لومړی زنګ

پر اساسی قانون د څار کمېسیون باید خپل اعتبار ترلاسه کړی

ټاکل شوې، سبا پر اساسي قانون د څار کمېسیون شپږ غړي، ولسي جرګې ته وروپېژندل شي. دغه کمېسیون دنده لري، چې د اساسي قانون په متن کې ناڅرګندتیاوې، حکومتي ادارو ته روښانه کړي. د حامد کرزي په واکمني کې هم دغه کمېسیون فعال...

ادامه مطلب


ویاړلی جاسوسان – پنځلسمه برخه

یکشنبه ۱۴ سرطان ۱۳۹۴

- امرالله صالح


«د نورمحمد تره‌کی له دورې څخه تر حامد کرزی پورې د افغانستان په وړو جګړو او ډیپلوماسۍ کې د استخباراتو رول»

له پولو بهر د خاد عملیات او فعالیتونه

تاریخ د جګړې ګټونکی لیکی. دغه مقوله د افغانستان جګړې په ارتباط هم صدق کوی. تر ټولو ډېر چاپی، تصویری او صوتی مواد چې تراوسه پورې د جهاد لسیزې په تړاو وړاندې شوی، د افغانستان د کمونیستی رژیم او د شوروی له ظلم او د مجاهدینو له بریاوو څخه حکایت کوی. په دغسې یوه فضا کې، په استخباراتی فعالیتونو کې په بنسټ‌محوره توګه د خاد فعالیتونو په تړاو کمې څېړنې شوی دی. ددغو لیکنو څو برخې په پاکستان کې د خاد فعالیتونو ته ځانګړې شوې وې او د پاکستان پر وړاندې یې د افغانستان او شوروی په ستراتیژی رڼا اچولې ده. په دغو بحثونو کې پاکستان ډېر مهم او ستر رول لری، ځکه دغه هېواد د جهاد په دوره کې کم له کمه په کال کې شپېته زره ټنه مهمات له درې سوو غیرقانونی لارو څخه افغانستان ته لېږدول، چې د شوروی سره پوځ او د خلک دموکراتیک ګوند اردو له ماتې سره مخ شی. هغه څه چې په دغه جګړه کې یې له پاکستان سره اساسی مرسته وکړه، د افغانستان په دینی او اعتقادی باور اتکا وه.
د کفر او الحاد په اصطلاح د یوه قدرت پر وړاندې د جهاد مطرح کېدو، پاکستان ته توان ورکړ چې د افغانستان هر کلی ته لاسرسی ولری او په وړیا توګه د افغانستان د نفوس یوه لویه برخه د خپلو ستراتیژیکو موخو په خدمت کې راولی.
د بېلا بېلو لاملونو له مخې نه شی کېدی یو په یو د دواړو خواوو عملیات تحلیل او و ارزول شی، ځکه مجاهدینو د کتابت او یادښت نظام نه درلود او پاکستانیانو او روسانو تراوسه پورې خپل ارشیفونه نه دی پرانیستی.
د شوروی له ګواښ سره د مقابلې او له مجاهدینو څخه د ملاتړ ستراتیژۍ او تاکتیک په تړاو د پاکستانیانو له لوری یوازینی لیکل شوی کتاب هماغه «د ییږې تلک» کتاب دی، دغه کتاب په ای‌ایس ای کې د مجاهدینو د اکمالاتو، د عملیاتو طرحې او د اړیکو په برخه کې د مسوول افسر محمدیوسف په قلم لیکل شوی دی.
له دغه کتاب پرته هر څومره نور مواد چې لیکل شوی، ډېری د لویدیځو څارونکو او خبریالانو تحقیقاتی بڼه لری او یا هم د هغې دورې د لیکوالانو تحلیلونه دی.
سره له دې چې په موردی او تاکتیکی برخو کې یاد کتاب ته غیرموثق نوم نه شو ورکولی، خو ښکاره ده چې په ورته وخت کې دغه کتاب د ای‌ ایس ‌ای د روانې جګړې نسخه هم ده.
