د امتیاز اخیستلو وسیله که کلتوري ستونزه؛ ولې لا هم د نجونو ښوونځي تړلي دي؟

هېواد کې د نجونو ښوونځیو د تړلو شاوخوا یو کال پوره کېږي. طالبانو پر کابل له واکمنېدو وروسته امر وکړ، چې تر بلې خبرتیا دې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلې پاتې وي. دمګړۍ چې له راتلونکې خبرتیا یو کال تېرېږي، لا هم د نجونو ښوونځي تړلې دي. طالبانو په دې موده کې له عامه افکارو او نړیوالو فشارونو سره سره بېلابېلې پلمې لټولې؛ د زده‌کوونکو نجونو د جامو له بدلونه نیولې بیا د «افغانانو سنتي او شرعي قوانینو» مطابق د زده‌کړو نصاب کې تر بدلون پورې. تازه په افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت د پوهنې وزیر ویلي، چې د نجونو ښوونځي د کلتوري لاملونو له کبله تړلي پاتې دي؛ خو د دغه وزارت معین د نجونو ښوونځيو د نه پرانیستلو لامل په تعلیمي نصاب کې ستونزې یادوي.

د طالبانو د سرپرست حکومت د پوهنې وزیر نورالله منیر دوشنبه د زمري پر ۱۷ له طلوع نیوز سره خبرو کې ویلي: «خلک د نجونو له زده‌کړو سره نه؛ بلکې له کوره د خپلو لوڼو له وتلو سره حساسیت لري او په دې برخه کې د افغانانو کلتور ډېر حساس دی.» نوموړي زیاته کړې، چې هڅه کوي ښوونځيو ته د نجونو د تګ د څرنګوالي په اړه له افغانانو سره هوکړې ته ورسېږي.

ورته مهال د پوهنې وزارت د بشري سرچینو معین سیداحمد شهیدخېل ویلي، چې د نجونو ښوونځيو د تړلو موضوع په تعلیمي نصاب کې د ستونزو له کبله دوام کړی دی. د نوموړي په خبره، هغوی پر تعلیمي نصاب کار کوي او په تعلیمي نصاب کې له بدلون وروسته به د نجونو ښوونځي پرانیستل شي. له دې وړاندې طالبانو ویلي و، چې د زده‌کوونکو نجونو او ښوونکو په یونیفورم کې له اصلاحاتو وروسته به ښوونځي پرانیستل شي.

ورته مهال دیني کارپوه او د پخواني حکومت د سولې مرکچي پلاوي غړی محمدامین محمدي له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې د طالبانو حکومت د پوهنې وزیر نورالله منیر څرګندونې «سپکې» او د افغانانو او نړۍ شعور ته د نه درناوي وړ بولي.

د محمدي په خبره، هغه ادعا چې ګنې د افغانانو له لوري د نجونو د زده‌کړو پر وړاندې کلتوري ستونزه ده، پرځای نه ده؛ ځکه د تېرو ۲۰ کالو تجربو وښووله، چې د هېواد په ډېرو سیمو کې خلکو له جبر پرته خپلې لوڼې ښوونځيو ته لېږلې. د نوموړي په باور، که د قبایلو ګوتشمېر مشران د نجونو د زده‌کړو مخالف وي، حق نه لري د ټولو افغانو نجونو په اړه پرېکړه وکړي؛ ځکه د نوموړي په خبره، له شرعي او د طالبانو د عرف پر بنسټ، د بالغو او نابالغو نجونو قیم او ولي خلک نه دي او نه شي کولای، د نجلۍ د پلار او مور پرځای پرېکړه وکړي.

احمدي زیاتوي، که د ځينو سیمو د مشرانو ترمنځ کلتوري ستونزه وي، د دوی له لوري د ټولو سیمو په اړه پرېکړه کول یو ډول دوه ګونی چلن او توکمپالنه ګڼل کېږي. د هغه په خبره، که کوم ځای کې کلتوري ستونزه وي، د ښوونځيو د مدیریت په اړه د هماغې سیمې خلکو د نظر له مخې حل کېدای شي، نه دا چې د نورو سیمو نجونې له زده‌کړو بې برخې کړي.

دا دیني کارپوه زیاتوي، طالبان ادعا کوي، چې شریعت وروستۍ مرجع ده. د هغه په خبره، «که د نجونو د زده‌کړو پر وړاندې خنډ شرعي مانع ونه لري، چې نه یې لري، بیا څنګه د محدودو سیمو له کلتوره په استناد د نجونو شرعي حق تر پښو لاندې کړو؟»

احمدي زده‌کړې د نجونو نه سلب کېدونکی حق وباله او ټينګار يې وکړ: «هر حکومت مسوولیت لري چې د دې حق د لاسرسي لپاره اسانتیاوې برابرې کړي او په تېرو ۱۰۰ کالو کې افغان حکومتونو هڅه کوله نجونو ته د زده‌کړو اسانتیاوې برابرولې او د هرې سیمې له اوسېدونکو سره د مذاکرې له لارې یې کلتوري ستونزې حل کولې؛ خو د طالبانو اداره د دې برعکس عمل کوي. تر هغه ځایه چې د طالبانو قاضي القضات افغاني او قبیله یي غیرت د نجونو د زده‌کړو پر وړاندې تحریکوي. له همدې کبله دا څرګندونې، تبعیضي، قبیله یي، قومي او د انسان د شعور پر وړاندې سپکوونکې دي.»

