لومړی زنګ

پر اساسی قانون د څار کمېسیون باید خپل اعتبار ترلاسه کړی

ټاکل شوې، سبا پر اساسي قانون د څار کمېسیون شپږ غړي، ولسي جرګې ته وروپېژندل شي. دغه کمېسیون دنده لري، چې د اساسي قانون په متن کې ناڅرګندتیاوې، حکومتي ادارو ته روښانه کړي. د حامد کرزي په واکمني کې هم دغه کمېسیون فعال...

ادامه مطلب


ویاړلی جاسوسان – اوولسمه برخه

یکشنبه ۲۴ عقرب ۱۳۹۴

- دامرالله صالح - پښتو ژباړه: ارین - پښتوزباړه: عبدالرحیم عاصم


«د نورمحمد تره‌کی له واکمنۍ څخه تر حامد کرزی پورې د افغانستان په وړو جګړو او ډیپلوماسۍ کې د استخباراتو رول»

د کره سرچینو او ماخذونو نشتوالی له امله، د دولتی اطلاعاتی خدمتونو عملیاتو یا «خاد» په اړه لیکلو کې د تسلسل خوندی ساتل خورا ستونزمن کار دی. د یوې ډلې له نظره دغه عملیات له ویاړ ډک او د ملی او دولتی ګټو خوندی ساتلو لپاره مهم شمېرل کیږی او د نورو ذینفع او اړوندو ډلو له نظره، منفی، خونړی او د دولتی ګټو پر ضد شمېرل کیږی. ټولنه لاهم له مصوونیت څخه بې‌برخې ده او ستونزمنه ده چې د «خاد» پاتې شونی دې په عملیاتو کې د خپلې ونډې په اړه خبرې وکړی. خو زه لاهم ژمن یم، چې له شخصی احساساتو پرته لیدلوری پر بنسټ، د «خاد» یو شمېر پاتې شونو عملیاتو او استقامتونو په اړه څه ولیکم. دغه کار لویې حوصلې ته اړتیا لری.
خو په دې برخه کې د «خاد» له ریاست څخه د ولسمشرۍ تر مقام پورې د ډاکتر نجیب‌الله رسېدو په اړه، چې د ۱۹۸۶ میلادی کال د مې میاشتې په څلورمه- د ۱۳۶۵ کال د غوایی له ۱۴نیټې سره برابر ده- واک ته ورسېد بحث کیږی.
اطلاعاتو ته لاسرسی انسان ته وړتیا او د نه تعریف وړ ځواک وربښی. ډاکتر نجیب‌الله د «خاد» ریاست مقام په وسیله، مالوماتو او اطلاعاتو ته پراخ لاسرسی درلود. دغه ډول اطلاعات یوازې له هغه سره وو او د وظیفوی مسوولیت پر اساس، ددغو اطلاعاتو اختصار شوې اوچاڼ شوې برخې یې ببرک کارمل ته ورکولې.
د ببرک کارمل مدیریتونو څرنګوالی په تړاو، بېلا بېل نظرونه شته. په دې کې هېڅ شک نه شته چې هغه یو بااستعداده کس وو، خو ورته نږدې کسان باور لری، چې د مدیریت له نظره هغه د ځیرکتیا په اړه یو فضا جوړونکی کس و. له مدیریتی اړخه کله چې یو څوک د پرېکړې نیونکی مقام ته رسیږی، په فضا برابرولو کې د وړتیاوو او مهارت ترڅنګ اړتیا لری، چې وړو مسایلو ته هم پام وکړی، کنه نو د چارو کنټرولولو واقعی پړی یې له لاسه وځی.