پاکستانیانو کی‌جی‌بی او خاد ته د سوسمار په سترګه کتل او د جهاد په لسیزه کې داسې شېبې شته چې ټولو باور درلود، چې مجاهدین ماته خوری او شورویان او د خلق دموکراټیک ګوند بریا ترلاسه کوی.
تاریخ د افغانستان جهاد په اړه خپل قضاوت کړی دی. زما موندنې ښیی چې که شوروی اتحاد له کورنی اقتصادی بن‌بست سره نه وی مخ شوی، د مجاهدینو مسلحانه او قاطع بریا ناشونې وه او د جګړې برخلیک به په ټوپک سره نه ټاکل کېده.
په هر حال په دغو لیکنو کې به په وار وار د پاکستان بحث ته را وګرځو، خو په دې برخه کې مهمه ده چې د افغانستان له بل ګاونډی چې له مجاهدینو څخه یې ملاتړ وکړ، خو ډېر پېچلی او ستراتیژیک سیاست یې درلود یادونه وکړو. دغه ګاونډی ایران دی.
په اتیایمه میلادی لسیزه کې افغانستان څلور ګاونډی درلودل. په شمال کې سوسیالیستی شوروی اتحاد چې پر افغانستان یې یرغل کړی و، په ختیځ کې پاکستان چې تقریبا د مجاهدینو په یوې بشپړې اډې بدل شوی و، په ختیځ کې چین جمهوریت چې له جهاد څخه یې سیاسی او تسلیحاتی ملاتړ کاوه او په لویدیځ کې د ایران اسلامی جمهوریت. ایت‌الله خمینی د ایران د شاهنشاهی دولت په چپه کولو سره، اسلامی انقلاب بریا ته رسولی و او د «نه ختیځ نه لویدیځ» پر شعار ډډې لګولو سره په ایران کې د نوی رژیم پیاوړی کولو په لټه کې و. ایران د اسلامی انقلاب له بریا وروسته د صدام حسین په مشرۍ د عراق د پوځی برید تر ګواښ لاندې راغی او دغه هېواد له یوه مبهم حالت سره مخ شو.
زه غواړم د ایران اسلامی جمهوریت کې د خاد عملیاتو په اړه ولیکم، خو وړاندې له دې باید د افغانستان او جهاد مسلې پر وړاندې د ایران د وخت سیاست په اړه وویل شی، ځکه پرته له دې د پېښو یادول به له یوه ګونګ داستان پرته بل څه ونه اوسی.
د ایران له اسلامی انقلاب وړاندې او په افغانستان کې د ۱۳۵۷ کال د ثور له کودتا یا انقلاب مخکې، د شوروی د دولتی امنیت کمیټې یا کی‌جی‌بی د سردار محمدداوود خان د جمهوریت امنیتی او دفاعی ځواکونو په لیکو کې د ساواک یا د ایران استخباراتی سازمان له نفوذی حضور څخه غیرموثق او غلط اطلاعات ترلاسه کړی وو. ساواک د امریکا او اسراییلو ډېر نږدې متحد وو نوځکه خو دغه راپورونه په مسکو کې د اندېښنو او تشویشونو رامنځ ته کېدو لامل شوی وو.
پر افغانستان د سره پوځ یرغل وړاندې، مسکو په یوه اطلاعاتی ګرداب کې ښکېل شوی و او کم له کمه یو کال تحلیل او بحثونه یې وکړل چې شورویان دې باور ته ورسېدل، چې له دغه ګرداب څخه د وتو یوازینۍ لار پر افغانستان پوځی برید دی.
خو د سره پوځ له لوری د افغانستان اشغال شوروی اتحاد د لومړی ګرداب په پرتله له یوه خطرناک او مرګونی ګرداب سره مخ کړ. دغه ګرداب د افغانستان له مجاهدینو سره مخامخ جګړه وه، چې په نړیوال مقیاس د لویدیځې نړۍ، پاکستان او سعودی عربستان نیابتی ځواکونه وو.
د مېز له شا څخه په څېړنو سره کولی شو په ډاډ سره ووایو چې ایران هغه وخت کم له کمه په خپلې ستراتیژۍ کې پنځه مهم محوره درلودل، چې هر یو یې په یوه ډول د افغانستان پر وضعیت اغېز درلود او د هر یوه دغه محور پر وړاندې کی‌جی‌بی او خاد باید ورته تګلاره غوره کړې وی.
