د طالبانو یو پلاوی له امریکایي چارواکو سره د خبرو لپاره دوحې ته ولاړ

۸صبح، کابل: د طالبانو د چارسمبالي حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي چې له امریکايي پلاوي سره د خبرو اترو لپاره د هغوی یو پلاوی قطر ته تللی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي، ویلي چې د امیر خان متقي په مشرۍ پلاوی نن د پنجشنبې په ماسپښین، د لیندۍ په څلورمه نېټه دوحې ته روان شو.

په دې پلاوي کې د مالیې، پوهنې، عامې روغتیا وزارتونو، د استخبارانو ریاست او د افغانستان بانک استازي ګډون لري.

ټاکل شوې ده چې د طالبانو پلاوی به په دوحه کې د امریکا له لوړپوړي پلاوي سره د هېواد د مالي پانګو آزادولو په ګډون د ګڼو موضوع ګانو پر هکله خبرې وکړي.

دا خبرې اترې به د طالبانو، امریکا او اروپا ټولنې ترمنځ د نومبر له اووه ویشتمې تر نه ویشتمې دوام ومومي.

تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ند پرایس ویلي و چې امریکا او طالبان به په راتلونکې اوونۍ کې دوحې خبرې اترې پیل کړي.

ورته لیکنې

Back to top button