د دولتي کارکوونکو د معاشاتو په تړاو د طالبانو د چارسبمالي حکومت نوې کړنلاره

د طالبانو چارسمبالي حکومت د دولتي کارکوونکو د معاشاتو د ورکړې په تړاو نوې کړنلاره جوړه کړې، چې د دې کړنلارې یوه کاپي ۸صبح ورځپاڼې ته رسېدلې ده. دې کړنلاره کې د رييس‌الوزرا، مرستیالان یې، وزیرانو، د استخباراتو ادارې رییس، د چارو ادارې رییس  او د نورو ادارو د رییسانو معاشونه ځانګړي شوي دي. دغه راز په دې نوې کړنلاره کې د نورو وزارتونو د بېلابېلو بستونو کارکوونکو معاشونه، د ان‌تي‌اې معاشونه، امتیازي معاشونه او د نورو ادارو برخه ځانګړې شوې ده. د دې سربېره د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکو، ستره محکمې، لویې څارنوالۍ، مرکزي بانک، نوی کابلبانک، پښتني بانک، سره میاشتې ټولنې، کابل ښاروالۍ، د پوهنتون استادانو او د علومو اکاډمۍ علمي کادر معاشونه ځانګړي شوي دي. د دې اسنادو له مخې، ممکن د طالبانو چارسمبالي حکومت کې تر ټولو ډېر معاشونه د مرکزي بانک د عامل پلاوي، نوي کابلبانک او پښتني باتک رييسان ترلاسه کړي. له دې وروسته به د برېښنا شرکت، ملي پراختیا شرکت، افغان تیلي کام او آریانا شرکت رییسان تر ټولو ډېر معاشونه اخلي. د طالبانو د چارسمبالي حکومت د رییس الوزرا معاش ۱۹۸ زره او ۲۵۰ افغانۍ ده. د یادونې وړ ده، چې د طالبانو چارسمبالي حکومت کې تر ټولو کم معاش پنځه زره افغانۍ او تر ټولو کم امتیازي معاش هم درې زره افغانۍ ټاکل شوی دی. که څه هم طالبانو له دې وړاندې پر ان‌ټي‌اې او امتیازي معاشونو نیوکه لرله، خو دې کړنلاره کې یې پر کمېدو بسنه کړې ده.

د ریاست الوزرا عمومي دفتر د سه‌شنبې پر ورځ د لیندۍ پر نهمه دا کړنلاره د یو مکتوب له لارې مالیې وزارت ته لېږلې ده. مکتوب کې راغلي، چې د دولتي کارکوونکو د معاشونو نوې کړنلاره په ۲۵ پاڼو کې تایید او نهايي ده. دې مکتوب کې ویل شوي، چې دا کړنلاره د طالبانو د چارسمبالي حکومت د رییس الوزرا له لوري تایید شوې او د اجرااتو په موخه مالیې وزارت ته لېږل شوې ده.

د لومړي بست څخه تر اتم بست پورې معاشونه

ټاکل شوي کمېسیون د معاشونو د کړنلارې د جوړولو په موخه په خپلو ارزونو کې قدم ته په کتو د بېلابېلو بستونو معاشونه ځانګړې کړې دي. د دې کړنلارې له مخې، د لومړیو رتبو کارکوونکي د ۲۵ زرو او ۲۰۰ تر ۳۰۰ زرو او ۵۰۰ افغانۍ ترمنځ معاش اخلي. دویمې رتبې کارکوونکي د ۱۶ زرو او ۶۰۰ افغانیو بیا تر ۲۰ زرو او ۶۰۰ افغانیو معاش په پام کې نیول شوی دی. دغه راز د دریمې رتبې کارکوونکو ته له ۱۳ زرو تر ۱۵ زرو او ۸۰۰ افغانیو معاش ترلاسه کوي. څلورم بست کارکوونکو ته بیا د نهه زره او ۹۰۰ افغانیو تر ۱۱ زره او ۹۰۰ افغانۍ معاش ځانګړی شوی دی. د پنځو رتبو کارکوونکو ته له اتو زرو تر نهه زره او ۲۰۰ افغانیو معاش ټاکل شوی دي. دغه راز شپږمې رتبې کارکوونکو ته شپږ زره او ۶۰۰ افغانۍ تر اووه زره او ۵۰۰ افغانیو، اوومې رتبې ته د پنځه زره او ۶۰۰ افغانیو د شپږ زره او ۲۰۰ افغانیو تر منځ او اتمې رتبې کارکوونکو ته د پنځه زرو نیولې بیا د پنځه زره او ۴۰۰ افغانیو معاش په پام کې نیول شوی دی.