د ببرک کارمل څنګ ته کېدو او او ډاکتر نجیب‌الله ته یې د ځای پریښودو یو دلیل هم، همدا مسله وه. ببرک کارمل په ایډیولوژیک انسان باور درلود، فکر یې نه کاوه چې شوروی به ماته وخوری او څو ځله یې له شوروی انسان څخه د یوه ایډیا لرونکی انسان په توګه یادونه کړې وه. د ببرک کارمل له نظره، شوروی انسان له وړو قومی مسایلو لرې او د مارکسیزم- لنینیزم په کرښه کې لوړو موخو ته ژمن انسان دی. د ببرک کارمل له نظره مارکسیزم- لنینیزم له طبقاتی ژوند او فقر څخه د ټولنې ژغورلو په برخه کې بې‌بدیله ښوونځی و. سره له دې چې په خپل ګوندی او مبارزاتی ژوند کې یې ډېرېلوړې ژورې تجربه کړې او له فریکسیون بازیو څخه یې پوره زیان لیدلی و، خو د خپلې واکمنۍ پر مهال د سترو باورونو قربانی شو. ډېری څېړونکی هغه دګماتیک او مطلق‌فکر لرونکی کس بولی.
د ببرک کارمل په واکمنی کې له ۱۹۷۹ څخه تر ۱۹۸۶ پورې د شوروی سره پوځ ډېره هڅه کوله او پوره پوره مالی او ځانی زیانونه یې هم وګالل، خو ویې نه شو کړی، د کارمل حکومت لپاره د منلو وړ مقام رامنځ ته کړی. د ورځې په تېرېدو سره به په جنګی روسیی تخنیک او ځواکونو اتکا او وړیا مرستې نورې هم زیاتېدې. روسان په پنجشیر دره کې له احمد شاه مسعود سره د اوربند تر پولو پورې انعطاف ته اړ شول، چې نه یوازې ناوړه پایلې یېورته درلودې، بلکې په کابل او مسکو کې یې د طرح‌کونکو زندانی کېدو لامل شو. خو هېڅ کومو دې ستراتیژیو د عطف ټکی رامنځ ته نه کړ.
روسانو له ببرک کارمل څخه داسې کومه تګلاره ونه لیده چې د عطف ټکی رامنځ ته کړی، چې نویوالی او یو ډول نوښت وشمېرل شی. ببرک کارمل لاهم په واضح او غوڅ بری باور درلود، په داسې حال کې چې دغه باور په مسکو کې، په ځانګړې توګه د میخاییل سرګویچ ګرباچف په راتلو سره، شړېدلی و. له ډاکتر نجیب‌الله څخه پرته د ډیموکراټیک ګوند په دننه او د واک په نورو برخو کې، د افغانستان له وضعیت څخه د روسانو زړه‌تنګېدو او ستړی‌ کېدو په اړه بل هېچا ښه درک او مالومات نه درلودل.
شوروی نظام اطلاعاتو او اطلاعاتی کسانو ته ډېر ارزښت ورکاوه. هغوی له نظام څخه بهر او له ځان سره په چلند کې، پولیسی او اطلاعاتی بڼه درلوده نوځکه خو له ډاکتر نجیب‌الله څخه د روسی سلاکارانو ارزونه مثبته او له مباهاتو ډکه وه. هغوی دې پایلې ته رسېدلی وو چې ډاکتر نجیب‌الله د یوه اغیزمن او باکفایته ارګان په جوړولو، د ببرک کارمل په پرتله د ښې روغتیا په درلودو، د ښه مدیریت مهارتونو په لرلو، پښتون‌ توکم او اوپراتیفی فکر درلودو سره کولی شی، په وضعیت کې بدلون او د عطف ټکی رامنځ ته کړی. ډاکتر نجیب‌الله توانېدلی و، د افغان حکومت ترټولو ستر او یوازینی ملاتړی شوروی دولت کې د‌ ځان په اړه دغه ټول مثبت ذهنیتونه رامنځ ته کړی.
