د افغانستان تر ۱۹ کلنو کم عمره فوټسال لوبډلې له قرغیزستان څخه لوبه وګټله

۸صبح، کابل: د مرکزي اسیا – CAFA تر ۱۹ کلنو کم عمره فوټسال اتلولۍ کې افغانستان له کوربه هېواد قرغیزستان څخه خپله دویمه لوبه وګټله.افغانستان دا لوبه له سیالې لوبډلې څخه ۵ پر ۳ ګټلې ده.
افغانستان د دغې اتلولۍ په لړ کې پرون ۳ پر ۱۰ ایران ته لوبه وبایلله.
تر ۱۹ کلنو کم عمره فوټسال ملي لوبډلې مشر روزونکي محمود سیدي پرون ویلي و، چې لوبغاړي به یې د قرغیزستان پر وړاندې ښه لوبه وکړي.
دا سیالۍ د قرغیزستان په بیشکک ښار کې د افغانستان، ایران، قرغیزستان، تاجیکستان او اوزبیکستان تر ۱۹ کلنو کم عمره فوټسال ملي لوبډلو ترمنځ کېږي.