کندهار کې د سړک غاړې ماين په چاودنه کې يو طالب قوماندان ووژل شو

۸صبح، کندهار: کندهار کې ځایي سرچینې وایي، چې نن سهار د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند ښورواک سیمه کې د سړک غاړې ماین د چاودنې له امله یو طالب قوماندان وژل شوی دی.

باوري سرچینو یکشنبه د غبرګولي پر ۲۲ له ۸صبح ورځپاڼې سره شریکه کړه، چې په چاودنه کې د البدر قول اردو د سرحدي لوا قوماندان محمداکبر وژل شوی او دوه نور طالبان ټپيان شوي دي.

طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او د چاودنې مسووليت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخيستی.

د ویلو ده، چې په دغه ولايت کې پر طالبانو بريدونه د ازادۍ جبهې يا د مقاومت جبهې له خوا ترسره کېږي.

ورته لیکنې

Back to top button