خوست کې د طالبانو پر یوه موټر چاودنه شوې

۸صبح، خوست: خوست کې ځايي امنيتي سرچينو ويلي، چې دغه ولايت کې د طالبانو پر یوه فولډر ډوله موټر چاودنه شوې ده.

دا چاودنه نن غرمه نږدې ۱۲ بجې د غويي پر ۲۷ د دغه ولایت په کونډیو نومرو اړوند سیمه کې د طالبانو پر یوه شخصي موټر شوې ده.

چاودنه په موټر کې د ځای پرځای شویو چاودېدونکو توکو له کبله رامنځته شوې ده.

د خوست امنیه قوماندانۍ ویاند مستغفر ګربز هم یاده چاودنه تاییدوي او وايي، چې چا ته پکې ځاني زیان نه دی اوښتی.

د یادونې وړ ده، چې نن سهار په کابل کې هم د طالبانو پر یوه رنجر موټر مقناطیسي ماین چاودېدلی، چې له کبله يې څو طالبانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

Back to top button