بدخشان کې د غر ښویېدنې له امله ۴ تنه مړه او ۲ نور ټپیان شول

۸صبح، کابل: بدخشان کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په یاوان ولسوالۍ کې د غر ښویېدلو له امله ۴ تنه مړه شوي دي.
د سرچینو په وینا، دغه غر دوشنبه د غویي پر ۲۶، د بدخشان یاوان ولسوالۍ شولر کلي کې راښویېدلی دی.
د دغې پېښې له امله ۴ تنه مړه او ۲ نور ټپیان شوي دي.
دغه پېښه د سرو زور کان تر څنګ شوې ده.
د ویلو ده، چې د کانونو د غیرمعیاري کېندنو تر څنګ، د غرونو ښویېدل او طبیعي پېښې خلک قرباني کوي.