دیني کارپوه او څېړونکی ډاکټر بشیراحمد انصاري ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې د نجونو د ښوونځيو د تړلو د لامل په اړه له دیني اړخ څخه کلتوري اړخ ته د طالبانو د دریځ بدلېدل کابل ته د تقي عثماني په مشرۍ د پاکستان د علماوو پلاوي سفر سره تړلی دی. انصاري زیاتوي، چې کابل ته د تقي عثماني راتګ ښايي د دې مسالې په بدلون کې رول لرلی وي. د هغه په خبره، ښايي دوى دا موضوع د طالبانو لپاره له ديني څخه کلتوري اړخ ته اړولې وي؛ ځکه په خبره یې، زموږ په ټولنه کې د يوې دیني مسالې په پرتله د فرهنګي مسالې تنزل اسان دی. نوموړی له طالبانو پوښتي، چې ولې یې له دې وړاندې د نجونو د ښوونځيو د تړلو خبره له دین سره تړله؟

انصاري زیاتوي: «بله خبره دا ده، هغه هېوادونه چې یو ډول له طالبانو سره یوه خوله دي، خو په ظاهر کې د عمومي افکارو، په ټوله دنیا کې د انساني ضمیر او وجداني فشار له کبله د دې جرات نه شي کولای، چې له رسمي دریځه د دې اعلان وکړي، هڅه کوي، چې د طالبانو قباحت د نجونو ښوونځيو پورې راکم کړي او ښکاره کړي، چې طالبان بله ستونزه نه لري، یوازینۍ ستونزه یې د نجونو ښوونځي دي. که حل شي، بله ستونزه به نه وي.»

دا دیني څېړونکی زیاتوي، چې طالبان له دې مسالې خبر دي او له همدې امله هڅه کوي د نجونو د ښوونځيو د تړلو خبره یوه ورځ له دیني او بله ورځ له کلتوري لامل سره وتړي؛ تر څو په رسمیت وپېژندل شي.

انصاري زیاته کړه: «طالبانو په لومړۍ دوره کې هم ملت ځاپه، د مخدره توکو کاروبار یې پراخاوه، په لوبغالو کې یې خلک اعدامول او بیا یې نړۍ ته ویل، چې له موږ سره مرسته وکړئ، چې دا جنایتونه ونه کړو. په دې برخه کې ډېر اسناد شته. اوس هم نړۍ ته وايي، که په رسمیت مو وپېژنئ، موږ حاضر یو انساني چلن خپل کړو.»

د هېواد ځينې نور لیکوال هم د طالبانو حکومت د پوهنې وزیر څرګندونې له دین څخه ناوړه ګټه اخیستنه بولي. لیکوال عبدالکبیر ستوده وايي: «طالبان له هر څه څخه ناوړه ګټه اخلي، ان له دین څخه. هغوی وايي، چې اسلام مېرمنو ته د زده‌کړو حق ورکړی؛ خو دا چې تر کومه او څنګه زده‌کړه، اسلام څه ویلي نه دي. طالبان وايي، هماغه اړین دیني علوم چې د سیمې په جوماتونو کې زده کېږي، بس دي.»

ستوده زیاتوي، چې له زده‌کړو د نجونو راګرځول د قومي سرکوب یوه وسیله ده او هغوی له دې لارې غواړي، د ټولنې لوی شمېر انساني ځواک کنټرول کړي. د دغه لیکوال په خبره، د طالبانو یوه موخه د ټولنې کنټرول دی او مېرمنې دې موخې ته د رسېدو لپاره لومړنۍ موخه ګڼل کېږي؛ ځکه د هغوی په باور، ډېری افغانان د مېرمنو او د هغوی د حقونو په تړاو چندان حساسیت نه لري او فکر کوي له دې لارې به یې په ښه ډول له ناموسه ساتنه وشي.

ستوده وايي، چې طالبان د رسمیت پېژندنې لپاره له هرې وسیلې کار اخلي او د هغه په خبره، یوه ښه وسیله یې د نجونو د ښوونځيو تړل دي. نوموړی زیاتوي، چې طالبان پوهېږي، چې نړیواله ټولنه د نجونو د برخلیک په اړه بې تفاوته نه پاتې کېږي.

له بلې خوا خبریال او د پخواني حکومت د روغې جوړې عالي شورا سلاکار حشمت‌الله رادفر وايي، چې طالبان د زده کړو په برخه کې وروسته پاتی نظر لري او د معارف تصمیم نیوونکي یې هم د پوهنې وزیر پر لاره ګام ږدي.

