پنجشېر کې د رحماني کنډک د قوماندان په ګډون ۸ طالبان ووژل شول

۸صبح، پنجشېر: د مقاومت جبهه ادعا کوي، چې پنجشېر کې د رحماني کنډک د قوماندان په ګډون ۸ طالبان د دغې جبهې د ځواکونو په کمین کې وژل شوي دي.

د مقاومت جبهې ویاند صبغت الله احمدي دوشنبه د غویي پر ۲۶، په یوه ټویټ کې لیکلي، چې دغه طالبان د پنجشېر په حصه اول ولسوالۍ کې وژل شوي دي. د هغه په وینا، د وژل شویو کسانو ځینې وسلې او دوربینونه هم د دغې جبهې د ځواکونو لاس ته رسېدلي دي.

هغه همداراز لیکلي، چې د پنجشېر په حصه اول ولسوالۍ کې د مقاومت جبهې پر پوستې د طالبانو برید د دغې جبهې د ځواکونو له خوا په شا تمبول شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ویلو ده، چې له څو ورځو راهیسې د پنجشېر په دره ولسوالۍ کې د مقاومت جبهې او طالبانو ترمنځ نښتې اوس هم دوام لري.

ورته لیکنې

Back to top button