د دې په څنګ کې د مافوق رتبو بستونو ته چې معینان، د خپلواکو ادارو رییسان او مرستیالان نه وي، ۴۸ زره او ۸۰۰ افغانۍ معاش په پام کې نیول شوی دی. دغه راز د فوق رتبې کارکوونکې به ۳۹ زره او ۶۵۰ افغانۍ معاش ترلاسه کوي. د مکتوب په دې برخه کې راغلي، چې د کورنیو چارو وزارت کورني کارکوونکي او نورې هغه ادارې چې د معاشونو د رتب نوې کړنلاره پرې پلي شوې نه ده، د پورتنۍ کړنلارې له مخې دې معاشونه ورکړل شي. د دې په څنګ هغه کارکوونکې چې ادارو کې له ریفورم او ازاد رقابت پرته ګومارل شوي، هم معاشونه یې په دې ډول ورکول کېږي.

مکتوب کې راغلي، چې د دولتي کارکوونکو د غرمې ډوډۍ ۳۰ افغانۍ او د شپې ډوډۍ یې ۷۰ افغانۍ په پام کې نیول شوې ده. د دې په څنګ کې تمه ده، چې دولتي کارکوونکو ته ۸۰ افغانۍ د موټر کرایه هم ورکړل شي. مکتوب کې راغلي: «د اړتیا له مخې اضافه کاري، چې له کاري ساعتونو زیاته وي، اجرا دې شي.» د مکتوب یوه برخه کې زیاته شوې، د حق‌الزحمه امتیازات هم که توجیه لرله، اجرا دې شي. دغه راز زیاته شوې، د ځينو ادارو کارکوونکي چې د قانون له مخې خطر مني، دا امتیازات دې ورته اجرا شي، خو له اصلي معاشه دې یې نه زیاتېږي.

د یادونې وړ ده، چې پخوا د لومړي بست معاش ۳۲ زره او ۵۰۰ افغانۍ، د دویم بست ۲۲ زره او ۴۰۰ افغانۍ، د درېیم بست ۱۶ زره افغانۍ، د څلورم بست ۱۱ زره او ۹۰۰ افغانۍ، د پنځم بست نهه زره او ۲۰۰ افغانۍ، د شپږم بست اووه زره او ۵۰۰ افغانۍ، د اووم بست  شپږ زره او ۲۰۰ افغانۍ او د اتم بست پنځه زره او ۶۰۰ افغانۍ وو.

له لومړی تر اتم بست پورې د معاشونو نوې کړنلاره

امتیازي معاشونه او ان‌تي‌اې معاشونه پرځای دي

‌‌د معاشونو د نوې کړنلارې له مخې، د طالبانو چارسمبالي حکومت د پخواني حکومت په څېر د ان‌تي‌اې او امتیازي معاشونه پرځای پرېښي دي. د امتیازي معاشونو په برخه کې راغلي، چې د کارکوونکو تر ټولو کم امتیازي معاش درې زره افغانۍ او تر ټولو لوړ بیا ۱۴۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ دی. دا معاشونه له لومړي تر شپږم بست پورې دي.

د ملکي کارکوونکو د امتیازي معاشونو جدول

د معاشونو د ورکړې دې نوې کړنلاره کې د ان‌تي‌اې معاشونو ته هم اشاره شوې ده. کړنلاره کې راغلي، که کارپوه او فني کارکوونکو ته اړینه اړتیا پېښه شي او دا کارکوونکو په کم معاش راضي نه شي، نورو غیردولتي ادارو کې د لوړ معاش زمینه ورته برابرېدلی شي، د ځانګړو شرایطو له مخې دې مقرر شي. ویل شوي، هغه کسان چې له بهره د فني کارکوونکو په توګه راځي، د دواړو خواوو د توافق سره ټاکل کېږي. په دې ترتیب د ان‌تي‌اې تر ټولو کم معاش اته زره افغانۍ او لوړ هغه یې بیا ۲۰۸ زره افغانۍ ټاکل شوې دی.

