پنجشېر کې یوه سړي د خپلې کورنۍ د شپږو غړو په ګډون ۷ تنه ووژل

۸صبح، پنجشېر: په پنجشېر کې سرچینې وايي، چې په دغه ولایت کې یوه کس د ګاونډي په ګډون د خپلې کورنۍ ۷ غړي وژلي دي.
دا پېښه پنجشنبه د زمري پر ۲۰ د دغه ولایت د درې ولسوالۍ په پوجاوه سیمه کې شوې ده.

سرچینې زیاتوي، چې دغه سړی همایون نومېږي او په رواني ناروغۍ اخته دی.

د سرچینو په وینا، همایون خپل ګاونډی هم چې غوښتل یې د نوموړي مخنیوی وکړي، په ډزو وژلی دی.

سرچینې جوتوي، چې د دغه کس ګاونډی عبدالله نومېده او ښوونکی و.

د ویلو ده، چې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې په هېواد کې کورني تاوتریخوالي زیات شوي دي. کارپوهان د بېوزلۍ او وزګارتیا زیاتوالی د دغه راز پېښو د زیاتېدو لامل بولي.

ورته لیکنې

Back to top button