په داسې حال کې چې ډاکتر نجیب‌الله له ببرک کارمل سره ترټولو ښه اړیکه ټینګه کړې وه، روسان یې هم قانع کړی وو، چې ولسمشرۍ ته یې له رسېدو څخه ملاتړ وکړی. هغه په ټولو مهارتونو سره توانېدلی و تر یوه حد پورې له ببرک کارمل څخه خپل دغه نیت پټ وساتی. ببرک کارمل د ۱۹۸۶ کال په لومړیو میاشتو کې دده او روسانو ترمنځ د سړو اړیکو په اړه خبر شوی و، خو لا یې هم شک درلود چې روسان دې هغه استعفا ته اړ کړی.
د ولسمشرۍ څوکۍ ته د ډاکتر نجیب‌الله رسېدل، د ګوندی اصولو او ډسپلین خلاف ترسره شو. له واک څخه د ببرک کارمل له لرې کېدو وروسته ویناوو څخه داسې مالومیږی، چې که هغه د ځان په اړه د ډاکتر نجیب‌الله له منفی نیت څخه خبر هم وی، ښایی نه به و توانېدلی چې هغه یې د خاد له ریاست څخه لرې کړی وی.
روسی ختیځ‌پېژندونکی پروفیسور سلینکین م. ف، له ببرک کارمل څخه په نقل لیکلی دی: «له خپلې اجباری استعفا وروسته، کله چې په مسکو کې اوسېده په یوه مرکه کې یې دې موضوع ته اشاره وکړه ویې ویل، له شوروی سلاکارانو پرته د «یوه ګام اوچتول» هم ناشونی وو.»
په هر حال د ۱۳۶۵ کال د غوایی په ۱۴ چې د ۱۹۸۶ کال د مې له ۴ سره برابره ده، په کابل کې په ارګ کې دیره ځواکمن روسیی سلاکار ویکتور پترویچ پلیچکا په یوه سړه لیدنه کې له ببرک کارمل څخه وغوښتل، چې خپله استعفا لاسلیک کړی. ددې لیدنې په اړه بېلا بېلې تایید شوې او ناتایید شوې ویناوې شته. یو شمېر امریکایی منابع ادعا کوی، چې ببرک کارمل په دې لیدنه کې اوښکې هم تویه کړې. په دې برخه کې د ببرک کارمل لیکل شوې خاطرې نه شته، نو د ناچارۍ له امله باید په هغه څه اکتفا وشی، چې شته. له استعفا وروسته، ببرک کارمل د ۱۳۶۵ کال تر لړم میاشت پورې خپل دولتی مقام خوندی وساته. له واک څخه له څنګ ته کېدو وروسته د شپږو میاشتو په ترڅ کې کله چې هغه په کابل کې پاتې شو، ډېرې ترخې ورځې یې تجربه کړې.
ما د ۲۰۱۰ کال په منی کې د کاوه په نوم د ببرک کارمل له مشر زوی سره یوه اوږده او دوستانه لیدنه درلوده. کاوه وویل: «پلار مې په کورنی بند کې اوسېده. زموږ پر کور او کوڅې خاد کنټرول درلود. هرڅوک به مې چې د پلار لیدو ته راغی، ورڅخه به پوښتنې کېدې. موږ ته د سودا او خوراکی توکو اخیستو اجازه نه راکول کېده. موږ ته به درې وخته پخه شوې ډوډۍ راوړل کېده، بلکل د عسکرۍ ډوډۍ په څېر. پلار به مې له ډېر زغم څخه کار اخیست. پوهېده چې بدلون راغلی دی. ډاکتر نجیب‌الله فکر کړی و، چې که موږ ته د بازار تلو اجازه راکړی، ښایی د هغه پر ضد د ګوندی فعالانو بسیج کولو هڅه وکړو. ډاکتر نجیب‌الله دولتی واک ترلاسه کړی وو، خو په ګوند کې یې ستنې ډېرې کمزورې وې. له پلار څخه مې وېریده. دغه وضعیت زموږ لپاره ډېر ستونزمن وو. بالاخره پلار مې له کابل څخه وتو ته اړ شو. پر موږ له هرې خوا فشار زیات شوی و. کله چې د ګوند یو شمېر فعالان زما له پلار سره ددغه ډول چلند په اړه خبر شول، د ډاکتر نجیب الله ضد انګېزه یې غوره کړې وه، خو بیا هم دغه مالومات ډاکتر نجیب‌الله ته ورکول کېدل. له الوتنې وړاندې له موږ څخه وغوښتل شول چې یوازې حق لرو د نږدې شپږ سوه کیلوګرامه په وزن سره د کور توکی له ځان سره ولېږدوو. موږ فکر وکړ چې څه باید له ځان سره یوسو. پلار مې ویل چې یوازې خپلې جامې راټولې کړئ او زما کتابونه. په دې ترتیب کله چې له افغانستان څخه بهر کېدو، کوم ډېر څه مو چې له ځان سره یوړل د پلار کتابونه مې وو.»
