د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن له ایرلنډ سره سیالي کوي

۸صبح، کابل: د هېواد کرکټ ملي لوبډله د ۲۰ اوریزو سیاليو په لومړۍ لوبه کې له ایرلنډ سره مخامخ کېږي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې او د ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلې ترمنځ سیالي به نن سه شنبه د زمري پر ۱۸ ماښام ۷:۰۰ بجې د شمالي ایرلنډ په پلازمېنه بیلفاسټ ښار کې ترسره شي.

دا د ایرلنډ له لوبډلې سره د هېواد د ملي لوبډلې له ۵ شل اوریزو سیالیو څخه لومړۍ لوبه ده.

ټاکل شوې افغانستان او ایرلنډ د ۲۰ اوریزو سیالیو په پای کې د کرکټ په نړیوال جام کې خپل مقام تثبیت کړي.

تر دې مخکې، د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ایرلنډ له ملي لوبډلې سره ۱۹ نړیوالې ۲۰ اوریزې لوبې کړې، چې په دې لړ کې یې ۱۴ لوبې ګټلې دي.

ورته لیکنې

Back to top button