له دې وړاندې د ان‌ټي‌اې کارکوونکو تر ټولو کم معاش شاوخوا ۱۸ زره افغانۍ او لوړ یې بیا ۳۲۰ افغانۍ و.

د ان‌ټي‌اې او قرادادي کارکوونکو د معاشونو جدول

دغه راز د بېلابېلو ادارو ته د ان‌ټي‌اې معاشونو کارکوونکو برخه هم ټاکل شوې ده. د دې کړنلارې له مخې، د عامې روغتیا وزارت او د مرکزي احصایې اداره ان‌ټي‌اې معاشونو کې ډېر برخه او د ماليې وزارت بیا امتیازي معاشونو کې د نورو ادارو او وزارتونو په پرتله ډېره برخه لري.

د بېلابېلو ادارو او وزارتونو ته د ان‌ټي‌اې او قراردادي کارکوونکو برخه

د رییس‌ا‌لوزرا معاش ۱۹۸ زره او ۲۵۰ افغانۍ دی

د طالبانو چارسمبالي حکومت د معاشونو د ورکړې په نوې کړنلاره کې د ملا محمدحسن اخوند معاش ۱۹۸ زره او ۲۵۰ افغانۍ ټاکل شوی دی. د نوموړي مرستیالانو ته بیا ۱۸۳ زره افغانۍ معاش په پام کې نیول شوی دی. د دې په څنګ کې د ستره محکمې رییس معاش ۱۶۷ زره او ۷۵۰ افغانۍ، د وزیرانو او لوی څارنوال معاش ۱۳۷ زره او ۲۵۰ افغانۍ، د استخباراتو ادارې رییس معاش ۱۳۷ زره او ۲۵۰ افغانۍ، د چارو ادارې رییس معاش ۱۲۲ زره افغانۍ، د والیانو معاش ۹۱ زره او ۵۰۰ افغانۍ، د چارو ادارې د مرستیالانو معاش ۷۶ زره او ۲۵۰ افغانۍ، د وزارتونو د معینانو معاش ۹۱ زره او ۵۰۰ افغانۍ، د تفتیش ادارې رییس معاش ۶۱ زره افغانۍ، د کابل ښاروال معاش ۱۰۶ زره او ۷۵۰ افغانۍ، د ولایتونو د ښاروالانو معاش ۴۵ زره او ۷۵۰ افغانۍ، د شریعت رادیو رییس معاش ۶۱ زره افغانۍ او د علومو اکاډمۍ رییس معاش ۷۶ زره او ۲۵۰ افغانۍ معاش ټاکل شوی دی.

دغه راز راغلي، چې د مرکزي احصايې ریاست، د بدني روزنې عمومي ریاست، د کارتوګرافۍ او جیونزۍ ادارې عمومي ریاست، د پېښو پر وړاندې د امادګۍ د ملي ادارې عمومي ریاست، د ملکي هوانوردۍ ادارې عمومي ریاست او د اراضۍ خپلواکې ادارې ریاست رییسانو ته به ۶۱ زره افغانۍ معاش ورکول کېږي. د استخباراتو عمومي ریاست مرستیالانو ته ۹۱ زره او ۵۰۰ افغانۍ معاش په پام کې نیول شوی دی. همداراز د ملا هبت‌الله د دفتر رییس ته ۸۵ زره او ۴۰۰ افغانۍ او مرستیال ته یې ۷۶ زره او ۲۵۰ افغانۍ معاش ورکول کېږي. دغه راز د ریاست الوزرا د دفتر رییس ته ۷۶ زره او ۲۵۰ افغانۍ او مرستیال ته یې ۶۱ زره افغانۍ معاش په پام کې نیول شوی دی. د عمومي ریاستونو مرستیالانو ته ۴۵ زره او ۷۰۰ افغانۍ معاش ورکول کېږي.

