د سقوط یو کلني؛ طالبانو د هرات د اسلام کلا اوسېدونکو ته: پر هټيو مو د امارت بیرغ وځړوئ

۸صبح، هرات: هرات کې ځايي سرچینې وايي، چې طالبانو نن د اسلام کلا ښارګوټي په بازار کې هټیوالو ته ویلي، چې پر خپلو دوکانونو د امارت بیرغ وځړوي.

سیمه کې یوې باوري سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې نن دوشنبه د زمري پر ۲۴ د طالبانو یو رنجر موټر د اسلام کلا بازار کې ګرځېده او خلکو ته يې ویل، چې د طالبانو بیرغ پر خپلو هټيو ځوړند کړي.

اسلام کلا کې هټیوالو ته خبرداری ورکړل شوی، که چا له دغه امره سرغړونه وکړه نیول کېږي.

دغه راز طالبانو ویلي، چې هټیوال دې په خپل لګښت لوی بیرغونه واخلي او د وړو بیرغونو له ځړولو دې ډډه وکړي.

ورته مهال ځایي سرچینې وویل، چې خلکو د طالبانو دا خبره بابېزه وګڼله او د هټيو پر بامونو یې بیرغ ونه ځړواه.

د پخواني حکومت د سقوط د یو کال په پوره کېدو طالبان په بازارونو کې د بیرغونو په لګولو خپله بریا نمانځي.

ورته لیکنې

Back to top button