له ببرک کارمل څخه ډاکتر نجیب‌الله ته د واک لېږد بیا هم د هماغه وروسته ‌پاتې، بې‌اتفاقه او بحرانی هېوادونو رنګ او بوی درلود. د پرمختللی دولت او ډیموکراټیک ګوند نښانې په کې نه لیدل کېدې. د ۱۳۶۵ کال د غوایی له ۱۴ وروسته، ببرک کارمل ته په رسنیو کې د راڅرګندېدو اجازه ور نه کړل شوه او یوازې د حقیقت انقلاب ثور په یو دوه شمېرو کې له ګوندی مسایلو او د ډاکتر نجیب‌الله له سیاست څخه په ملاتړ د هغه په ژبه یو څو اعلامیې خپرې شوی دی، خو مالومه نه ده چې خپلې ویناوې یې وې او یا که د خاد ادارې روانی جګړه، چې په هغه وخت کې دغه ډول فعالیتونو ته «د فعاله تدبیرونو» نوم ورکول کېده.
د ډاکتر نجیب‌الله د حکومت بهرنیو چارو وزیر او د ببرک کارمل یو خپلوان وکیل وایی: «له میخاییل ګرباچف سره د ببرک کارمل وروستۍ لیدنه ډېره ترینګلې او سړه وه. ګرباچف د ګلاسنوست یا دولتی کړنو رڼښت او پرستوریکا یا د ګوند دننه اصلاحاتو او بیارغاونې په اړه خبرې وکړې. ببرک کارمل د هغه په خبرو کې له دوښمن سره د سازش روحیه حس کړې ورته ویې ویل: ګوره ګرباچف، ما مارکسیزم- لنینیزیم څو ځلې مطالعه کړی دی. د لنین داسې کوم اثر نه شته چې ما نه وی لوستی. د دغه ښوونځی په هېڅ کوم ځای کې مې د پرستوریکا او ګلاسنوست په نوم څه نه دی لیدلی. که چېرې ستاسو پروګرام ند پخوا په اړه د انسانانو په ژوند کې ښې او مناسبې پنځونې رامنځ ته کړی، مانا به یې دا وی، چې تاسو به نړۍ ته د لنین له اثارو څخه ستره ډالۍ ورکړې وی خو فکر نه کوم چې دغه پروګرامونه دې حل لاره ولری.»
خو په واشنګټن کې د شوروی سفیر اناتولی دوبری نین په خپلو خاطرو کې لیکی، چې هغه هم د ګرباچف او ببرک کارمل ترمنځ وروستۍ لیدنه کې حضور درلود. ګرباچف له اړینو تشریفاتو پرته ببرک کارمل ته ویلی و، چې باید واک ډاکتر نجیب‌الله ته وسپاری. میخاییل ګرباچف د ببرک کارمل په خبرو او باور کې هماغه دګماتیزم یا مطالق لیدلوری لیده، چې شوروی ورته نوره اړتیا نه درلوده او د بدلون په لټه کې و.