له دې وړاندې له امتیازاتو پرته ولسمشر ۵۰۰ زره افغانۍ اخیستې. دغه راز مرستیالانو یې له ۳۰۰ زرو افغانیو زیاتې او وزیرانو بیا شاوخوا ۳۰۰ زره افغانۍ معاش ترلاسه کاوه. د یادونې وړ ده، چې هغوي ته د معاش ترڅنګ د دسترخوان، د کور کرایې او نور امتیازات هم ورکول کېدل.

د ملکي خدمتونو د کارکوونکو معاش یو ضریب شمېرل کېږي. وروسته د دې کارکوونکو معاش له ضریب سره په پام کې نیول کېږي او لوړرتبه مقام ته ضربېږي او ټول معاش یې ترلاسه کېږي. په دې سره د اوسمهال د ملکي خدمتونو د لوړپوړي کارکوونکي معاش ۳۰ زره او ۵۰۰ افغانۍ له ۶.۵ ضریب سره، د رییس الوزرا معاش ۱۹۸ زره او ۲۵۰ افغانۍ ټاکي. د اشرف غني د حکومت پر مهال لوړ معاش ۳۲ افغانۍ او د ولسمشر د معاش ضریب ۱۵ و.

دې برخه کې د لوړپوړو دولتي چارواکو معاشونه درج شوي دي.

د مرکزي بانک، نوي کابلبانک او پښتني بانک کارکوونکو معاش

مکتوب کې راغلي، چې د افغانستان بانک لوی رییس په مافوق رتبه کې ۱۲۲ زره افغانۍ معاش لري. د دې په څنګ کې لومړي مرستیال ته یې ۷۶ زره او ۲۵۰ افغانۍ او دویم مرستیال ته یې ۵۷ زره او ۹۱۲ افغانۍ معاش په پام کې نیول شوی دی.

د افغانستان بانک رییس او مرستیالانو ته ټاکل شوی معاش.

د دې کړنلارې له مخې د مرکزي بانک، نوي کابلبانک او پښتنې بانک هغه کارکوونکې چې له ۷۰ زرو افغانيو پورته معاش اخلي، باید له معاشه یې ۱۵ سلنه کم شي. د دې په څنګ کې د هغو کارکوونکو چې معاش یې له ۳۰ افغانیو لوړ او له ۷۰ زرو افغانیو کم وي، لس سلنه کمېږي. دغه راز راغلي، که د طالبانو چارسمبالی حکومت د بانکونو لوړو څوکیو ته غیرمسلکي کسان ګوماري، دا کسان به د ملکي خدمتونو معادل معاش ترلاسه کوي.

د مکتوب یوه برخه کې راغلي، د دريېو بانکونو د هیات عامل رییس باید له ۳۰۶ زرو افغانیو زیات معاش وانخلي. په دې توګه د دې بانکونو د عامل رییسانو معاش ځانګړی شوی نه دی. کېدای شي، د دې بانکونو د عامل رییسان د طالبانو چارسمبالي حکومت کې تر ټولو لوړ معاش واخلي.

د معاشونو دې نوې کړنلاره کې، ۳۰۶ زره افغانۍ ترټولو لوړ معاش دی.