لومړی کورنی ثبات او استحکام، چې د ټولو هغو ځواکونو ځپلو ته یې اړتیا درلوده چې په ایران کې یې د امام خمینی لیدلوری خلاف فعالیت درلود. د ایران د خلکو ګوند، یو له هغو ګوندونو څخه چې د انقلاب په بریا کې یې د غفلت یا اشتباه تحلیل له مخې له خمینی سره مرسته کړې وه، باید ځپل شوی وی. د خلکو ګوند یو له شوروی پلوه ګوندونو څخه وو او کله چې په ایران کې ددغه ګوند ځپل پیل شول، د نوموړی ګوند یو شمېر فعالانو په افغانستان کې پناه واخیسته او خاد یې ملاتړ کاوه.
هغوی ان په ۱۳۶۴ کال کې په کابل کې خپل سراسری کنفرانس جوړ کړ. سره له دې چې په کابل کې د خلکو ګوند له ټولو فعالیتونو څخه د افغانستان د خلک دموکراتیک ګوند ملاتړ کاوه، خو خاد په افغانستان کې د هغوی د حضور په مدیریت کې رول درلود.
دویم پر ایران د عراق پوځی یرغل پر وړاندې مقابله. دغه وضعیت لامل شو چې د صدام حسین حکومت په کابل کې له پخوا زیات یو فعال سفارت ولری او له کابل سره خپلې سیاسی اړیکې پراخې کړی. عراق له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د ایران کمزوری کولو لپاره په یوه ډول د بلوچستان له داعیې څخه ملاتړ کاوه. کله چې د پاکستان بلوڅانو نښتې پیل کړې، په پاکستان کې د عراق سفارت تالاشی شو او ورڅخه وسلې او چاودېدونکی توکی چې باید بلوڅ ترهګرو ته لېږدول شوی وی ترلاسه شول.
د تاریخ په اوږدو کې له پاکستان سره د ایران یوازینۍ ګډه موخه د بلوڅانو ځپل وو. افغانستان د خپلو سرخوږیو له امله د ایران او عراق په جګړه کې هېڅ ډول اغېزناک دریځ نه درلود او د شوروی له نړیوالو سیاستونو څخه متاثره و.
درېیم د اخوندی رژیم چپه کولو او د شاه یا سلطنت بیرته راتګ زمینې برابرولو لپاره د امریکا د دسیسو مخنیوی او طرد دی. په دغه بحث کې ایرانیان له دوه ډوله فکری لارو سره مخ شول.
که چېرې په یو ځل د افغانستان د کمونیستی رژیم د نسکورولو په لټه کې شوی وی، نو په سیمه کې به د پخوانی نظم د بیرته راتګ الګو رامنځ ته شوې وی او که چېرې د کمونیستی رژیم او شوروی پوځ پر وړاندې یې چوپتیا غوره کړې وی، د هغوی له فکری او عقیدتی شعار سره چې خپل دولت یې اسلام‌ محوره او انقلابی بللی وو، تناقض درلود. خو د ببرک کارمل رژیم پر وړاندې اودرېدل له امریکا، سعودی عربستان او پاکستان سره د غیرمستقیمې همکاری په مانا وو. په هر حال د ستراتیژیکو محاسباتو له مخې یې د افغانستان له جهاد څخه په ملاتړ کې ګام پورته کړ.
