بدخشان کې د یوې چاودنې له امله د طالبانو د چاپېریال ساتنې رییس دوه کسان ټپیان شول

۸صبح، بدخشان: بدخشان کې ځایي سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو د چاپېریال ساتنې رییس پر موټر د ماین چاودنه شوې ده.

د سرچینو په وینا، دغه پېښه شنبه د چنګاښ پر ۴ د بدخشان ولایت یفتل پایین ولسوالۍ اړوند جنګل وکیل سیمه کې شوې ده.

سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چاودنه داسې مهال رامنځته شوه، چې د بدخشان د چاپېریال ساتنې رییس له یفتل پایین ولسوالۍ څخه فیض اباد ښار ته روان و.

تر اوسه د دې چاودنې مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

ورته لیکنې

Back to top button