د نظامیانو معاش

د ملي دفاع وزارت کارکوونکو د معاشونو په برخه کې سترجنرال ته ۴۷ زره او ۵۱۶ افغانۍ، ډګر جنرال ته ۴۲ زره او ۹۴۰ افغانۍ، تورن جنرال ته ۳۸ زره او ۳۶۵ افغانۍ، برید جنرال ته ۳۳ زره او ۷۸۹ افغانۍ، دګروال ته ۲۷ زره او ۲۵۰ افغانۍ، ډګرمن ته ۲۴ زره او ۹۳۵ افغانۍ، جګړن ته ۲۲ زره او ۶۲۰ افغانۍ، تورن ته ۲۰ زره او ۷۸۹ افغانۍ، لومړي بریدمن ته ۱۸ زره او ۴۱۸ افغانۍ، دویم بریدمن ته ۱۷ زره او ۴۷۰ افغانۍ، سرپرک مشر قدمدار ته ۱۷ زره او ۸۷۶ افغانۍ، معاون سرپرک مشر ته ۱۵ زره او ۰۵۸ افغانۍ، پرک مشر ته ۱۳ زره او ۵۶۹ افغانۍ او سرتېري ته ۱۳ زره او ۱۱۰ افغانۍ معاش ټاکل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت کارکوونکو د معاشونو په تړاو راغلي، چې سترپاسوال ته ۴۱ زره او ۴۴ افغانۍ، د لوی پاسوال بست ته ۳۶ زره او ۶۸۶ افغانۍ، د پاسوال بست ته ۳۲ زره او ۳۲۹ افغانۍ، د مل پاسوال بست ته ۲۷ زره او ۹۷۱ افغانۍ، سمونوال ته ۲۱ زره او ۶۹۳ افغانۍ، سمونمل ته ۱۹ زره او ۴۸۸ افغانۍ او د سمونیار بست ته ۱۷ زره او ۲۸۳ افغانۍ معاش ورکول کېږي. د دې په څنګ کې څارمن به ۱۵ زره او ۴۳۷ افغانۍ معاش، لومړی څارن ۱۳ زره او ۱۸۰ افغانۍ، لومړی ساتنمن ۱۱ زره او ۶۳۸ افغانۍ معاش، دویم ساتمن ۱۰ زره او ۷۱۴ افغانۍ، درېیم ساتنمن نهه زره او ۵۵۹ زره افغانۍ او قراردادي ساتونکي به هم اته زره او ۳۳ افغانۍ معاش ترلاسه کوي.

د طالبانو چارسمبالي حکومت کې د نظامیانو معاش.

د معاشونو د نوې کړنلارې له مخې، د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د کارکوونکو د معاشونو جدول کې راغلې دي.

د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د امتیازي معاشونو جدول.

د پوهنتونونو د استادانو او د علومو اکاډمۍ علمي کادر معاشونه

د طالبانو د چارسمبالي حکومت د معاشونو د نوې کړنلارې له مخې د استادانو اصلي معاش اووه زره افغانۍ په پام کې نیول شوی دی. په دې سره د پوهنتونونو د استادانو امتیازي معاشونه زیات دي. د پوهاند لپاره ۴۶ زره افغانۍ معاش، پوهنوال ته ۴۰ زره افغانۍ، پوهندوې ته ۳۴ افغانۍ معاش، پوهنمل ته ۲۸ زره افغانۍ، پوهنیار ته ۲۵ زره افغانۍ، پوهیالي ته ۲۲ زره افغانۍ او د پوهیالي کاندید ته ۲۰ زره او ۵۰۰ افغانۍ معاش ورکول کېږي. د اصلي او امتیازي معاش سربېره ډاکټر ته درې زره افغانۍ، ماسټر ته دوه زره افغانۍ او لیسانس ته زر افغانۍ تحصیلي امتیاز هم په پام کې نیول شوی دی.

د علوم اکاډمۍ د معاشونو په جدول کې راغلي، چې د سرمحقق معاش ۳۹ زره افغانۍ، د سرمحقق مرستیال ۳۰ زره افغانۍ، د محقق ۲۱ زره او ۶۰۰ افغانۍ، د محقق د مرستیال معاش ۱۵ زره افغانۍ، د اکاډمیسن معاش نهه زره افغانۍ او اکاډمیسن ته د کاندید معاش بیا شپږ زره افغانۍ معاش ټاکل شوی دی.

د پوهنتون د استادانو او د علوم اکاډمۍ د معاشونو جدول.

د قاضیانو او څارنوالانو معاشونه

دې کړنلاره کې د قاضیانو او څارنوالانو معاشونو ته هم اشاره شوې ده. د څارنوالۍ د معاشونو په تړاو راغلي، مرکزي رییسان او سلاکاران به له ۱۱ زره او ۷۰۰ افغانیو نیولې بیا تر ۳۰ زره او ۵۰۰ افغانیو معاش ترلاسه کوي.

د څارنوالۍ د معاشونو جدول.

د سترې محکمې د کارکوونکو د معاشونو په تړاو راغلي، چې د استیناف محکمو رییسانو، او د سترې محکمې قضايي مستشارانو او د مرکزي ادارو رییسانو ته چې د قضايي انسلاک حایز وي، ۱۰۶ زره او ۷۵۰ افغانۍ معاش ورکول کېږي. د دې په څنګ کې د استیناف او ابتداییه محکمو د دیوانونو رییسانو ته ۹۱ زره او ۵۰۰ افغانۍ معاش، د محکمو د وثیقو آمرینو ته، د سترې محکمې مرکزي ریاستونو مسلکي غړو او د استیناف محکمو د دیوانونو غړو ته ۷۶ زره او ۲۵۰ افغانۍ، د ابتداییه محکمو دیوانونو غړو ته ۶۱ زره افغانۍ، د ابتداییه محکمو د دیوانونو رییسانو ته ۷۶ زره او ۲۵۰ افغاني او د ابتداییه او وثایقو محکمو قاضیانو ته ۶۱ زره افغانۍ معاش ټاکل شوی دی.

د سترې محکمې د کارکوونکو د معاشونو جدول.

دې کړنلاره کې راغلي، چې قضاوتمند او څارونکی څلور زره او ۵۰۰ افغانۍ، قضاوتیار او څارنیار پنځه زره او ۴۰۰ افغانۍ، قضاوتمل او څارنیال شپږ زره او ۳۰۰ افغانۍ، قضاوتوال او څارنمل اووه زره او ۲۰۰ افغانۍ، قضاوتپال او څارنپال اته زره او ۱۰۰ افغانۍ او قضاوتپوه او څارنپوه هم نهه زره او افغانۍ امتیازي معاش اخلي.

دغه راز د عدلیې وزارت د علمي تحقیقاتو او قانون جوړونې علمي انستیتوت کادري معاشونو په تړاو راغلي، چې له معاش سربېره به قانونیار ته شپږ زره افغانۍ، قانونمل ته ۱۲ زره افغانۍ، قانونپال ته ۱۸ زره افغانۍ، قانونوال ته ۲۴ زره افغانۍ او قانونپوه ته ۳۰ زره افغانۍ امتیازي معاش ورکول کېږي.

د امتیازي معاشونو لیست.

د سرې میاشتې ټولنې د کارکوونکو معاش

د دولتي کارکوونکو د معاشونو د نوې کړنلارې له مخې به د افغانې سرې میاشتې ټولنې خارج رتبه بست ته ۱۲۲ زره افغانۍ معاش ورکول کېږي. دغه راز مافوق بست ۴۸ زره او ۸۰۰ افغانۍ، فوق بست ۳۹ زره او ۶۵۰ افغانۍ، لومړي بست ۳۰ زره افغانۍ، دویم بست ۲۰ زره افغانۍ، درېیم بست ۱۵ زره افغانۍ، څلورم بست ته ۱۲ زره افغانۍ، پنځم بست ته ۱۰ زره افغانۍ، شپږم بست ته اته زره افغانۍ، اووم او اتم بست ته به اووه زره او ۸۰۰ افغانۍ معاش په پام کې نیول شوی دی.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د معاشونو لېست.

د پوهنې وزارت کارکوونکو معاشونه

د معاشونو نوې کړنلاره کې راغلي، چې د پوهنې وزارت د مسلکي او تخنیکي کادرونو معاشونه دې له ۲۰ سلنه تر ۴۰ سلنه پورې کم کړل شي. دغه راز د ښوونکو د معاش د ډېروالي یا کموالي په تړاو څه ویل شوې نه دي.

دې نوې کړنلاره کې د ښوونکو د معاشونو د زیاتوالي یا کموالي په تړاو څه ویل شوي نه دي.

