افغانستان په دويمه ۲۰ اوريزه لوبه کې هم زمبابوې ته ماته ورکړه

۸صبح، کابل: د افغانستان او زمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دویمه شل اوریزه لوبه نن يکشنبه د غبرګولي پر ۲۲ وشوه.

د لوبې پچه افغان لوبډلمشر محمد نبي وګټله او لومړی يې د منډې جوړولو پرېکړه وکړه.

افغان کرکټ ملي لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو د ۱۷۱ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان لپاره په توپوهنه کې تر ټولو ډېر ۵۷ منډې نجيب‌الله ځدراڼ وکړې. دغه راز محمد نبي ۴۳ او حضرت‌الله ځاځي ۲۸ منډې وکړې.

زمبابوې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو يوازې ۱۴۹ منډې وکړې او په دې سره يې لوبه وبايلله.

افغانستان د دغو درېيو لوبو لوبلړۍ لومړۍ لوبه هم له زمبابوې ګټلې وه.

یاده دې وي، چې افغانستان تر دې وړاندې زمبابوې ته د ۳ پنځوس اوریزو لوبو په لړۍ کې ۳ – ۰ ماتې ورکړې وه.

ورته لیکنې

Back to top button