د ایران د سیاست پنځم محور د سیمې د شیعه‌مذهبه لږکیو ملاتړ او پیاوړی کول جوړوی. د اتیایمې میلادی لسیزې په سیمه‌ییزو نښتو کې ایرانیان له اخوان‌المسلیمین څخه د ملاتړ پر ځای د استبداد ضد مبارزو کې د حزب‌الله او د سوریې شیعه دولت په څنګ کې اودرېدل. په سوریه کې واکمن علوی اقلیت له شیعه سره شباهتونه لری، خو شیعه نه دی. هغوی علی د الله ج رالېږل شوی بولی نه د اسلام یو خلیفه. خو که چېرې ایران غوښتی له جهاد څخه واقعی ملاتړ کاوه، باید له پاکستان سره یې د تفاهم او همږغۍ یو حد رامنځ ته کړی وی. له کومو محدودیتونو نه چې ایران باید له مجاهدینو څخه د ملاتړ په موخه تېر شوی وی، کولی شو د اسلامی اتحاد تر نوم لاندې د مجاهدینو د ایتلافی چتر مشر عبدرب الرسول سیاف سره د ایران د وخت بهرنیو چارو وزیر په لومړۍ لیدنه کې مشخص کړو. استاد سیاف په خپل قلم یادونه وکړه، چې په «اسلام اباد کې له حضرت صاحب مجددی او حکمتیار سره یو ځای وم، چې باید د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره مو لیدلی وی. زه د مجاهدینو د اېتلاف په راس کې وم او د ایرانی پلاوی د وینا او مذاکرې طرف هم زه وم.
د ایران بهرنیو چارو وزیر له ما نه پوښتنه وکړه: که چېرې امریکا وغواړی له جهاد سره مرسته وکړی، آیا منئ یې؟ حکمتیار مې د مېز لاندې لاس کېکاږی او ویل یې چې ووایه نه. مجددی مې بل لاس کېکاږی او ویل یې: ووایه هو منم یې.
ما ځواب ورکړ چې جناب وزیر صاحب اصلا امریکا مرسته نه کوی. وزیر بیا پوښتنه وکړه چې موږ غواړو پوه شو چې که امریکا مرسته وکړی منئ یې یا نه. ما بیا ځواب ورکړ چې جناب وزیر صاحب امریکا مرسته نه کوی او وبه یې نه کړی. په دې کوی او نه کوی سره مو لیدنه پایته ورسوله او ومو نه غوښتل چې ایرانیانو ته څرګند ځواب ورکړو.»
ښایی د ایران ستراتیژیکه موخه دا وه، چې ایا د هغې داعیې ملاتړ کوی چې شاته یې د امریکا لاس دی او که چېرې کوی یې ولې.
په هر حال ایرانیانو د امریکا، سعودی عربستان او پاکستان خلاف د افغانستان په قضیه کې، له شوروی سره خپل د شاه پلونه، نه وو ړنګ کړی. له عراق سره جګړې، ایران له تسلیحاتی اړخه تر یوه حد پورې شوروی ته محتاج کړی و او دې اړتیا ایران اړ کړ، چې د خپل اسلامی انقلاب له موخو او شعارونو سره سره د افغانستان په قضیه کې «اسلامی او انقلابی» عمل ونه کړی.
د همدغو سترو استراتیژیکو ملاحظاتو له امله، ایران په لومړی ګام کې د افغانستان له شیعه‌مذهبه ګوندونو څخه مالی او تسلیحاتی ملاتړ ته مخه کړه، او په دویم پړاو کې یې په ایران کې سنی‌مذهبه جهادی ګوندونو ته د سیاسی او اطلاعاتی دفترونو د پرانیستو اجازه ورکړه، خو په ورته حال کې یې له مسکو او ورسته د ډاکتر نجیب‌الله له حکومت سره خپلې پراخې اړیکې هم خوندی وساتلې.
دغه ډول سیاست اسانه کار نه و، خو وروستیو پېښو وښوده چې نه یوازې ایران دغه سیاست په ښه توګه سمبال کړ، بلکې ویې کولی شول له افغانستان سره خپلې پولې باثباته وساتی، د ټولو مجاهدینو په منځ کې خپل نفوذ تثبیت کړی او د سیمې په هره لوبه کې مطلق بایلونکی او مطلق ګټونکی ونه اوسی. ددغه ستراتیژیک تصویر له مخې به په بله برخه کې په موردی او تاکتیکی مسایلو خبرې کیږی.
دوام لری…


اشتراک گذاري با دوستان :