د طالبانو کابینې نولسمه ناسته؛ د پولیسو یونیفورم له معمولي بدلون وروسته تصویب شو

۸صبح، کابل: د طالبانو د سرپرست حکومت د کابینې نولسمه ناسته جوړه شوه. دې ناسته کې د پولیسو یونیفورم له معمولي بدلون وروسته تصویب شوی دی.

د طالبانو سرپرستې کابینې دوشنبه د مرغومي پر ۲۷ د کورنیو چارو وزارت لخوا د پولیسو لپاره انتخاب شوی یونیفورم له معمولي تغییر سره تصویب کړ.

د پولیسو لپاره د انتخاب شوي یونیفورم په تړاو جزیات نه دي ورکړل شوي.

دغه راز په غونډه کې د خرڅلاو لپاره داوطلبۍ ته د (CNG) ګاز وړاندې کولو په اړه د معادن او پټرولیم وزارت غوښتنه تصویب شوه او اقتصادي کمېسیون ته دنده وسپارل شوه، تر څو د بهرنیو شرکتونو لخوا د پانګونې د قراردادونو څرنګوالی او شرایط په هر اړخیز ډول وڅېړي او خپل نظر دې د کابینې ناستې ته وړاندې کړي.

د کابینې مجلس د ازبکستان – مزارشريف او پېښور ته د اوسپنې پټلۍ د پروژې د مسیر او ځمکنۍ سروې په اړه هم بحث او پرېکړه وکړه، تر څو په نژدې راتلونکې کې په دې پروژه عملي کار پیل شي.

د یادونې وړ ده، چې د کابینې په غونډه کې په نورو اقتصادي او ټولنیزو مسایلو هم بحث او پریکړې شوې دي.

ورته لیکنې

Back to top button