلګراف سه شنبه د جون پر ۵ راپور ورکړی، چې د انګلستان د غوره لیګ دا لوبغاړی د جنسي تېري په تور نیول شوی دی.

دغې رسنۍ د نوموړي لوبغاړي نوم نه دی په ډاګه کړی.

ویل کېږی، چې هغه تېره میاشت په یاد کار لاس پورې کړی.

هغه کلب چې دغه لوبغاړی یې غړیتوب لري، له دغه لوبغاړي د پوښتنو ګروېږنو خبر تایید کړی دی.

د یادونې وړ ده، چې ټاکل شوې دغه لوبغاړی او هېواد یې د قطر په نړیوال کپ کې ولوبېږي.

Back to top button