کابل کې د طالبانو پر یوه رنجر موټر مقناطیسي ماین چاودېدلی

۸صبح، کابل: کابل کې ولسي سرچینې وایي، چې په دغه ښار کې د طالبانو پر یوه رنجر د ماین چاودنه شوې ده.
د پېښې شاهدان ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې د ۱۷ ناحیې اړوند د خېرخانې کوتل سیمه کې د طالبانو پر یوه رنجر موټر نن د سهار شاوخوا ۹ بجې د ماین چاودنه شوې ده.
د شاهدانو په وینا، پېښه د مقناطیسي ماین له امله شوې او څو طالبان چې په رنجر کې دننه و، روغتون ته لېږدول شوي دي.
طالبانو تر اوسه د دې پېښې د څرنګوالي او د قربانیانو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي