د اویغور پرسر د ترکیې او چین ترمنځ ترینګلتیا

- سیلین ګیریت ـ بي بي سي استانبول ژباړه: هدایت الله همیم

ترکیه کې د چین ضد مظاهرو کې د چین بیرغ وسوځول شو

د تېرو وروستیو لسو ورځو پرمهال په ترکیه کې د چین ضد احساسات په ډېرېدو دی، داسې چې هلته چینایی بیرغ ته اور اچول شوی او پر ځینو چینایی خوړنځیو بریدونه شوی، او داسې ګومان هم کېږی چې په تېروتنې سره په ترکیه کې پر چینایی سیلانیانو بریدونه شوی او د هېواد په لروبر کې د چین ضد لاریونونه شوی.
په ترکیه کې مسلمانان او د چین په لیرې لوېدیځ کې اویغوری مسلمانان له یوه ټبره دی، چې ټینګ کلتوری او دینی ګډ اړیکی سره لری.
تېره اونۍ، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وویل: ”زموږ ولس د هغو رپوټونو په اړه خورا اندېښمن دی، چې ترکی اویغوریان په سینکیانګ ولایت کې له روژې نیولو او نورو مذهبی کړنو منع کړل شوی دی”.
خو چین یې په غبرګون کې ویلی، په سینکیانګ ولایت کې د روژې میاشتې پرمهال دوی د مسلمانانو مذهبی اعتقادونو او نورو مذهبی کړنو ته پوره درناوی لری، چې په وینا یې په دې موضوع کې لوېدیځو رسنیو مبالغه کړې ده:
په چین کې روژه کې پر لږکیو مسلمانانو د بندیز له کبله په ترکیه کې د اویغور په ملاتړ مظاهرې
”هېڅ کوم حکومتی بنسټ او یا کومه بله عامه او یا شخصی اداره نه شته چې هېوادوال یوې مشخصې عقیدې ته اړباسی او یا دا چې باید یو ځانګړی دین غوره کړی، د هېڅ متدین او یا غیر متدین وطنوال پرضد له تعصب او توکم پالنې ګټه نه اخیستل کېږی”.
تېره اونۍ په استانبول کې یوې قهرجنې ډلې خلکو د (نېکمرغه چین) په نوم پر یوه هوټل برید وکړ . د هوټل چلوونکی سیهان یافوز وایی: ”خلک دلته راتګ ته زړه نه ښه کوی، له بل بریده وېره لری. که چېرې موږ د چین حکومت ته احتجاج وکړو، شاید د سفارت مخې ته یې مظاهرې وشی. د احتجاج له کبله باید له تاوتریخوالی ګټه وانخیستله شی”.
ځینې نور داسې رپوټونه هم شته، چې د تېرې شنبې په ورځ استانبول کې د ”خړو لېوانو” په نوم د ډلې د مظاهرو پرمهال تاوتریخوالی شوی. دغه ډله په ترکیه کې د قومی سخت دریځو د ځوانانو (ایم ایچ بی) ډلې یوه برخه ده.
د چین د سیاحت لارښوده میرای هامیت وایی، څلورو یا پنځو کسانو په چړو پر یوه سیلانی برید کړی:
چینایی سیلانیان ترکیه کې د چین ضد احساس ډېرېدل بابیزه ګڼی
”له موږ یې وپوښتل چې له کوم ځایه راغلی یو، کله مو چې ورته وویل چینایان یو، ټول یې ووهلو. ما او یوه بل ترکی سیاحتی لارښود مداخله وکړه. خو پر موږ یې هم سرپه ونه کړه، زه هم ټپی شوم، خو موږ یې ډېر سخت ټپیان نه کړو” میرای هامیت اټکل کوی، شاید برید کوونکی د خړو لېوانو د ډلې اړوند کسان نه وو، او یوازې لارویان به وو.
”پر ترکیه باور کوو”
خو ترکی خبری رسنیو ویلی، د یادې ډلې د قهرېدلو لاریونیانو له خوا ځینې کوریایی سیلانیان په دې ګومان وهل شوی، چې ګنی چینایان دی، خو دغه ډله بیا دا تور نه منی.
د سیهان یافوز چینایی خوړنځی، چې مخکې برید پرې شوی و
په استانبول کې د ”خړو لېوانو” ډلې مشر احمد یګیت یلدریم ویلی، شخړې رښتیا هم د پولیسو او لاریونیانو ترمنځ شوې، خو هېڅ سیلانی ته زیان نه دی رسېدلی او ددوی پرضد یې هم هېڅ ډول شکایت نه دی کړی.
دی زیاتوی”زموږ هېواد ته د هر راتلونکی سیلانی ساتنه زموږ مسؤولیت دی، د هېڅ ډول تاوتریخوالی اجازه به ورنه کړو”.
د دې موضوع په اړه پولیسو هم هېڅ ډول څرګندونې نه دی کړې، خو په استانبول کې د کوریا کونسلګرۍ ویلی، دوی ته هېڅ شکایت هم نه دی شوی او نه هم داسې راپور ورغلی چې ګنی په ښار کې پر کوریایی وګړو دې برید شوی وی.
د (ایم ایچ بی) اړوند سپیرو لېوانو ډلې مشر وایی، د چین ضد لاریونونو کې دوی هېڅ سیلانی ته زیان نه دی رسولی
د ملی حرکت ګوند مشر دولت بهجلی ترکی رسنیو ته ویلی، شاید پر کوم یوه کوریایی وګړی د چینایی ګومان شوی وی.
سینکیانګ کې ځینې بندیزونه
• ښځې له حجاب اغوستلو منع شوې دی
• اویغوریان په ځینو سیمو کې د چړو له اخیستو منع شوی دی
• لمونځ د وضع شوی قانون له مخې کېږی، داسې چې له ۱۸ کلنۍ ټیټ کسان جومات ته نه شی ننوتلی
• واده کوونکی باید حکومت ته د واده د منښتلیک ترلاسه کولو لپاره وړاندیز وکړی، په پټه واده کول منع دی
• له سپین ږیرو پرته نور ږیرو پرېښودو ته نه پرېږدی
خو چینایی سیلانیانو په ترکیه کې د چین ضد احساس ډېرېدو په اړه بې پروایی ښودلې ده.
چینایی سیلانی لوکی چانګ ویلی: ”موږ پر پېښو خبر یو، خو له هېڅ ستونزې سره نه یو مخامخ شوی. موږ پر ترکیې باور لرو. ترکی ولس له موږ سره ډېر زړه سواندی دی”.
د چین حکومت په روانه اونۍ کې ترکیه کې خپلو وګړو ته خبرداری ورکړ چې د لاریون سیمو ته نژدې نه شی او نه هم د هغوی انځورونه واخلی.
ولې ږیرې پرېږدئ؟
ترکیه له اویغور نه د تښتېدلو اویغوریانو تر ټولو لوی پناه ځای ګڼل کېږی.
د ترکیې مرستیال لومړی وزیر پولنت ارینش په ۲۰۰۹ کال ویلی وو، په ترکیه کې ۳۰۰ زره اویغوریان اوسېږی.
له ۲۰۰۶ کال راهیسې په چین کې اوسېدونکی ترکی اکاډیمسیون او استاد محمد سولیمیز وایی، په تېرو دوو کلونو کې په ځانګړې توګه د اویغور کډه کېدو کچه لوړه شوې ده:
”اویغوریان په چین کې دې له کبله هوسا ژوند نه لری، چې پر مذهبی کړنو یې محدودیتونه لګول شوی. هغه کسان چې تر فشار لاندې دی یا یې زندان تېر کړی، له هېواده وتل غوره ګڼی”.
ترکیې ته د ۲۰۱۴ کال دسمبر کې یو کډه شوی اویغور وایی، نوم نه شی ښودلی، ځکه چې څو ځلې د چینایی چارواکو له خوا غچ ترې اخیستل شوی او سخت ځپل شوی دی:
”تېر کال د روژې میاشتې په یوه شپه زموږ د کورنۍ نژدې ۵۰ غړی د روژه ماتی لپاره سره راغونډ شوی وو، زما لور راغله چې پوځیانو مو کور کلابند کړی. موږ یې ونیوو او تر ګهیځ پورې یې پوښتنې رانه کولې، او له هر یوه نه یې د خوشی کېدو په مقابل کې زر ډالر غوښتل”.
دی زیاتوی ”کله چې په کور کې له څلورو یا پنځو ملګرو سره کښېنې، کله چې لمونځ کوې، دوی پر هغه ځای ورننوځی او له تاسو پوښتنې کوی. له موږ پوښتی چې ولې ږیرې لرو؟ ولې قرآن تلاوت کوو؟ ولې مو ښځې مخونه پټوی؟”.
دغه اویغوری زیاتوی ”بیا دوی موږ بندی کوی، آن دوی زما ۱۰ کلن زوی هم له خپلو څلورو ملګرو سره بندی کړ”.
دی وایی چې د ویتنام، کمبوډیا، تایلنډ او مالیزیا له لارې یې ترکیې ته ځان رسولی دی.
دغ سړی له خپلې مېرنې او څلورو بچیانو سره د استانبول په یوه فلاټ کې له پنځو نورو کورنیو سره اوسېږی.
اویغوریان څوک دی؟
اویغوریان د مسلمانو ترکانو له ټبره دی
اویغوریان د سینکیانګ ولایت د وګړو ۴۵ سلنه جوړوی، خو هان قوم پکې ۴۰ سلنه دی
چین په ۱۹۴۹ کال پر سینکیانګ د واک لرلو اعلان وکړ. هغه مهال چې د ختیځ ترکستان دولت ډېر دوام ونه کړ
له هماغه وخت راهیسې، سینکیانګ ته د هان چینایانو د مېشتېدو لړۍ تېزه شوه، خو اویغوریان د خپل کلتور له منځه وړلو وېره لری.
د چین حکومت په سینکیانګ ولایت کې پر اویغور ټولنې د بندیزونو په لړ کې پر مذهبی او دینی کړنو هم بندیزونه لګولی. ګوتنیوونکی وایی د چین دا عمل په حقیقت کې د وضعیت خرابولو ته په لوی لاس لمن وهل دی.
”خپل وطن مې یادېږی”
په سینکیانګ کې روژه میاشت په چین کې له وروستیو بریدونو راپدېخوا یوه حساسه میاشت ګڼل کېږی. چین د تېرو دوو کلونو بریدونو- چې سلګونه کسان پکې وژل شوی، پړه نېغ پر نېغه پر اسلامپالو وسله والو وراچوی.
چینایی چارواکی دا نه منی چې ګنی په هېواد کې پر مسلمانو لږکیو فشار راوړی.
خو د اویغور یاد اوسېدونکی خپل هېواد ته له ترکیې نه ستنېدو ته زړه نه ښه کوی:
”خپل وطن مې یادېږی، ځکه پکې زیږېدلی او لوی شوی یم. خو په ترکیه کې خوشحاله یم. د آزادۍ احساس کوم. هرڅه مې چې خوښه وی هغه اغوندم. دینی کړنې عملی کوم. خو که چېرې زه چین ته ستون شم، سم لاسی به مې بندی کړی”.

اشتراک گذاري با دوستان :