د افغانستان امید فوټبال ملي لوبډله د اسیا د اتلولۍ په مقدماتي سیالیو کې له لوبېدو پاتې شوه

۸صبح، کابل: بحرین ته د افغانستان امید فوټبال ملي لوبډلې سفر لغوه شو. د افغانستان فوټبال فدراسیون یوې اعلامیې کې ویلي، چې دغه لوبډله د اسیا اتلولۍ په مقدماتي سیالیو کې له لوبېدو محرومه شوې ده.

په اعلامیه کې راغلي، د هېواد د فوټبال فدراسیون د مشرتابه له هڅو سره سره د هېواد د نامطلوب وضعیت له کبله، د اسیا د اتلولۍ په مقدماتي سیالیو کې د ۲۳ کلنو فوټبال ملي لوبډلې سفر د اسیا فوټبال فدراسیون له خوا لغوه شوی دی.

د افغانستان فوټبال فدراسیون وايي، پر وخت د الوتنې نشتوالی او د اسیا فوټبال کنفدراسیون، فیفا او د قطر د بهرنیو چارو وزارت سره د فوټبال فدراسیون د رییس او سکرټر جنرال تر خبرو وروسته، له بده مرغه دغه لوبډله له لوبو پاتې شوه.

اعلامیه زیاتوي، چې د افغانستان فوټبال فدراسیون په کابل کې د المپیک ملي کمېټې او د قطر د سفارت په همکارۍ دوحې ته د ملي لوبډلې د لېږد په موخه د تخلیې الوتنو سره هم همغږي کړې او هوکړې ته رسېدلي و، خو د اسیا فوټبال کنفدارسیون د قوانینو له مخې د لوبډلې په ځنډ رسېدل او د بحرین پر وړاندې د یوې لوبې له لاسه ورکول، چې د اکتوبر پر ۲۵ کېده، په دغو لوبو کې د یاد کنفدراسیون امید ملي لوبډلې ته د ګډون جواز صادر نه کړ.

ورته لیکنې

Back to top button