د ملګرو ملتونو سازمان په عمومي غونډه کې د افغانستان چوکۍ د طالبانو چارسمبالي حکومت ته نه ورکول کیږي

۸صبح، کابل: ملګرو ملتونو سازمان پرېکړه کړې ده چې د دې سازمان په عمومي غوڼده کې د افغانستان چوکۍ د طالبانو چارسمبالي حکومت ته ورنکړي.

دغه پرېکړه د چهارشنبې په ورځ، د لیندۍ په لسمه نېټه، د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړې کمېټې له خوا وشوه.

دې چوکۍ ته د طالبانو د چارسمبالي حکومت نوماند، سهیل شاهین د پنجشنبې به ورځ، د لیندۍ په یوولسمه نېټه، په خپله ټوییټر پاڼه کې د ملګرو ملتونو سازمان د پرېکړې په اړه اعتراض وکړ.

هغه وایي چې دا پرېکړه «د اصولو او عدالت پر بنسټ» نه ده او «د افغانانو مشروع حق» سلب شوي دی.

هغه هیله مندي څرګنده کړې ده چې د ملګرو ملتونو سازمان به ډېر زر دا چوکۍ د طالبانو د چارسمبالي حکومت استازي ته ورکړي.

د سهیل شاهین په وینا، د طالبانو چارسمبالي حکومت ته د ملګرو ملتونو په عمومي غونډې چوکۍ ورکول کولای شي د افغانانو د ستونزو د حل او د نړۍ سره د تعامل لپاره ښه زمینه برابره کړي.

د ویلو ده چې د طالبانو چارسمبالي حکومت کابو دوه میاشتې مخکې سهیل شاهین د ملګرو ملتونو په سازمان کې د خپل استازي په توګه وړاندې کړی و.

تر دې مخکې، د ملګرو ملتونو سازمان په عمومي غونډه کې د افغانستان استازي غلام محمد اسحاق زی و، خو ده په دې غونډه کې د خبرو کولو له دوام څخه ډډه وکړه.

ورته لیکنې

Back to top button