رادفر د طالبانو حکومت د پوهنې وزیر د څرګندونو په اړه وویل: «هغه ښه وايي. کلتوري ستونزه ده او له کلتوري لاملونو سره تړلې خبره ده. ستونزه د هغوی په خپل کلتور کې ده، نه دا چې ټول افغانان ورته کلتوري ستونزه ولري.»

ورته مهال ځينې معترضې نجونې چې له یو کال راهیسې د طالبانو د «حذف» سیاستونو پر وړاندې په بېلابېلو بڼو احتجاج کوي، د طالبانو د پوهنې وزارت چارواکو وروستۍ څرګندونې د مېرمنو او خلکو شعور ته سپکاوی بولي او ټينګار کوي، چې هغوی پر نړیوالې ټولنې د فشار راوړلو لپاره له مېرمنو د وسیلې په توګه کار اخلي.

زینب (مستعار نوم) چې پنځه وارې يې د مېرمنو د حقونو د رسمیت پېژندلو لپاره د طالبانو پر ضد اعتراض کې ګډون کړی، له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې وايي، چې هغوی خپلو «سیاسي او قومي» موخو ته د رسېدو لپاره له هېڅ «بدعته» ډډه نه کوي. د هغې په خبره، چې دمګړۍ له نړۍ سره د تعامل لپاره د مېرمنو حقوق په اصلي مسالې بدله شوې او هغوی د مېرمنو پر وړاندې له هرې وسیلې کار اخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې هېواد کې د نجونو د ښوونځيو له تړلو شاوخوا یو کال تېرېږي؛ خو طالبانو د دغو ښوونځيو د تړلو لامل ته بېلابېلې پلمې راوړې دي. طالبانو تېر کال د زمري پر ۲۴ اعلان وکړ، چې تر بلې خبرتیا به د نجونو ښوونځي تړلي وي؛ خو ژمنه یې وکړه، چې د روان کال په وري میاشت کې به د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي. د روان کال په وري میاشت کې نجونې ښوونځيو ته لاړې؛ خو د ښوونځيو دروازې یې بېرته پرمخ وتړل شوې. د طالبانو دې اقدام پراخ نړیوال او کورني غبرګونونه را وپارول. طالبانو ویلي، چې تر دا مهاله د نجونو د ښوونځيو د تړلو پر وړاندې خنډ د نجونو او ښوونکو د یونیفورم او په تعلیمي نصاب کې بدلون دی.

د نجونو او ښوونکو د جامو بدلون

د طالبانو د پوهنې وزارت د وري میاشتې په لومړۍ اعلان وکړ، چې افغانستان کې د نجونو ښوونځي پرانیستل کېږي؛ خو د زده‌کړو له پیلېدو سره هممهاله یې له خپل دریځه شاتګ وکړ او ویې ویل، چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي به تر بلې خبرتیا تړلي پاتې وي. هغوی ویلي و، چې د «افغانستان د سنت او شرعي قوانینو» مطابق د نجونو او ښوونکو د جامو د بدلون په اړه له پرېکړې وروسته به د نجونو ښوونځي پرانیستل شي؛ خو د وري پر درېیمه يې خپله پخوانۍ پرېکړه بېرته واخیسته او ویې ویل، چې د زده‌کوونکو نجونو د جامو د څرنګوالي په اړه پرېکړه ونه شوه.

په تعلیمي نصاب کې بدلون

طالب چارواکو د ښوونځيو د تړلو په اړه د خلکو له پراخو احتجاجونو وروسته وویل، چې په تعلیمي نصاب کې له بدلون وروسته به د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي. له دې وړاندې د پوهنې وزارت معین ویلي و، چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو تړل په تعلیمي نصاب کې له ستونزو راولاړه شوې او په دې اړه له بیاکتنې وروسته به د نجونو ښوونځي پرانیستل شي.

نوموړي له رسنیو سره په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې «د اخلاقو علم، عقیدې، د اولادونو د روزنې» مسایل به د نجونو په تعلیمي نصاب کې ورزیات شي. له دې وړاندې یو لوړپوړي طالب انس حقاني خوست کې یوې غونډې ته ویلي و، چې د افغانستان تعلیمي نصاب ستونزه لري او کله چې دا ستونزه حل شي، د نجونو پر مخ به د ښوونځيو دروازې پرانیستل شي. نوموړي ویلي و، چې ډېر ژر به د دیني عالمانو ناسته جوړه شي او د نجونو د ښوونځيو پر وړاندې شته ستونزې به وارزول شي. کابل کې د طالبانو د علماوو شورا ناسته په ثور میاشت کې د لویې جرګې په تالار کې وشوه؛ خو د نجونو د ښوونځيو په اړه پکې هېڅ بحث ونه شو. هغوی په خپل پرېکړه لیک کې هم د نجونو د ښوونځيو پرانیستلو ته اشاره نه ده کړې. طالبانو د نجونو د ښوونځيو د پرانیستلو په اړه له بیا بیا ژمنو سره سره لا هم په دې اړه پرېکړه نه ده کړې.

ورته لیکنې

Back to top button