ببرک کارمل، کوم څوک چې په ټول توان سره یې چیغې وهلې چې د ثور انقلاب نه ماتیدونکی دی او له بلې هرې مادی او معنوی ښکارندې یې زیات د شوروی پر انسانی او بې‌دریغه ملاتړ باور درلود، اړ شو د ۱۹۸۶ کال په نومبر میاشت کې د ځانګړې روسی الوتکې په وسیله له خپلې کورنۍ سره یو ځای مسکو ته لاړ شی. ټول اسناد او منابع ښیی، چې په تبعید کې ژوند، کارمل ډېر ستړی او ستومانه کړی و. هغه له شوروی چارواکو څخه په وار وار وغوښتل چې بیرته افغانستان ته ستون شی، خو هر ځل به پلمې کېدې او د بیرته ستنېدو اجازه به نه ورکول کېده.
کی‌جی‌بی په دې باور وه، چې کابل ته د ببرک کارمل بیرته ستنېدل، د ډاکتر نجیب‌الله حکومت نور هم له لړزېدونکی حالت سره مخ کوی. هغه به یې هر ځل د ناروغۍ په پلمه وځنډاوه. د ببرک کارمل یوه نږدې خپلوان راته کیسه کوله، چې «هر کله به چې د هغه زړه ډېر تنګ شو، یوه مخصوص روغتون ته لېږدول کېده. وروسته مالومه شوه، چې په دغه روغتون کې د درملو پر ځای هغه ته د زړه‌تنګوالی امپول ورکول کېده.» ددغو ادعاوو تثبیت کول ډېر ستونزمن دی. خو هغه څه چې مالوم دی، هغه داچې ببرک کارمل په مسکو کې ډېر بد او ستومانه ژوند درلود.
د نوواسیبیرسک دولتی پوهنتون ختیځ‌پېژندونکی ډیپارټمنټ پروفیسور ولادیمیر پاستون په وینا: «د ببرک کارمل زوی کاوه له ما څخه وغوښتل، چې ښه ډاکتر ورته پیدا کړم. زموږ د عالی کټګورۍ طبیب، له ډاکتر سره یوځای د هغه اپارتمان ته راغلو، چې د شوروی اتحاد د کمونیست ګوند مرکزی کمیټې پورې د اړوند ټولنیزو علومو انستیتیوت ګوندی مېلمستون څنګ ته پروت و. د ببرک کارمل ظاهری وضعیت ډېر ترینګلی و. کله چې تشخیص وشو «مغزو عصبی ریشتې یې فلج شوې وې، د وینې دوران یې ګډوډ شوی و او سرطانی ضعف یې هم درلود.» دغه روسی پروفیسور د خپلې لیکنې په وروستیو کرښو کې چې په «رو» فارسی سایټ کې خپره شوې ده، لیکلی «ببرک کارمل هم د خپلو سیاسی فعالیتونو په لومړی پړاو او هم د تجرید په کلونو کې چې «د شوروی دوستانو» او د ګوند پرونیو غړو او ظاهرا د بې‌وفا همفکرانو له لاسه ورسره مخ شوی و، د شوروی اتحاد په اړه، ریښتونې مینه درلوده.»
