د یوه محصل لیک؛ د پاسپورت ریاست باید فعال شي

لیکنه: نجي ‌الله آریامهر، ژباړه: م. ظریف

لکه څنګه چې خلک خبر دی او نړۍ شاهده ده په تېره یوه میاشت کې په افغانستان کې حیرانوونکې پېښې وشوې، لویه پېښه د طالبانو واکمنېدل دي. نړۍ ولیدل چې ناڅاپه تور، سور او زرغون بیرغ په سپین بدل شو. تر درېیو میاشتو مخکې پورې د دا ډول بدلون هېڅ فکر نه کېده.

ټول پوهېږي چې د افغانستان وضعیت ډېر پېچلی دی. له همدې امله هرڅوک چې توانېدلي د یوه ښه ژوند او امنیت په موخه له هېواده وتلي دي.

د طالبانو له واکمنۍ راهیسې څه د پاسه یوه میاشت تېرېږي، په دې موده کې وزګاري زیاته او له ناهیلۍ سره یو ځای بې وزلۍ هم پراخه شوې ده. د بېلابېلو شمېرو له مخې څه د پاسه نوي سلنه خلک له بې وزلۍ کړېږي.

د طالبانو نظام او له نورو هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو هم تراوسه څرک نه لیدل کېږي. د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا پينځه دایمي غړي له طالبانو د پراخ بنسټه نظام تمه لري. په داسې حال کې چې طالبانو د دوی د نظر وړ شرعي نظام باندې ټینګار لري.

په دغو سیاسي جنجالونو کې د محصلینو، ناروغ لرونکو او زرګونه هغو وګړو برخلیک ته چې د پاسپورت په ریاست پورې یې کارونه تړلي هېڅ پام نه کېږي.

زه او ټول هغه محصلین چې د روسیې په تحصیلي بورسونو کې شامل وو، د کورونا وبا له امله مو یو کال ژبه په آنلاین ډول ولوسته. که څه هم په دغه آنلاین موده کې مو هم ډېرې ستونزې لرلې. اوس چې پولې پرانیستې دي او موږ روسیې ته د تلو اجاره لرو؛ نشو تلاي. د پاسپورت ریاست تړلی او فعالیت نه لري.

د زده کړیالانو پاسپورتونه باید تمدی شي او که دا کار ونه شي ویزه نشي ترلاسه کولای. موږ ګڼ شمېر محصلین په بې برخلیک وضعیت کې ژوند کوو. هېڅ بنسټ زموږ غږ نه اوري. په ځلونو موږ هغو پوهنتونونو ته برېښنا لیکونه ولېږل چې موږ یې منلي یو. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ته مو هم برېښنا لیک استولی. په ورځو ورځو د روسیې د سفارت په تمه وو. کورنیو چارو وزارت او نورو بنسټونو ته مو مراجعه وکړه.

هېڅوک زموږ ستونزو ته ارزښت نه ورکوي. هر بنسټ په یو ډول د رد ځواب راکوي او زموږ ستونزو ته هېڅ پام نه کوي. یوازینی ځواب چې موږ له روسیې او نورو اړوندو بنسټونو ترلاسه کړی د دوی قانون او مقرراب وو. موږ په دې موده کې هېڅ ونه شو کړای، هلته مو درسونه پيل شوي او اندېښنه لرو چې د وروستیو بدلونونو او طالبانو د سیاست قرباني نه شو.

ورته لیکنې

Back to top button