افغانستان ۱ پر ۸ له اوزبیکستان څخه لوبه وګټله

۸صبح، کابل: د مرکزي اسیا د ۱۹ کلنو فوټسال سیالیو په لړ کې د افغانستان د ۱۹ کلنو فوټسال ملي لوبډلې اوزبیکستان ته د ۷ ګولونو په توپير ماته ورکړه.

دا لوبه نن پنجشنبه د سلواغې پر ۲۸ د قرغیزستان په بیشکک ښار کې وشوه، چې ۱ پر ۸ د هېواد فوټسال ملي لوبډلې د اوزبیکستان لوبډلې ته ماته ورکړه.

په دوو تېرو لوبو کې افغانستان له قرغیزستان او تاجیکستان څخه هم لوبه ګټلې وه.

په دې لوبه کې مجتبی حسیني د ۴ ګلونو په وهلو سره د غوره ګول وهونکي په توګه وپېژندل شو.

د اوزبیکستان په ماتې سره، که نن شپه د ایران او قرغیزستان په لوبه کې قرغیزستان ماته وخوري، د افغانستان د ۱۹ کلنو فوټسال ملي لوبډله به د دغو سیالیو نایب اتلولي وګټي.

Back to top button