ښایی ببرک کارمل شوروی ته د وفادارۍ لپاره ډېر دلایل درلودل. د هغه په زړه او نیت کې چې هرڅه وو، خو تاریخ هغه جاسوس بولی. ببرک کارمل د شوروی له نړېدو سره په یو وخت کې له واک څخه لرې شو او مسکو ته تبعد شو. نو هغه نه یوازې د خپلو پرونیو ملګرو له جفا سره مخ شوی و، بلکې کوم هېواد چې ببرک کارمل د ځمکې پر سر د خپلو ارمانونو پوره کونکی باله، د نړېدو په حال کې و.ببرک کارمل د خپل عمر په وروستیو کلونو کې پر شوروی اتحاد غصه وو. پروفیسور پلاستون وایی: «هغه د شوروی ملګرو له لوری د افغانستان د ځانګړتیاوو نه درک او پر هغه د شوروی پوځیانو شدید فشار له امله خپله غصه څرګنده کړه. هماغه لوړپوړی سلاکاران او ډیپلوماټان خپلې څرګندې تېروتنې د ببرک کارمل په راس کې د افغانستان په مشرۍ پورې ورتړی او د طرحه شوې ملی پخلاینې سیاست په تحقق کې یې کارمل د غیرقاطع او ناتوانه شخص په توګه معرفی کاوه. هغه یې د ټولو ستونزو یوازینی لامل باله. یوازې په ګوند کې د هغه مخالفین د سیاسی شخصیت او شخص په توګه د ببرک کارمل په بې‌اعتباره کولو کې ښکېل وو.»
د ببرک کارمل یوه نږدې خپلوان چې نه یې غوښتل نوم یې واخلم، کیسه کوی: «په مسکو کې د ببرک کارمل یو ملګری د ګوند په یوه اپارتمان کې اوسېده. د شوروی له نړېدو وروسته هغه ته په پرله پسې توګه لیکونه رسېدل، چې اپارتمان خوشې کړی. د شوروی سیستم له منځه تللی و. کومو چارواکو چې له کارمل سره یې مخکې همکاری کوله، خپله له یو ډول بحران سره مخ شوی وو. په همدې ناغوښتل شوی وضعیت کې یوه ورځ یوه افغان چې په مسکو کې یې درس لوستی و، د کارمل ملګری لیدو ته راغی. د اپارتمان له موضع خبر شو.
ظاهرا ډېر ناراحته شو او ویې ویل، دا موضوع به حل کړی. د کارمل له ملګری څخه یې یو وکالت خط واخیست. څو ورځې وروسته موظفو مامورینو په جدی توګه د اپارتمان خوشې کولو غوښتنه وکړه. وروسته مالومه شوه سره له دې چې افغان تبعه په هماغه وکالت خط سره د اپارتمان ستونزه حل نه کړه، بلکې د مالکیت اسناد یې په خپل نوم بدل کړی وو. دا ځل ببرک کارمل د مسکو له دولت سره نه بلکې له یوه شخص سره حقوقی ستونزه پیدا کړې وه. دغه ډول پېښو او چلندونو د ببرک کارمل پر روحیه ډېر اغېز کړی وو.»نوموتی او مبارز کسان په خپل ژوند کې له ډېرو لوړو او ژورو سره مخ کیږی. ترټولو ترخې خاطرې او پېښې هماغه دی، چې په تبعید کې رامنځ ته کیږی. له هېواد څخه له کلونو مسافرۍ وروسته، بالاخره روسانو او ډاکتر نجیب‌الله ببرک کارمل ته اجازه ورکړه، چې بیرته کابل ته ستون شی. هغه په بیرته راستنېدو کې د حکومت په دننه کې خپله وفاداره شبکه د ډاکتر نجیب‌الله له سپارښتنو څخه سرغړونې ته هڅوله. د مجاهدینو له بریا وروسته د حیرتانو بندری ښارګوټی ته لاړ او په کورنی تبعید کې ژوند ته اړ شو. په دغه ښارګوټی کې یې په انزوا کې ژوند کاوه، چې یو ځل بیا مسکو تلو ته اړ شو. روسانو هغه ته د سفر ویزې په ورکولو کې ډېر ځنډ راوست او په ستونزو سره یې مسکو ته د سفر اجازه ورکړه.ببرک کارمل د ۱۹۹۶ کال د ډسمبر په درېیمه د مسکو په لومړۍ ښاری شمېرې روغتون کې (د نورو مالوماتو پر بنسټ د روبلیوف واټ په مرکزی کلینیک کې) د ۶۸ کلنۍ په عمر له نړۍ څخه سترګې پټې کړې.


اشتراک گذاري با دوستان :