د کابل ښاروالۍ د کارکوونکو معاشونه

د کابل ښاروال معاش په خارج رتبه بست کې ۱۰۶ زره او ۷۵۰ افغانۍ ټاکل شوی دی. د دې کړنلارې له مخې، د کابل ښارول معینان ۷۶ زره او ۲۵۰ افغانۍ معاش، سلاکاران یې ۳۹ زره او ۶۵۰ افغانۍ معاش، د ښاروالۍ د ادارو رییس ۳۰ زره او ۵۰۰ افغانۍ او د دې ادارو مرستیالان به ۲۰ زره او ۶۰۰ افغانۍ معاش ترلاسه کوي. د دې په څنګ کې د دوکتورا سند لرونکي ته به درې زره افغانۍ، ماسټر ته دوه زره افغانۍ او لیسانس سند لروونکې ته به زر افغانۍ امتیازي معاش هم ورکول کېږي.

د کابل ښاروالۍ د معاشونو د ورکړې نوې کړنلاره.

دې کړنلاره کې د عمومي رییسانو، د برخو رییسانو او د دولتي شرکتونو د آمرانو معاشونه هم اصلاح شوي دي. د برېښنا شرکت رییس ته ۲۰۰ زره افغانۍ، د ملي پراختیا شرکت رییس ته ۱۵۰ زره او ۲۰۰ افغانۍ، د انټرکانتیننټل هوټل رییس ته ۷۰ زره او ۱۰۰ افغانۍ، د اوبو رسونې او کانالیزاسیون رییس ته ۷۵ زره او ۱۵۰ افغانۍ، افغان پست شرکت ته ۱۵۰ زره افغانۍ، د مصونه اسنادو د طبع شرکت ته ۱۴۰ زرو تر ۱۵۰ زرو افغانیو، افغان تیلي کام شرکت ته له ۱۳۰ زرو ته ۲۰۰ زرو افغانیو، د مکروریانو د ساتنې او تدویر رییس ته ۱۵۰ زره افغانۍ، د نفتي موادو رییس ته له ۱۰۰ زرو تر ۱۵۰ زرو افغانیو او او د آریانا هوايي شرکت رییس ته له ۹۰ زرو تر ۲۰۰ زرو افغانیو معاش په پام کې نیول شوی دی.

د معاشونو د نوې کړنلارې په دوام د دویمه درجې شرکتونو معاشونه هم راغلې دي.

د ادارو د رییسانو د معاشونو جدول، چې نوې کړنلاره کې زیات معاش ترلاسه کوي.

د ‌ډيپلوماټانو معاش

د معاشونو دې نوې کړنلاره کې په سفارتونو کې د ډيپلوماټانو، سیاسي استازولیو او د بهرنیو چارو وزارت د کورنیو کارکوونکو، د مافوق رتبې تر لسمې رتبې کارکوونکو معاشونه ځانګړي شوي دي. د مافوق رتبې بست ته یو زر او ۱۳ ډالره، فوق رتبې بست ته یو زر او ۱۳ ډالره، لومړي بست ته ۸۹۱ ډالره، دویم بست ته ۸۷۸ ډالره، درېیم بست ته ۷۸۸ ډالره، څلورم بست ته ۶۹۸ ډالره، پنځم بست ته ۶۵۳ ډالره، شپږم بست ته ۶۳۰ ډالره، اووم بست ته ۵۸۵ ډالره، اتم بست ته ۵۴۰ ډالره، نهم بست ته ۴۹۵ ډالره او لسم بست ته ۴۵۰ ډالره معاش په پام کې نیول شوی دی.

د دې کړنلارې له مخې بهر کې د بهرنیو چارو وزارت مامورین د دندې له پای ته رسېدو سره هېواد ته راشي، هر بست کې چې ګومارل کېږي، د هماغه بست معاش ترلاسه کوي.

دې جدول کې د بهرنیو چارو وزارت د کارکوونکو معاشونه درج شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو چارسمبالي حکومت د معاشونو پر دې کړنلارې د کار له کبله د دولتي کارکوونکو معاشونه ځنډولي و. طالب چارواکو اعلان کړی، چې ډېر ژر به د دولتي ملکي کارکوونکو د درېیو میاشتو معاش ورکړل شي. د دولتي کارکوونکو د معاشونو کړنلاره داسې مهال جوړېږي، چې د افغانۍ بیه د ډالر پر وړاندې ښکته راغلې او بازار کې د لومړنیو توکو بیې هم لوړې شوې دي.

ورته لیکنې

Back to top button